دا يو څرګند حقيقت دې چې دزمانې د هر بدلون سره  سم د ادب موضوع هم بدليږي  په منځنيو پيړيو کې ،    دادب  په ميدان کې د حماسې  ونډه زياته وه . ليکوالانو به په حماسه کې، د يرغلګرو په وړاندې  خپل ولس ته ، د سرښندنې او قربانۍ ترانې زمزمه کولې ، ولس به هغه د زړه په غوږونو اوريدلې او په هغو به يې عمل کاوه .
 لامل  يې داوچې په منځنيو پيړيو کې د مستقيم استعمار يا  د بهرنيو يرغلونو خطر ډير  زيات و. هر  هغه  هيواد  به  چې نظامي قوت  زيات درلود ،  دکمزوري هيواد په خاوره  به يې مستقيم يرغل کاوه او هغه به  يې د خپلې واکمنې لاندې راوست . په دې ډول په نړۍ کې ډيرې لويې لويې امپراتورۍ جوړې شوې وې . په هغو شرايطو کې ليکوال مجبور وو چې  د بهرنيو يرغلونو د مخ نيوي له پاره خپل ولس ته د مقاومت پيغام په حماسو کې ورسوي .
. همدغسې ورته حالات زموږ په هيواد هم خپلې وزرې غوړولې وې .  د سکندر مقدوني نه نيولې تر چنګيز ، هلاکو او وروسته بيا  درې ځلې د انګليسانو او يو ځل د روسانو سره  په  جګړو کې  موږ   ډير ې د کار او زيار شيبې  له لاسه ورکړي دي. همدا علت وو چې په هغو وختونو کې  به زموږ حماسه په دې ټکو پيل کيده : 
 توره اوټوپک  زما ګاڼه دي ، موږ غيرتي قوم يو ،  موږ هر بهرني يرغل ګر ته خوله  ما تونکی ځواب ورکوو. په ير غلګرو به ککرۍ ماتې کړو،  موږ پنځه زره کلن تاريخ لرو او داسې نور ډير څه .....
يو شمير بهرنيو څيړونکو هم افغانستان  د بهرنيو يرغلګرو په وړاندې پوخ سنګر بللی دی ....او حتی  کارل  مارکس په نولسمه پيړۍ کې په خپل يو  مشهور اثر کې ويلي : افغانان د ژمي په شپو او ورځو کې  چې بې کاره شي په خپلو کې جګړې د ساعتيرۍ له پاره کوي ....
 دغسې ورته شننې او تبصرې زموږ په  تاريخ کې زياتې  او په ښه ډول خوندي دي .
 دشلمې پيړی  دپيل سره سم په ځانګړې توګه د دوهمې نړيوالې جګړې په پای او د ملګرو ملتونو د موسسې  درامنځته کيدو سره سم د بهرنيو هيوادونو  له خوا په کمزورو هيوادونو د يرغل زمينې کمزورې او حتی په نشت سره برابرې  شوې .
 د پخواني مستقيم  استعمار بڼه بدله شوه ، استعمار په نوي شکل را منځ ته شو . پخوانی شوروي اتحاد زموږ هيواد ته راغی   خو هيڅکله يې د خاورې د نيولو ادعا نه کوله ، ويل به يې موږ د خپلو همفکره پلويانو د ساتنې له پاره راغلي يو او چې کله دپاکستان او ايران د هيوادونو له  پولو څخه د مذ هبي بنسټ پالو د يرغل  خطر کم شي  ،  موږ بيرته خپل هيواد ته ستنيږو.
اوس چې زموږ هيواد ته امريکا د خپلو اتلافي ځواکونو سره يو ځای راغلې دوي هم همدا خبره کوي  چې کله په افغانستان کې  د القاعدې  د سازمان خطر کم شي موږ بيرته خپل هيواد ته ستنيږو .
همدا رنګه په کويټ باندې د عراق له خوا د ځمکې د الحاق يرغل وشو خو امريکا  د ملګرو ملتونو   په مرسته دا يرغل او هڅه ناکامه کړه . همدا رنګه د  يويشتې پيړې په پيل کې د امريکا له خوا په عراق نظامي حمله شوې خو بيا هم امريکا د ځمکې د نيولو ادعا نه کوي او وايي چې په عراق کې امن راشي موږ بيرته خپل هيواد ته ستنيږو
لنډه دا چې بهرني  يرغلونه او تيري شته  خو شکل او بڼه يې بدله ده .اوس د زمکې د نيولو په ځای يرغلګر قوتونه  غواړي  چې  د خپلو  پخو محصولاتو د خر څون اوپه ارزانه توګه  د خامو موادو د لاس ته راوړلو له پاره  په نړۍ کې  نوي مارکيټونه پيدا کړي .
  پو ښتنه داده چې ايا  د نړيوالو شرايطو  دبدلون  سره سم به زموږ د ليکوالو رسالت څه دی ؟
ايا بيا به هم موږ خپل ولس ته يوازې همغه کلاسيکې حماسې زمزمه کوو او که د خپل ولس له پاره به نوی مضمون ټاکو ؟
 ددې پوښتنې  د ځواب نه مخکې  به ښه دا وي چې يو ځل په خپله ټولنه کې د ادب د مضمون  د اغيزو جاج واخلو    دبيلګې په توګه : د محمد طاهر شاه د واکمنې په موده کې زموږ يو شمير ليکوالو  د خپلې ټولنې د ويښتيا پاره ډير په ځای  ګام پورته کړ او د نوي مضمون سره د ادب ميدان ته راغلل .له هغې جملې نه : مرحوم  ګل پاچا الفت ، مرحوم بينوا مرحوم قيام الدين خادم ، مرحوم ملنګ چان  او يوشمير نور د يادونې وړ دي .
دغو وتلو او نو مياليو ليکوالو په خپلو خوږو نثري ټوټو او شعرونو کې له يوې خوا په ټولنه کې د خرافي رواجونو په ضد سنګر ونيوه او د بلې خوا يې  ولس  دې ته وهڅاوه چې د ټولنې د وروسته پاتې کيدو اصل لامل: بې سوادي ، جهل  او نا پوهي ده .
 په دې برخه کې د مرحوم ملنګ جان شعرونه   د زيات پام وړ دي . ځکه د هغه شعرونه زموږ د ولس په ژبه وو ، ولس  د هغه په شعرونو ډير ښه پوهيده او د ولس غوږونو ته يې د رسولو ښې وسيلې هم لرلې
 په دغو وسيلو کې يوه راډيو وه او بل هغه سندر غاړي وو چې په ودونو کې به يې سندرې ويلې . داسې  ورځ به نه وه چې د ملنګ جان شعر به د راډيو له لارې  نه خپريده او داسې واده به نه و چې سندر غاړي به  د ملنګ جان شعر په خپل  غږ کې  نه زمزمه کاوه . د مرحوم ملنګ جان د شعر اصلي مضمون  په ټولنه کې د پرمختګ اصلي محور د عصري علومو زده کړه وه  ، په داسې حال کې چې يو شمير کړيو مکتب او ښونځی  دکفر مرکز ګڼلو .
 دهمدغو نومياليو ليکوالو د ليکنو ، شعرونو او ترانو برکت وو چې د ظاهر شاه د واکمنې په ورستيو او د دواود خان په ټوله واکمنې کې ، د افغانستان په ډيرو لريو پرتو سيمو کې به  داسې کورنۍ نه وه چې د هغوي  ماشومان د ې په ښونځي کې نه وي دا خل شوي  .
له بده مرغه د ١٣٥٧ کال د ثور د کودتا سره  سم دغه تعليمي  نظام له منځه لاړ . د دوو سترو قدرتونو پخوانی شوروي اتحاد او د  امريکا د متحده ايلاتو د ساړه جنګ  په نتيجه کې افغانستان  د بزکشۍ ميدان شو ، لومړنی ګذار د ښونځيو د سوزولو نه پيل شو ، وروسته نه يوازې ښوونه او روزنه بلکې  زموږ د ټولنې  ټولې مادي او معنوي شتمنې  لو لپه شوې .
نو   پوښتنه داده چې په دغه ډول شرايطو کې ايا موږ بيا هم همغه زړې حماسې  چې توره او ټوپک زما ګاڼه دی زمزمه کړو او که د اوسنيو شرايطو سره سم دادب  مضمون نوی کړو ؟؟؟
زما په نظر زموږ  ليکوالان بايد نور خپل ولس ته د کلاسيکو حماسو په ځای  زموږ د ورسته پاتوالي او په نړۍ کې  د غربت نه په ټيټه کچه ژوند، اصلي  لاملونه ور په ګوته کړي ، دنوي مدني ټولنې سره  د بلدتيا لارې چارې وروښايي ،  په هيواد کې د بې سوادۍ او جهالت په ضد پاڅون ته يې تشويق او وهڅوي   ،  د عصري علومو او ټکنالوژۍ سره بلدتيا اود داسې نورو بيلا بيلوو اړتيا د پوره کولو وړ مهم  توکي بايد زموږ د ادب  ځانګړې  مو ضوع  وګرځي .
ځکه نن ورځ  د ټولو نه غيرتي قوم هغه  دي چې د اقتصاد له پلوه په خپل ځان متکي وي  او بل چا ته يې لاس نه وي غځيدلی . ددې مثال د وضاحت له پاره به خپل دوه ګاونډي هيوادونه په نظر کې ونيسو :
ايران چې د اقتصادي پلوه په خپلو پښويو ولاړ هيواد  دی  په تيرو  څو کلونو کې يې د نړۍ ددوو سترو قدرتونو، پخواني شوروي اتحاد او مريکا،  او يا په بله  اصطلاح د  شرق او غرب دواړو سره يې ډغرې ووهلې ، اقتصادي بنديزونه پرې ولګيدل خو بيا يې هم د هيچا پروا ونه ساتله او د خپل زړه په خوښه روان دی . که څه هم د دولت په سر کې يې مذهبي اشخاص ځای لري خو هغوي چې څومره دنويو او عصريو علومو پرمختګ ته پاملرنه شته  ، فکر کوم  بل هيڅ شي ته به يې دومره پاملرنه نه وي کړي .په هره ورځ په لسګونو د کامپيوټر نوي کتابونه په خپله مورنۍ ژبه چا پيږي ، په انټر نيټ کې په سلګونو ويبسايټونه لري ، او که  داوازې سمې وي چې چې اتومي وسله لري نو دا يې هم د همدي مذهبي مشرانو په وا کمنې کې تر لاسه کړې ده . په داسې حال کې چې زموږ ځنې  مذهبي مشرا ن اوس هم په ځنو ځايونو کې د عصري علومو د ودې مخه نيسي او هغه  د کفر نښې ګڼې .
بل  زموږ په ګاونډ کې د پاکستان هيواد دی . پاکستان د موجوديت نه  ٥٧ کاله تيريږي  په داسې حال کې چې موږ پنځه زر کلن تاريخ لرو خود عصري علومو له برکته پاکستان  نن په په ټوله نړۍ کې اووم اتومي قوت دی  د اقتصاد له پلوه  دومره  پر مخ تللی  چې موږ ورسره هيڅ د پرتلنې   خبره نه شو کولی .
لنډه دا څومره چې  د هيواد  په ابادې کې د حکومتي لوړپوړو چارواکو پاملرنه اغيزه لري ، همدومره د ليکوالو ليکنې هم څرګند ې اغيزې لري  نو هيله ده چې زموږ ليکوال به هم د زمانې  د بدلون سره ګام پورته کړي .