د داووس « Davos » ښار د سویس هېواد د ګروبوندان ایالت د پرتیګو\ دوو په برخه کې د لاندواسر سیندپه غاړه او د آلپ د غرونو په منځ کې پروت دی . د داووس ښار د سمندر له سطحې 1560 متره جګه سطحه کې واقع دی چې د اروپا د وچې له بحر نه تر ټولو لوړ او د ښې هوا لرونکی ښار دی.
نفوس یې په 2009 کال کې 11248 تنو ته رسېده. مساحت یې 283.99 کیلومتره دی.
تر 1971 زېږدیز کال پورې د داووس ښار یواځې د سکي لوبو له امله مشهور وو خو په همدې کال کې « کلاوس شواب " Klaus Schwab " » یو آلماني اقتصاد پوه او د ژنیو د پوهنتون استاد تصمیم ونیوه چې له سیاسونو نه لرې په یوه غلي او آرامه ځای کې د نړۍ اقتصادي مشران اواروپایی پانګوالان سره راټول شي .
نوموړي استاد د غربي اروپا د شرکتونو 444 نفره رئیسان د اروپای مدیریت سمپوزیم ته " European Management Symposium " را دعوت کړل . د دوی هدف د اروپایی شرکتونو آشنا کول له امریکایی اقتصادی مدیریت سره وو. له دې وروسته د اروپایي مدیریت ټولنه اروپایی " European Management Forum " جوړه کړه چې همدا ټولنه په 1987 کال کې د خپلې کارې حوزې له پراختیا سره د نړیوالې اقتصادي ټولنې یا جهاني اقتصادي مجموعې په نوم تغییر وکړ او هڅه یې وکړه چې نړیوال اقتصادي مسایل او اختلافات سره حل وفصل کړي. دا ټولنه د نړیوالو اقتصادي شرایطو ښه والي ته ځان متعهد بولې او د سویس د فدرال شورا تر مشري لاندې د ملګرو ملتونو د اقتصادی او اجتماعي شورا یو غړی د ناظر په توګه شتون لري.
د اووس د اقتصادي ټولنې کلنی غونډه هرکال د جنوري په میاشت کې جوړیږي چې د نړۍ شاوخوا 2500 سیاسي مشران ، منتخب روشنفکران ، د اقتصادی لویو شرکتونو رئیسان او خبریالان پکې شرکت کوي او د مهمو نړیوالو اقتصادي موضوعاتو په هکله بحث کوي.
همدا راز دا ټولنه هرکال اته تر لسو نورې غونډې د نړۍ په نورو برخو کې جوړوي. د دوي عواید د حق العضویت او د غونډو د دایرېدو له مدرکه ترلاسه کوي.
کوم انتقادونه چې پردې اقتصادی ټولنې کیږي ، هغه د سیاسیونو اختلافات دی چې د دې ټولنې په کلنیو غونډو کې پر یوبل یې کوي . له بلې خوا د نړۍ نژدې 85 ثروتمنده کسان د ټول جهان د 50 سلنې نفوس عواید او ثروت په لاس کې لري چې په تېرو درې لسیزو کې دا تفاوت لا زیات شویدی. په بله مانا د نړۍ د نفوس یوه سلنه خلک 110 تریلیونه دالرثروت یا د ټولې دنیا 44 سلنه ثروت په لاس کې لري. بې امني ، جګړي او ټولنیزتفاوتونه د نړۍ د اقتصادي بې ثباتۍ اصلي عامل دی.