په افغانستان کې :
                                                                                                                        د سياسي ګوندونو  ژوند ته ځغلنده  کتنه
لکه څنګه چې د ځمکې پر مخ د څيرې له پلوه دوه انسانان  کټ مټ يو دبل په شان نه وی ، نو همداسې  يې په خويونو ،  خصلتونو ،  مفکورو او ليد لورو کې   هم  توپيرونه ليدل کيږي .ددې توپيرونو اصلي لاملونه د انسانانو تر منځ  د استوګنې بيلابيل  جغرافيايي مو قيعتونه  ، کلتوري او فرهنګي روايات ،  هر دين او مذهب خپلې  اغيزې ، روغتيايي اثرات ، دجنسيت له پلوه  بيلوالی ، د عمرونو تر منځ  توپير ، دزدکړې او تعليم توپيرونه او داسې نور.
دا هغه  فاکټونه دی چې د انسانانو د مفکورو د نا متجانسولي  سبب ګرځي .    په بشري ټولنو کې هغه کسان  سره نږدې کيږي او يوه ډله جوړوي چې د ليد لوري ، خوي ، عادت او مفکورې له پله سره ورته اوڅه نا څه  يوشان فکر  کوي .
 هغه ډله  چې غواړي په ټول ملک کې  د خپلې خوښې اومفکورې  سره سم حکومتي نظام جوړ کړي نو موږ يې په اوسني عصر کې بيا  دسياسي ګوند په نامه يادوو .
د سياسي ګوندونو لومړنی زړي  په  اروپا  کې ټوکيدلې خو بيا  وروسته ورو وروپه بيلا بيلو بڼو  د نړۍ نورولويو وچو ته خپاره شوي  دي . نن ورځ به د نړی پر مخ داسې هيواد نه وي چې هلته دې  په ښکاره يا په پټه  يو يا څو سياسي ګوندونه  موجود ونه وي .
په پرمخ تللو هيوادونو کې د سياسي ګوندونو شمير کم وي خو په وروسته پاتې او مخ په ودې  ټولنو کې  ، دا شمير زيات  او کله کله خو  په خپلو کې  د سياسي سوله ايزو  سياليو په ځای ، وسلو ال ټکرونه هم کوي .
سياسي ګوندونه د خپلو کړنلارو له پلوه په بيلابيلو نومونو ياديږي :
ښي اړخي ، چپ اړخي ، ليبرال ، محافظه کار،بسټ پال ،  اصلاح غوښتونکي ، سوسياليست ،کمونيست ،  ديموکرات  ، انقلايي او داسې نور.
 .ښي اړخي او محافظه کار ګوندونه معمولا په ټولنه کې د موجوده سياسي، اجتماعي ، اقتصادي او  عدالتي  نظام په خپل حال د ساتلو پلويان وي  خو په مقابل  کې، چپ اړخي ، ليبرال ، ديمو کرات او  انقلابي ګوندونه  پيا په ټولنه کې د موجوده برحاله  نظام پلوي نه کوي اوپه هغو کې د ژورو سياسي ، اقتصادي او ټولنيزو بدلونونو غوښتونکي وي .
 کله چې په نړۍ کې د ډيکټاټورۍ او زور واکۍ ځای دولس د خوښې حاکميت  ته وسپارل شونو طبعي خبره ده چې دې پروسې ته ډيمو کراسي وايي او  په ډمو کراسۍ کې  حکومتي واک دهغه هيواد د خلکو په مستقيم ګډون  منځ ته راځي ، او ددغه ډول حاکميت ټينګولو له پاره ولس مجبور دی  چې سياسي ګوندونه جوړ کړي . ځکه د هر سياسي ګوند موخه او هدف په ټولنه کې د سياسي واک لاس ته راوړنه ده او دا د ډيمو کراسۍ يو زرين ا صول دي .
په هغو هيوادونو کې چې د حاکم ګوند په وړاندې قوي اپوزيسيون  موجود نه وي ، بيا هم هغه ټولنه د رښتينی ډيموکراسۍ  له پلوه کمزورې ده ، ځکه هيڅو خت نه شي کيدای چې ديوه هيواد ټول اوسيدونکي دې په يو نظر او يوه مفکوره وي نو بايد خامخا مخالفين موجود وي خو په   ډيمو کراسۍ کې بری د هغه چا په برخه وي  چې په ټولنه کې د خپلو پلويانو  اکثريت جوړ کړي .
زموږ  په هيواد  کې هم  د سياسي ګوندونو شتوالی  څه اوسنې خبره نه ده ، خو عملا هغه وخت د سياست ډګر ته راووتل چې کله د وخت پا دشاه ښاغلي محمد ظاهر په ١٣٤٣ ل کال کې،  نوی  اساسي قانون توشيح  او په هغه کې ديو شمير مدني حقوقو   تر څنګ  د افغانستان  خلکو ته   د سياسي ګوندونو د فعاليت اجازه  هم ورکړه
.په دې ډول موږ په افغانستان کې  دسياسي ګوندونو شتوالی   په لاندې پړاونو کې مطالعه کولۍ شو
*  د ١٣٤٣ ل کال  تر مخه سياسي ګوندونه  :
د ١٣٤٤٣ ل کال د اساسي قانون د تصويب  نه مخکې  هم زموږ په هيواد کې   يو شمير لوي او واړه سياسي ګوندونه موجود وو   خو داچې د فعاليت له پاره يې رسمي اجازه نه لرله ،  مجبور وو چې خپل فعاليتونه  په پټه   تر سره کړي  . په دې  ګوندونو کې يو هم د    ( ويښوزلميانو)  نسبتا لوي ګوند وچې اصلي هسته يې په کابل کې وه او د هيواد  په نورو ولايتونو کې يې دومره اغيزه نه لرله  .کله چې د وخت حکومتي چارواکي ددې ګوند له سياسي فعاليتونو خبر شول نو د هغوي د له منځه وړلو له پاره يې ،  د نظامي برخورد په ځای  د تطميع لاره  خپله کړه او ددغه سياسي ګوند ،  يو شميرجګپوړي غړي يې ، څه د هيواد په دننه کې  په لوړو چوکيو مقرر کړ ل او ځنو ته  يې  بيا له هيواده بهر په خپلو سفارتونو کې  دندې وسپارلې . په دې ډول يې د سياست په ډګر کې  د ويښو زلميانود سياسي مخالفت اغيزه يو څه کمزورې کړه .
* د ١٣٤٣ل _ ١٣٥٧ل کلونو تر منځ  سياسي ګوندونه  :
د ١٣٤٣ ل کال د اساسي قانون د توشيح  سره سم په ټول  هيواد کې  يو زيات شمير سياسي ګوندونه را منځ ته شول چې مشهورګوندونه  يې دادي :
شعله جاويد ، صدای عوام ، افغان ملت ، مترقي ديموکرات ګوند ، د افغانستان د خلق دموکراتيک ګوند ( وروسته په دوو څانګو خلق او پرچم وويشل شو )....او نور
د کړنلارې له پلوه دا ګوندونه  چپ ، انقلابي او دمو کرات بللی شو . خو په رسمي  بڼه يې د فعاليت اجازه نه لرله  ځکه  د دحکومت له خواد ګوندونو قانون   په رسمي توګه نه و توشيح شوی  ، له دې امله به هر سياسي  ګوند  د خپل نامه سره  د ګوند په ځای ( جريان  ) ليکلو . خو په هر حال دغو ګوندونوبيا هم  په څرګنده  سياسي فعاليت کاوه ، د خپلو صفونو  د پياوړتيا  له پاره يې په ښکاره جلب وجذب کاوه، د زده کړې منظمې حوزې يې لرلې  او د حکومت په مخالفت کې  به يې  په لارو او کو څو کې په څرګنده  مظاهرې او لاريونونه کول . ددې ګوندونو اکثريت غړي په لومړيو وختونو کې د کابل پوهنتون محصلين  او د ښاري  ښونځيو زده کونکي وو .خو وروسته يې ورو ورو دهيواد نورو ولايتونو ته هم ريښې وغوځولې .   ددې ګوندونو په سر کې د هغه وخت مشهورې سياسي څيرې داوې :
 محمد هاشم ميوندوال ، خليل الله خليلي ، نورمحمد تره کی ، حفيظ الله امين ، ببرک کارمل ، ډاکټر نجيب ،                     غلام محمد فرهاد ، سليمان ياري  او نور
ددې ګوندونوسره  د سياسي  مخالفت په وړاندې ديني او مذهبي کړۍ هم را ويښې شوې  ، په بيړه يې څو ګوندونه جوړ کړل  خو په ټولو کې هغه وخت  ډير ژر د (  جوانان مسلمان  ) په نامه سياسي ګوندمشهور شو .
په دې پير کې د مذهبي  ګوندونو  سياسي مشهورې څيرې  په دې ډول وې :
پوهاند استاذ رباني ،مولوي محمد نبي محمدي ، عبدرالرحيم   نيازی  ، حبيب الرحمن ، احمد شاه مسعود ، ګل بدين حکمتيار او نور ...
  دا چې افغانستان تر دې وخته  يوه سرتړلې او بنده ټولنه وه  ، د بيلابيلو قشرونو تر منځ سياسي ، اجتماعي او اقتصادي مناسبات هم ډير ساده او د قبيلوي ژوند د مستقيمې اغيزې لاندې وو نو طبعي خبره ده چې په دغسې يوې  ټولنې کې په نا څاپي توګه د ډموکراسۍ  د زړي زرغونيدل  يو لړ ستونزې او مشکلات هم وزيږول .
په دې پړاو کې  د سياسي  ګوندونو په جوړښت کې د تعقل  ځای  تشواحساساتو ، کورني ، قبيلوي او  قومي  اړيکو نيولی و  .دهغه وخت مشهور  سياسي شعارونه په دې ډول وو ،  چا به ويل :  د افغانسان خلکو له پاره کور ، کالي ، ډوډۍ غواړو ،چا به ويل  موږ د امو نه تر اټکه  لوي افغانستان غواړو ، چا به ويل موږ دقهر اميزې له لارې په افغانستان کې چټک انقلابي بدلونونه غواړو او چا به ويل : موږ په افغانستان کې سوچه اسلامي نظام غواړو .په دې ډول د رنګارنګو شعارونو بازار ګرم وو او هرې يوې ډلې به مقابله ډله په بيلا بيلو تورونو ګرموله .ځنې ګوندونه د کمونستانو او دروسانو د ګوډاګيانو په نامه متهم وو ، ځنې د اخوانيانو او د امريکا د ګوډاګيانو په تور او ځنې بيا د چينايي کمونيزم  دپلويانو  په تور متهم و .
 په دې پړاو کې يو شمير  ملي ګوندونه هم وو خو هغه قوت چې د جوانان مسلمان ، د خلق ديمو کراتيک ګوند او شعله جاويد په ګوندونو کې موجود  وو ، په ملي ګوندونو کې نه ليدل کيده .ځکه هغه وخت ددې ګوندونو  سياسي شعارونه جذاب وو او  د نوي ځوان کول په جلب او جذب کې  يې ژوره اغيزه لرله .
 په دې ټولوګوندونو کې د  شعله جاويدګوند ډير ژر له سياسي صحنې څخه ووت او په څرګند علت يې هم  څوک پوه نه شول خونورسياسي ګوندونه په خپل ټول قوت  د ١٣٥٧ ل کال پورې پاتې وو .البته بايد ووايو چې د١٣٥٢ل کال کې  جې کله سردار داود خان ديوې سپينې کودتا له لارې قدرت تر لاسه کړ نو د سياسي ګوندونو په فعاليت يې  بنديز ولګاوه او په ښکاره هيڅ ګوند د پخوا په شان فعاليت نه شو کولی .
 ددې پړاو په ګوندونوکې سياسي پوخوالی نه و او يو دبل په وړاندې د سياسي مبارزې او سيالۍ په ځای به  يې کله            نا کله له فزيکي  ټکرونو څخه هم  کار اخيسته چې په نتيجه کې يې څو کسه محصلين او زده کونکي هم   ووزل شول  . 
١٣٥٧  ل _ ١٣٧١ل کلونو په موده کې سياسي ګوندونه  :
کله چې د افغانستان د خلک دموکراتيک ګوند ديوې نظامي کودتا له لارې د ١٣٥٧ ل کال د ثور په اوومه نيټه سياسي واک تر لاسه کړ نو په ټولو سياسي ګوندونو يې بنديز ولګاوه . د ١٣٥٨ ل کال د جدي په شپږمه  نيټه چې کله روسانو په افغانستان مستقيم يرغل وکړ نوزموږ د هيواد  ډلې ډلې خلک د جنګ او جګړو له ويرې ، ګاونډيو هيوادونو ته مهاجر شول او هلته يې د روسانو په مقابل کې د مقاومت او خپلو سياسي مبارزو د انسجام له پاره بيلا بيل تنظيمونه او يا په بل عبارت سياسي ګوندونه جوړ کول .
.په دې پړاو کې دغه سياسي ګوندونه زيات د پام وړ او مشهور وو :
 دهيواد دننه :    يوازې د خلک دمو کراتيک ګوندواکمن  و او نورو ګوندونو ته  د فعاليت اجازه نه وه  .
په پيښور کې  : حزب اسلامي افغانستان ( حکمتيار ) ، حزب اسلامي افغانستان ( مولوي خالص ) جمعيت اسلامي افغانستان ، حرکت اسلامي افغانستان ، محاذ اسلامي افغانستان ، جبهه نجات ملي اسلامي افغانستان ،اتحاد و دعوت اسلامي افغانستان ، افغان ملت او نو ر
په ايران کې:   په ايران کې  هم څه نا څه اوو اتو ګوندونو شتون لرلو خو وروسته بيا  د حزب وحدت اسلامي افغانستان په نامه  ټول سره يو ځای شول او عبد العلي مزاري يې خپل مشر وټاکه .
 . ددې پړاو د سياسي ګوندونو مشهورې سياسي څيرې داوې :
د هيواد دننه : نور محمد تره کی  ، ببرک کارمل ، حفيظ الله امين او  ډاکټر نجيب  .
په پيښور کې : پوهاند عبدالرب رسول صياف ، پوهاند استاذ رباني ،انجنير احمدشاه مسعود ، انجنير ګل بدين حکمتيار ، مولوي محمد نبي ، مولو ي محمديونس خالص ،حضرت  صبغت الله مجديدي ، پير سيد احمد ګيلاني ،                  ايت الله محسني  ، قومندان عبدا لحق او د افغان ملت يو شمير مشران لکه : ډاکټر انور الحق احدي ، شمس ا لهدا شمس  ستانه ګل شيرزاد او نور
په ايران کې :د وخت سياسي شخصيتونه   عبدا لعلي مزاري ،کريم خليلي ، کاظمي ،  محقق او نورد يادونې وړ دي .
ددې پړاو په ګوندونو کې د ملي او سياسي عناصرو په ځای نظامي عناصر ډير قوي و ،په تبليغاتي ډګر کې هر ګوند ځان برحق او خپل مخاف سياسي ګوندونه به يې په بيلا بيلو تورونو متهم کول . په هغه وخت کې  د خلک دمو کراتيک ګوندغړو  به ځان ته انقلابيان ويل او  له هيواده بهر خپل مخالف ګوندونه به يې  د اشرارو په نامه يادول او هغوي يې د امريکا ، عربو ،  پاکستان  او ايران ګوډاکيان بلل خو با المقابل  به په بهر کې ميشتو تنظيمونو به ځانته  د حق د لارې مجاهدين ويل او  په افغانستان کې  د واکمن  ګوند غړي  به يې  ملحدين ، کمونستان او د روس غلامان ګڼل . په دې ډول ورځ په ورځ يود بل په مقابل کې فاصلې زياتيدې اويودبل په وړاندې به  وسلوال برخوردونه  به ګړني کيدل .
١٣٧١ل _ ١٣٨٠ ل کلونو تر منځ سياسي ګوندونه :
کله چې د ١٣٧١ ل کال د ثور په اتمه نيټه  د حکومت واګې په کابل کې دډاکټر نجيب د رژيم  د چارواکو له خوا   د مجاهدينو د تنظيمونو مشر حضرت صبغت الله مجددي ته وليږدېدي .نو په اصطلاح ټول چپي ګوندونه له صحنې ووتل او ځای يې په پيښور او ايران کې ميشتو اسلامي ګوندونو ته خالي شو . داچې ددې پړاو په سياسي ګوندونو کې دملي عناصرو په ځای فوځي عناصر  ډير قوي وو نو ځکه په خپلو کې په جګړو اخته شول اوويې نه شو کولی په شريکه د يو مرکزي  ټينګ حکومت بنسټ کيږدي  . دبيلابيلو تنظيمونو د څوکلونو پرله پسې خپل منځي جګړو په نتيجه کې د طالبانو تحريک لومړی په کندهار کې راو ټوکيده او وروسته يې په کرارکرار   تقريبا د افغانستان د خاورې په سلو کې پنځه نوي برخې يې  تر خپل  واک لاندې راوستلې  . په تبلغاتي کمپاين کې بيا هو سوړ جنګ جاري وو،  د طالبانو سياسي ګوند غړو ځانته اصلي مجاهدين ويل او خپل مخالفين يې  د شر او فساد ځالې او ټوپکيان بلل خو مخا لفينو بيا طالبان د پاکستان اجير فوځ باله او ويل  به يې : داد رښتينو مجاهدينو د له منځه وړولو له پاره تو ظيف شوی دی . طالبانو چې په واک منګولې ښخې کړې نو هغوي هم په هيواد کې نور ټول سياسي ګوندونه منحل اعلان او ځای يې  يوازې د طالبانو اسلامي تحريک ګو ند ونيوه .
په خپل وخت کې  د طالبانو د سياسي تحريک مشهورې څيرې داوې : اميرالمومنين مولوي محمد عمر ، ملا بور جان ، ملا رباني ،عبدالوکيل  متوکل ، مولوي متقي، ملا احسان الله ، ترابي ، مولوي داد الله اونور 
 د ١٣٨٠ل کال نه وروسته سياسي ګوندونه :
د 2001 م کال د سپتمبر په يولسمه نيټه چې کله  د القاعده له خوا په امريکا يو لوي  تروريستي يرغل تر سره شوه ، نو نړيوال پام ټول په افغانستان کې د القاعده سازمان   شتون ته راوګرځيده .د له منځه وړلو هڅې يې پيل شوې .نو کله چې
په افغانستان کې اتلافي قواو د امريکا د متحده ايالتونو په مشرۍ،   د طالبانو حکومت نسکور کړ نو ورسره سم په کابل کې د حامد کرزي په مشرۍ کې لومړی د لنډ مهالې ، بيا د منځ مهالې  او په پای کې دولس په مستقيم ګډون قانوني حکومت رامنځ ته شو. حامد کرزي و کولی شول چې د خپل اقتدار په منځ مهالې دوره کې ديوې لويې جرګې په وسيله اساسي قانون  تصويب او د افغانستان خلکو ته يې  دسياسي ګوندونو د جوړولو  اجاز هم ورکړل شوه .
په دې پړاو کې  بيا هم د سياسي ګوندونو بازار ګرم شو . بنسټپالي ،ليبرال ، دموکرات او پخواني انقلابي او                          چپو ګوندونو ټولو د ډيمو کراسۍ بيرغ په لاس کې و نيو او هريو وايي چې زه په حقيقي معنی د ډيمو کراسۍ پلوي يم ،  تر اوسه خو تر څلويښتو پورې سياسي ګوندونه په رسميت  هم پيژندل شوي او ګورو به چې نور به لا څو د  قانوني پړاونو د تيرولو نه وروسته په رسميت پيژندل کيږي .ددې پړاو د سياسي ګوندونو سياسي څيرې معمولا د پخوانيو ګوندونو دويمه او دريمه درجه کسان دي چې هيوادوال ورسره زياته اشنايي نه لري . ددې ګوندونو شمير ډير زيات دی چې  د نومونو يادول ددې مقالې له حوصلې څخه  بهر دی .