د سوريې د یوه کډوال لخوا په لاره اچول شوې یوې خیریه پروژې کې استرالیایي وګړو په یوه اوونۍ کې له ۱۰۰ زره ډ‌الرو زیاته مرسته کړې ترڅو په خصوصي ډول د مانوس او نایرو توقیف مرکزونو بندي کډوال کاناډا ته د بیامیشتیدنې لپاره انتقال کړي.

د دغه پروژې په لاره اچونکی حسن الکانتور نومیږي چې په وینا یې د سوریې له جګړو او ناخوالو تښتیدلی او اوس په کاناډا کې ژوند کوي.

خو ښاغلی حسن وايي په کاناډا کې د پناه اخیستو دمخه پروسږ کال د اوو میاشتو لپاره د مالیزیا د کوالالمپور په هوایی ډګر کې بند پاتې و.

نوموړی وايي، اوس دی غواړي د سلګونو هغو کډوالو لپاره چې د اسټرالیا حکومت د مهاجرت تګلارو له امله له کلونو راهیسې د مانس ټاپو او نایرو په توقیف مرکزونو کې بندیان دي، ورته وړاندیز برابر کړي، د کوم لمخې چې ده وکولای شول کاناډا کې میشت شي.

حسن وايي، د کوالالمپور په هوايي ډګر کې اووه میاشتې ناڅرګنده او ناهیلي ژوند سخت ځورولې وه او په راتلونکي یې باور له لاسه ورکړې وه.

نوموړي ABC ته ویلي، «زه اوس حتی دا فکر هم نشم کولی چې په مانوس او نایرو کې به په کډوالو څه تیریږي کوم چې کلونه کیږي هلته بندیان دي، خو په دې پوهیږم چې د امید له لاسه ورکول او بیا ترلاسه کول یې څه معنی لري.»

حسن تیره اوونۍ د (هېرشوي نه یاستۍ) په نوم د مانوس او نایرو کډوالو لپاره یوه خیره پروژه پیل کړه چې موخه یې د دغو توقیف مرکزونو څخه د قابو ۲۰۰ کډوالو کاناډا ته انتقالول ښودل شوي.

نوموړي وايي، دی پدې پروژه کې په پام کې لري د خصوصي سپانسر له لارې لږترلږه ۳.۶ میلیونه ډالر جمعه کړي ترڅو وکولای شي دغه کډوال پرې کاناډا ته ولیږدوي او همداراز هغوی هلته د لومړیو ۱۲ میاشتو لپار مالي تمویل هم کړي.

ښاغلی حسن وايي، تر دې دمه د پروژې په لومړیو اووه ورځو کې یې ۱۷۴ زره ‌ډالر راټول کړي چې قابو ۱۰۰ زره ډالر یې استرالیايي وګړو مرسته کړې.

نوموړی وايي، «دا زما لپاره د مکلفیت خبره ده. خلکو هغه وخت ما سره مرسته وکړه کله چې زه په هوایی ډګر کې وم او اوس د دې وار رارسیدلې چې زه له نورو سره دا مرسته ترسره کړم.»