لنډيز 

دا لېکنه د جوردانو برونو د ژوند د يوې برخلیک ټاکونکې صحني اړوند ليکل شوې ده، چې په  منځنيو پیړيو کې يې ژوند کاوو. برونو ځکه د سرو لمبو په اورکې وسوځول شو چې نوموړي ټول انسانان د هغوی له خوښې سره سم د آزاد فکر کولو مستحق ګڼل. او نن ورځ که مونږچېرته په ځير سره اوګورو نو مونږ په ۲۱مې پیړۍ کې د مځنیو پيړویو په شان ژوند کوو. هغه داسې چې د برونو په څير ناوړه او زړه بګنونکې پېښي مو تر نن ورځې پورې ژوند تهديدوي.  

سريزه  

جوردانو برونو (۱۴۴۸/۱۶۰۰م) یو ايټالوی فيلسوف او کشش وو. ۸ کاله  د عقایدو دڅار محکمې (انکیزاسیون ) په ډاروونکو سیاچالونو کې زنداني وو، او د ۱۶۰۰م کال د فبرورۍ پر ۱۷ مه، د روم ښار په (کامپودي فیوري) میدان کې ژوندی وسوځول شو.    

دا ډيره حیرانوونکې ده او دې جواب ته سخته تلوسه را پاريږي چې هغه په کومه ګناه ددې دومره لويې سزا سزاوار وګڼل شو؟ 

برونو ځکه د سرو لمبو په غيږ ور وستل شو چې نوموړي ټول انسانان، د هغوی له خوښي سره سم د آزاد فکر کولو مستحق ګڼل، هغه په دې توګه د پاپ او کلیسا د هغو نظرياتو بديل رامنځته کړ چې پر خلکو به يې فقط یو باور تحمیلاوو، هغه داسي یو انسان وو چې د منطق پر لار يې د خلکو د حرکت هیله لرله او هغه غوښتل چې انسانانو ته د نويو مفاهیمو د ایجاد لپاره، د آزادې زمينې امکان برابر کړي، نه دا چې نور د فکر کولو چم ور وښیې. 

برونو هغه څوک وو چې تر ګالیله (۱۵۶۴/۱۶۴۲م) مخکي يې د کاتولیک کلیسا په مقابل کې د حقیقت ويلو او تر دې لا مهم دا چې د حقیقت د دفاع جرآت وکړ، چې په دې توګه يې د نړۍ و اصلي حقیقت ته د رسيدو پر لار زرګونه کاله مخ ته ټیله کړه، ګالیله ظاهرا توبې ته اړ ایستل شو او په دې توګه يې له مرګ یا سوځیدو څخه ځان وژغوره. وايي کله چې هغه د ځمکې د ګرځېدو له نظريې څخه انکار ته مجبور کړای شوی وو نو پر ځمکه يې د پښې په ګوتو سره کرښې ایستلې او له ځان سره په بڼېدو يې ويل چې زما له انکار سره سره بيا هم ګرځي خو برونو د حقیقت پالني پر لار تر خړ انکار سور نار غوره وباله. 

برونو په ۱۵۷۶م کې د ممنوعه کتابونو د مطالعې له امله د هغه په غیاب کې تکفیر شو. د مذهبیانو په وینا برونو د تاریخ يو له لویو بدعت کوونکو څخه وو. 

(اصلي کیسه خو يې لا دا ده: وایي کله چې يې جوردانو برونو د روم ښار په منځ کې په يوه اوسپنيزه ستن پورې تړلی وو او دده د سوځولو لپاره يې يوه لویه خره بوټي را کوټه کړی ول د هغه خوله لکه ګنډلې چې وه يو مخ ساکت و تسلیم شوی وو او هیڅ یې هم نه ويل مګر دا وخت یوه انتيکه پېښه وشوه له دې پيښې سره يې ژبه پر حرکت راغله او داسې يوه جاودانه معقوله یې تر خوله راووته چې د بشر په تاريخ کې د ابدیت په پخه ټاپه سره ثبت شوه، پېښه داسې وه چې ناببره يوه سپین سرې ښځه وينې چې دده خواته ورنژدې کيږي خس و خاشاک يې په لاس کې او د خدای د نوم په یادولو سره يې د لرګيو پر کوټه وراچوي او په دې توګه په دغه د ثواب په کار کې خپله ونډه ثابتوي. 

برونو له دې خوا ګرځنې مناظرې سره ، خپله چوپتیا ماتوي ته به وايې چې ددې زړې ښځې دا کار يې په هډوکو کې ماغزه ورایشوي او داسې يوه الهام بخښونکې معقوله بشر ته په میراث پریږدي :( لعنت دې وي ستا پر دغه مقدس جهل باندې!) 

دا په اروپا کې  رنسانس درشل وو چې د برونو د سوځېدو په لمبو کې ، د مقدس جهل تيارې مخ پر ورکېدو شوې، د منځنيو پیړيو زرکلن ذهني تحجر مخ پر ماتېدو او مغزې کنګل پر ويلېدو شو.  

برونو وسوځول شو خو د هغه فکر، اراده ، له منطق سره عشق ، له عقلانیت سره تړاو او له فکري ازادۍ سره لېونتوب ، نه یوازې ایره نه کړای شو، بلکې لا متبارز، او ابدي شو.) 

بشر ته تر برونو مخکې هم د فکري آزاديو د لېونو د قربانیو داستانونه ياد دي او تر هغه را وروسته هم دې لړۍ دوام موندلی او دا دی زمونږ تر زمانې را رسيدلي دي. نن په متمدنه دنیا کې ددې ډول پېښو احتمال تقریبا صفر ته تقرب کړی خو زمونږ په بشري حوزه او خاص ډول افغانستان کې لاهم دا پیښې آن له نوي رونق سره د ورځې موډ دی، که په افغانستان او کوزه پښتونخوا کي يې او ګورو نو د دا ډول ډيرو پیښو سره به مخ شو، چې په کوزه پښتونخوا کې (مشال خان ) او زمونږ په هيواد کي يې (فرخنده) او داسې نور... يې تازه زړه بګنونکې نمونې دي . 

خو زمونږه په نسبت هغوی د دغه مقدس جهل څّخه په الهام اخیستلو سره ځانونه د مقدس جهل له تيارو څخه را بهر کړل، او نن ورځ په دې متمدنه نړۍ کې هوسا او پرمختللی ژوند لري. خو بد بختانه مونږه لا هم د همدي مقدس جهل ښکار يو او ورځ تر بلي مو په ټولنه او هيواد کې هغه څوک چې غواړي نور مو ټولنه او هيواد د دغه مقدس جهل له تيارو را بهر کړي، د همدي مقدس جهل ښکار کيږې. 

پایله: 

نو په پایله کې دې نتیجې ته رسيږو چې هر شی د سوند توکو ته ضرورت لري. او د دا ډول پېښو د سوند توکي هم زاړه او خراب فکرونه (اندونه) دي چې دا ډول پېښو ته یې زمینه براره کړې ده. او نن ورځ ورسره مونږ لاس او ګريوان يو، نو ددې لپاره چې نور مو د دا ډول پيښو مخنیوی کړی وي باید فکري رغونه را منځته کړو (د خلکو په اذهانو باندي باید کار وکړو ) تر څو ښه او بد په اسانۍ سره تفکیک کړای شو، او نور د دا ډول پېښو شاهدان ونه اوسو. 

 

نوټ: ددې لیکنې اصلي کیسه د شهید پیروزالدین پیروز فکر او مبارزه له کتاب څخه اخیستل شوې ده.