برېښنا لیک
یوه لنډه کیسه
د یوسف هېواددوست ژباړه
سړي په هوټل کې خپله کوټه ترلاسه کړه .په کوټه کې یې یو کمپیوټر و،نوځکه خو یې وپتېیله چې خپلې مېرمنې ته یو برېښنالیک ولیکي .خو په تصادفی توګه دغه لیک اشتباها بل چاته ولېږل شو او پرته له دې چې اشتباه ته یې پام شي ،برېښنالیک یې ولېږه.ورسره جوخت په همدې وخت کې د هوستون په ښار کې یوه کونډه خاورو ته د خپل مېړه د سپارلو له مراسموبېرته کورته راغلې وه.ویې غوښتل خپل برېښنالیک ددې لپاره خلاص کړي چې د خپلوانو او دوستانو د همدردۍ پیغامونه ولولي او چک یې کړي.د لومړني پیغام له لوستلو وروسته،له هوښه لاړه.ځوی یې کوټې ته راغی او خپله مور یې د کوټې پر غولي پرته ولیده او د مور د کمپیوټر پر پاڼه یې دا ولوستل :
چا ته : ګرانې مېرمنې ته
موضوع : زه ورسېدم
تاریخ : د ۲۰۰۶ کال د مي د میاشتې دویمه نېټه
پوهیږم که له ما څخه خبر ترلاسه کړې خوشاله به شې .هغوي دلته کمپیوټر لري او موږ اجازه لروهغوی ته چې پر موږ ګران دي برېښنالیکونه ولېږو.زه همدا اوس راورسېدم او کوټه مې تسلیم شوم .ګورم چې هرڅه چمتو شوي چې سبا ،ته هم راورسېږې.سبا ته ستا د لیدو په هیله.
ستا مین مېړه