د طالب واکمني
که طالب واکمني بیا ځلې خپره شي
پر هېواد به د تیارې لړۍ سپره شې
راڼه ستوري د اسمان به رڼا بایلې
سره تبۍ به د سپوږمۍ د مخ څېره شي
د لمر سترګه به ړنده شي رڼا ورځ کې
د رڼا او له تودوخې به سړه شي
یو عرم(۱) توپان به ګډ شي طبیعت کې
لاندې ځمکه، پاس اسمان به لوخړه شي
د وطن غرونه به پریوځي پر ځمکه
ټول سیندونه به له پیله اواره شي
اباسیند او اموسیند به بې اوبو شي
د سپينغر، پامیر لویا به مسخره شي
ټول وطن به شاړې دښتې شي له سره
نه به پاتې شنیلی نه منظره شي
څاروي، ژوی به په منډو منډوتېښتې
له مرغانو به خالي هره دره شي
د بلبلو غږ به ورک شي په چمن کې
تور کارغان به چم په چم باندې دېره شي
ځناور به په کوڅو کې ډلې ګرځي
پوه انسان به یا پاڼسي یا غرغره شی
د هېواد برم به پښو لاندې شي خاورې
افغانان به بیا، نړۍ کې اواره شي
د تاریخ او له تهذیب به لاس په سر شو
رانازله د وحشت به یو دوره شي
د ژوند نوم به له هېواده کډه وکړي
دا وطن به د ژوندیو هدېره شي
لوی ناورین به د افغان په برخلیک شي
ټول وطن به د سرو وینو فواره شي
سرلوڅ مرادزی
یادونه:
( ۱ ) اشاره په سبا سورې کې (۱۵ ــ ۱۶ ) ایتونو ته ده