ښاغلی الحاج امام الدين ساپی پر ۱۳۳۲ ل.هـ کال د کونړ ولايت د پېچ ولسوالۍ د وډيګرام د سيدا خان ساپي په دينداره، فرهنګي او خپلواکۍ پالونکې کورنۍ کې زېږيدلی دی. لومړنۍ زدکړې يې د ننګرهار ولايت د عبدالوکيل خان په لومړني ښوونځي کې پېل او بيا په ١٣٥١ ل.هـ کال کې د ننګرهار دارالمعلمين له دولسم ټولګي فارغ شو او پر همدې کال د عبدالوکيل خان په ياد ښوونځي کې د ښوونکي په توګه غوره او دری کاله وروسته د کونړ ولايت د ننګلام، د کابل د شاه شهيد د لومړۍ برخې، رحمان مينې، غفور نديم او عمراخان په ښوونځيو کې د ښوونکي دندې تر سره کړې او ورسره جوخت يې په کال ۱۳۵۸ل.هـ کې د روښان دارالمعلمين د رياضي او فزيک په څانګه کې زدکړې پيل او په ۱۳۶۱ل. هـ کې ترې فارغ او لږ وخت وروسته لومړی دهندوستان ډيلي او بيا جرمني ته مهاجر شو.

په کډوالۍ او مهاجرت کې يې نه يوازې نورو ته ژوند کول غوره کړل، بلکې د پښتو او پښتنو د دين، پت او خپلواکۍ ژغورنې خدمت ته يې ملا هم وتړله او د خپل وس او ځواک څخه پورته يې د پښتنو د ديني، علمي او فرهنګي جذبې پر ډاډ روان پاتې شو او د خپلې وينې د نذرانې په بيه يې د هېواد او خلکو چوپړ ته اوږه ورکړې ده.

ښاغلی امام الدين ساپی په دې اند دی، چې پوه او رسيدلي قومونه د خپلې ژبې او فرهنګ غنا او بډاينې ته د علم له لارې وردانګي؛ علمي کتابونه په کې ليکي او ژباړي يې، چې خپله ژبه د دې جوګه کړي، چې د خلکو پام ورته راواړوي.

دا څنګه؟ دا داسې، چې په دې مادي او حسابي نړۍ کې هغې ژبې او قوم ته خلک ميلان پيدا کوي، چې څه ترې ترلاسه کولی او څه ورکولی شي.

ښاغلي ساپي د خپل زړه د وينو پر سرښندنه او له خپلو بچو سره د يو کپ ډوډۍ په نيمايي کولو يو شمېر هېوادوال وهڅول، چې په سياسي، فلسفي، تخنيکي، طبي او لوړو نصابي ادبياتو، تاريخ او ټولنيزو برخو کې درسي ليکي(کتابونه) وليکي، چې د ماخذ او مرجعې په توګه ور نه کار واخيستل شي او د خپلې اړتيا وړ کرښې په کې ومومي.

ښاغلي ساپي د همدې هېلې د پوره کولو لپاره د هېواد له درنو او ملي شخصيتونو سره له سلا، مشورو او همکاريو وروسته د اويايمې لسيزې په لو مړۍ نيمايي کې د ساپي د موقوفاتو اداره جوړه کړه او په آلمان کې يې د محمد هوتک پټه خزانه، د محمد معصوم ‏هوتک پوخ کاڼى، د عبدالباري جهاني پايکوب د ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد د ملي ‏تاريخ فلسفه او پښتونولي پخپل لګښت چاپ او پښتنو ته يې ليږل پيل کړل. ان د ډاگ يا پستې ‏لګښت يې هم ښاغلي ساپى پر غاړه واخيست. دغه راز يې د پښتو کمپيوتر د پروګرام ‏‏۵۵۶ ديسکيته يې هم پخپل لګښت د نړۍ پښتنو ته وروليږل. د مجاهد ولس او دعوت جريدو، د ارواښاد شمس الهدى (شمس) له افغان ملت اخبار سره يې مالي مرسته ‏وکړه او هم يې د (آذان) پښتو مجلې لګښت ورکاوه‏.

دغه مهال يې د آلمان په مونيخ کې د نارنج گل دوديزه مشاعره جوړه او ‏د همدغې مشاعرې شعرونه يې په کتابي بڼه چاپ کړل او پخپلو امکاناتو يې دې ته مټې رابډوهلې، چې د خپلې ژبې پښتو علمي او فرهنګي پانګه په هر اړخيزه توګه ډېره او په اوسنۍ نړۍ کې هېوادوال له ملامتۍ وژغوري.

پر ١٣٧٦ لمريز هجري کال د پښتو ژبې ‏د ودې او پراختيا لپاره د ساپي د موقوفاتو اداره په پېښور کې د ساپي پښتو ځېړنو او پراختيا مرکز ونومول شو، چې مشران يې ښاغلی فاتح المولک ننګ يوسفزی، حبيب الله رفيع حقوقپوه … بورګی، عبدالرووف قتيل خوږياڼی، ښاغلی احمد شاه پوپلزی او اوسنی مشر کتونکی يې ښاغلی سردار خان سيرت دی.

د يادونې ده، چې ښاغلی… اويستا د ښاغلي بورګي لومړی مرستیال و. دغه راز ښاغلی محمد آصف صميم او قتيل زوی د دې مرکز د مشر کتونکي قتیل خوږیاڼي د مرستيالانو په توګه کار کاوه، چې وروسته بيا د استاد صميم پر ځای ښاغلی فضل قادر انډیوال يې مرستيال شو او اوس هو د ښاغلي سردار خان سیرت مرستيال دی. (ساپي مرکز) نه يوازې له علمي جرګې، بلکې له چاپخونې هم برخمن و او د دې بنسټ له لارې يې پر پښتو ژبه سلګونه طبي، تخنيکي، ادبي، سياسي، ‏تاريخي، فرهنګي، علمي، ديني، فلسفي، ټولنيز او تدريسي کتابونه خپاره کړل خپرولو ته يې ملا تړلې ده.

په ساپي مرکز کې د چاپ شويو کتابونو موخې

د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز، چې يوازنۍ هېله يې د افغانستان د پوهنتونونو زدکړيالانو ته د دوی په ښوونيز نصاب کې شامل کتابونه دي؛ په وړيا توګه چاپوي او بيا يې دوی ته د تمامې شوې بيې په نيمايي ورکوي.

دغه راز هغه کتابونه، چې اوس نه پيدا کېږي په استثنايي توګه بيا چاپوي،اوگڼ کتابونه يې په بياځلې هم دويم ، دريم او څلورم (چاپ) خپاره شوي ، چې په دې برخه کې شته تشه له منځه ولاړه شي او په دې توګه د (ساپي مرکز) غړيو او کارکوونکيو هم خپله معنوي فريضه او دنده ادا کړې ده.

ښاغلی امام الدين ساپی ته دا د وياړ ځای دی، چې د پښتو ژبې د علمي کولو او د افغانستان د وياړلي ملي تاريخ، چې له تېرو ۲۱۹ کلونو راپديخوا د غرض لاسونو په تېروتي توګه په کې ګوتوهنه کړې؛ د اسنادو او معتبرو ماخذونو په رڼا کې په خپله رښتيني بڼه وړاندې کول غواړي، چې ښکاره بېلګه يې د ارواښاد قدرت الله حداد د افغان ملي تاريخ ليکی دی، چې پر کال ۱۳۸۳ ل. هـ د (ساپي مرکز) پر لګښت چاپ او خپور شو.

ښاغلی ساپی دې موخې ته د رسيدو لپاره ورځ مجله او ويبپاڼه هم کارولې او د خپلو تکړه کارکوونکيو او همکارانو پر معنوي ځواک او هڅو له توپير پرته ټول افغانان ملي يووالي، علم او سړيتوب ته رابولي او د ټولو وروڼو قومونو مهربانۍ، اخلاص او احسان ته تږی دی.

د يادونې ده، چې پر ۱۳۸۳ ل.هـ کال يې د ارواښاد وزير محمد گل مومند د٤٠ تلين پر ياد په پېښور کې سيمنار هم جوړ کړې، چې ‏ليکنې يې بيا پرکتابي بڼه چاپ شوي دي

روغتيا، سرلوړي او پښتو او پښتنو ته د چوپړ لپاره يې د اوږده عمر په هيله.

[ په ساپي مرکز کې د چاپ شويو کتابونو نومونه

کتابونه دريابونه

پښتوشفاهي داستان

پښتو ولسي ادبيات

خېبر البيان لغتونه

افغان او افغانستان لومړى چاپ

دعصبي جراحۍ داساساتو لکچرنوټ

دافغانستان قومي جوړښت

دپوستکي او زهروي ناروغيو اساسات

ملنگ جان

عمومي بيالوژي

هرات پښتانه او سترلوبه

پښتود ژبښود

پښتو گړښود

پښتوبديع اوبيان

پښتوسيندگى

رڼا او دفاع

د هضمي سيستم دناروغيو اساسات

دقلبي وعايي سيستم ناروغۍ

باميان د وليانو ټابوبى

دنړې هېنداره لومړى ټوک (اسيا)

دنړې هېنداره دويم ټوک (افريقا)

داعصابي جراحي داساساتو لګچر نوټ دويم چاپ

دمعاصرو لويو حقوقي سيستمونو مبادي دروم جرمن حقوقي کورنۍ لومړى ټوک

دمعاصرو لويو حقوقي سيستمونو مبادي کامنلا حقوقو دويم ټوک

دمعاصرو لويو حقوقي سيستمونو مبادي او عنعنوي حقوق دريم ټوک

مدني حقوق دکورنۍ يا فاميل حقوق

افغان او افغانستان دويم چاپ

پښتو او پښتانه دژب پوهنې په رڼا کې

دلومړنيو روغتيايي څارنو پيژندنه

دالمان په مونشن کې دنارنج ګل ميله

عمومي کيميا لومړۍ برخه

ددماغي او عيو (رګونو) ناروغي

دعصبي ناروغيو اساسات

عمومي کيميا دويمه برخه لومړى چاپ

دعمومي رياضياتو اساسات

دکوچنيانو جراحي

دعمومي يورولژي اساسات

دغازي امان الله خان زوال

انګريز پښتو سيندګى

دعصبي ناروغ دتاريخچي اخيستل او فزيکى معاينات

دتنفسي سيستم اناتومي

اسلامي سياست نبوت او سيرت

دتنفسي سيستم ناروغي

احصائيه لومړى چاپ

تراوماتيکه او غير تراوماتيکه اورتوپيدي لومړى برخه

دهضمي سيستم اناتومي

دسترګو ناروغۍ

د رکتم او معقدې قنات ناروغۍ

دخوشال ددستارنامې پيداګوژيکى څيړنه

لانس يا دافغانستان پير کرم شاه

پښتو سيند يا افغاني قاموس

پښتانه دافغانستان په شمال کې

لنډکۍ پښتو او پښتنواله

دپوستکي دناروغي اساسات

دنړۍ هينداره دريم ټوک اسټراليا

دنړۍ هينداره لومړى ټوک اسيا دويم چاپ

ديونان لرغونى ادب لومړۍ دوره

دراني تيمور شاه

فرهنګي مينه ليکونه

دپولي سيستم اناتومي

عقلي ناروغۍ

عملياتي او کلينکي اورتوپيدي

ميخانيک فزيک لومړى چاپ

برق او مقناطيس

ټول پارسنګ دپټې خزانې دفاع

عصبي ناروغۍ

پښتو اشتقاقونه او ترکيبونه دويم چاپ

پټه خزانه څلورم چاپ

پښتانه مباح الدم دي

دمومند بابا ياد

دپښتو دژبې لياره

توريالى او فرهنګيالى احمد شاه بابا

تراوماتيکه او غير تراوماتيکه اورتوپيدي دويم چاپ

ماليکولي فزيک

اپتيک نور

دافغان ملي تاريخ لومړى ټوک

غوره کتنه او نوې کتنه

عمومي کيميا

ددماغ داوعيو رګونو او اختلاجي ناروغۍ

قران پوهنه

عمومي جراحي لومړى ټوک

عمومي بيالوژي

عقلي ناروغي

دجرم مادي عنصر

احصائيه دويم ټوک

دنړۍ هينداره څلورم ټوک اروپا

دداخله ناروغيو فزيکي تشخيص

دطبيعي منابعقو اقتصاد

دمنځني اسيا سياسي حالاتو ته يوه لنډه کتنه

عمومي نباتات

دجنس توليد جنس او پيسي

عمومي نړيوال حقوقي شخصيتونه

دپښتو ادبياتو تاريخ اوسنۍ دوره

پېښې انديښنې او څرګندونې لومړى ټوک

پېښې انديښنې او څرګندونې دويم ټوک

دنړۍ هېنداره افريقا دويم چاپ

دعصبي ناروغ تاريخچه اخيستل او فزيکي معاينات دويم چاپ

دسترګو ناروغي دويم چاپ

دنړۍ هېنداره امريکا

ديپلوم انجنئير غلام محمد فرهاد پاپا

دپښتو ادبياتو تاريخ منځنۍ دوره

دپيچ درې دپښتنو ولسي دودونه

دافغانستان ملي تاريخ دويم ټوک

دښځينه ناروغيو بنسټيزه پيژندنه

احصائيه دويم چاپ

پښتو ادبياتو تاريخ اوسنۍ دوره دويم چاپ

قران پوهنه دويم چاپ

دکروموزوم دانحرافاتو اطلس

عمومي جراحي لومړى ټوک دويم ټوک

ميخانيک دويم چاپ

پښتواو پښتو څېړنونکي

بر او مقناطيس دوه يم چاپ

دپښتو ادبياتو تاريخ

دبدر غزا

ورکه خزانه

دملي تاريخ فلسفه او پښتونولي

دساپيانو پيژندګلو

دفلسفى درسي بنسټونه

له څلورو څلويښت زرو څخه زيات لغتونه او ويناوو سره دپښتو انګلسي ترټولو جامع او علمي قاموس

پښتو_ انګلسي قاموس

خپلواکي پوهنه

په درنښت