(په افغانستان کې د مالی کال د پای ته نږدې کیدو په مناسبت)
مالی موسسې په یوه اقتصاد کې ډیر مهم ارزښت لری. دا کومې موسسې دی؟ مالی موسسسه هغه حکمی شخص دی چې د مربوطه مقرراتو سره سم دمالی سکتور په یوه فرعی برخه کې فعالیت کوی لکه: ګمرکونه، مستوفیتونه، د تقاعد خزانه، دپانګونی صندوق، د ارزښتناکو اسنادو(پاڼو) پیریدنکی او پلورونکی، د بیمی شرکت، د اجاره ورکولود خدماتو شرکت او نور هغه شرکتونه چی په مالی فعالیتونو اوخدماتو کې بوخت دی.بانکونه، ګمرک، دبیمی شرکتونه، مستوفیتونه، د پانګونی ادارات او دې ورته نوری ادارې تولې په دې کې راځي. د مالی اداری (ګمرک، مستوفیت ...) د ټولو چارو مجموعې ته مالی سیستم ویل کیږی. د اقتصاد له پلوه مالي سيستم او مالي موسسات څکه د پاملرني وړ دي چي د دوي سرو کار د هيواد او هيوادوالو له پانګې او نغدو پیسو سره دی . د دغو موسساتو د فعالیت له امله پیسی د ټول هیواد سرمایه او بودجه جوړوی. دوی له تجارو، کاروباریانو، ملکیتونو او نورو اقتصادی منابعو او فعالیتونو څخه د قانون له مخی یوه اندازه نغدی پیسې ترلاسه او د دولت خزانی ته یی لیږدوی.
نغدی پيسی د مالی سيستم لومړی جز دی چی د ماليې وزارت ورته د بودجی بڼه ورکوی او عادی خلک او کاروباريان يې معاملاتو کې تبادله کوی او په مجموع کې په ټولنه کې راکړی ورکړی (تبادلی)، پس انداز او تمويل ورباندی صورت نيسی. مالی مديريت د پېسو همدغه دندی تنظيم، رهبری، پلان او همغږی کوی. په دی توګه مالی مدير او مالی مديريت هغه دی چی د مالی موسساتو ټولی اړونده غوښتنی، د هغو اقتصاديتوب، له زيان څخه ساتنه، د مولديت او موثريت لوړولو او ګړنديو او رڼو اجرأتو غوښتنی او موخی تنظيموی.
مالی مدیریت له حسابداری سره توپیر لری، دا د پیسو د جریان څارنه ده او د راتلونکو یا بعدی پیښو په پام کی نیول دی. کله چی موږ مالی خطرات وایو، نو دمالی سیستم پینځه ګونی اجزا یا پنځه واړه برخی په پام کی نیسو چی هغه دا دی: پیسی، تمویل، وسایل او اسناد، مالیات ټولول، محصول اخیستل او د مالیی وزارت ته د هغو سپارل.
هغه چارواکی او مسئولین چې ددغو ادارو په راس کی دی د مالی ادارو مدیران بلل کیږی، چی دمالی موسساتو ټولی اړونده غوښتنی ،دهغه اقتصادیتوب ،له زیان څخه ساتنی، دمولدیت او موثریت لوړولو او ګړندیو اورڼو اجرآتو غوښتنی او موخی تنظیموی، له خپلو موجودو منابعو دخپلو اهدافو لپاره کاراخلی ،داداری اوموسسی واک په لاس کی لری ، دخپلی پوهی ، تخصص اوکاری تجربی له مخی دراتلونکی پیښی په ښه ډول اټکل کوی او دمالی چارو دښه سمبالولولپاره دمدیریت عناصر په کار اچوی . دوی په حقیقت کې د ملی پانګې ساتنه کوی، هغې ته وده ورکوی او ګټوروتوب او دوران یې ډاډمن کوي.
لکه چې وویل شول دمالی سیستم لومړی جز نغدی پیسی دی او د مالی موسساتو سرو کار له نغدو پیسو سره دی. دا دراکړی - ورکړی (تبادلی)، پانکونی، دتصدیو تمویل اودشتمنیو دزیرمه کولو(پس انداز) لپاره کارول کیږی . مالی وسایل یا دتمویل وسایل دی .
له دې وروسته بیا مالی بازارونه دی چی دمالی وسایلو دخرڅلاو او تبادلی زمینه برابروی. بله برخه مالی بنسټونه او موسسات (Financial Institutions) دی چی دا یو شمیر خدمات لکه معلومات ،اعلانونه او نور برابروی . د مالی مدیریت یوه په زړه پوری برخه په دوران کی د لویدلی پانګی مدیریت دی. د دوی له خوا ټولی شوی پیسې د هغو دارایی ګانو ټوله مجموعه ده چی د جاری شتمنیو په لړ کی په کار اچول کیږی، تر څو ګټه ورڅخه ترلاسه شی. له دی تعریف څخه ښکاری چی د مالی مدیریت یوه موخه د ګټی اوچتول دی. زموږ علاقه زیاتره جاری شتمنیو سره ده. د مالی مدیریت موضوع د دارایی ګانو او مالی سرچینو په هکله ټول هغه تصامیم دی چی باید اجرأ شی، په دی شرط چی دغه دارایی ګانی له زیان او خطر څخه بچ ساتلی وی او د تصامیمو د اجرأ پر مهال د زیان له احتمال څخه ژغورلی وی.
مالی مدیریت، په مالی موسساتو کې کلیدی ارزښت لری. دغه موسسات د خپلو مسلکی کړنو اوطرزالعملونو سره سم فعالیت کوی.
په دې توګه: مالی موسسسه هغه حکمی شخص دی چې د مربوطه مقررا تو سره سم دمالی سکتور په یوه برخه کې فعالیت کوی
باید وویل شی چی د مالی مدیریت په بحث کی د یو شمیر معمولو مالی موسساتو د فعالیت او وظایفو په طرز باندی پوهیدل ضروری دی. دغه موسسات او د هغو فعالیتونه او وظایف د ملی امانتداری له مفهوم سره مطابقت کوی. په همدې خاطر دولتی عالی مقامات دغو منصبونو او پستونو کی مسلکی، ریښتني، داعتبارلرونکی او وړ شخصیتونه په پام کې نیسی او د ټولنی وګړی د دوی فعالیتونه په دقت سره ارزوی. څومره چې مالی موسسات د خپلو چارو په ترڅ کی شفاف او ګړندی وی، د دوی د فعالیت حجم وسیع وی، د خلکو د رضایت وړ وی نو د ښه اقتصاد علامه او نښه بلل کیږی.
لکه چې مخکې اشاره وشوه د نن ورځې د مالی مدیریت یو متبارز خصوصیت ګړندی او شفاف اجراات دی، دغه ډول اجراات د دوامداره ظرفیت لوړونې، اغیزمن لیډرشیپ او دوامدارو ریفورمونو په واسطه تامین کیږی. ډیره ضروری ده چې افغانستان د خپلو مالی موسساتو دغه اړخ ته چې د دوی د بشری کارکوونکو کیفیت او د هغوی په واسطه د موسساتو دتکنالوژی او منابعو ښه کارونه ښکاره کوی، په دوامدار ډول اوچت و ساتي.