د مالیزیا حکومت وایي د شمالي کوریا د مشر (کیم جونګ ین) د ناسکه ورور (کیم جونګ نام) د وژنې له قضیې وروسته یې له خپل هیواده د شمالي کوریا ۱۴۰ ناقانونه اتباع اخراج کړي.

د مالیزیا د مهاجرت چارواکي وايي دغه کسان یې د ساراواک ایالت کې نیولي ول، چې د ویزو او کاري جوازونو د ټاکلې مودې د پای ته رسیدو سره یې هم په مالیزیا کې په ناقانونه ډول کار ترسره کولو.

یاد شوي کسان په ډله یزه توګه لمړی بجینګ او بیا له هغه ځایه شمالي کوریا ته ولیږل شول.

د مالیزیا لمړي وزیر نجیب رزاق وایي هیواد یي نه غواړي له شمالي کوریا سره خپلې اړیکې خرابې کړي. نوموړې وایي مالیزیا په پیونګ یانګ کې د خپل سفارت د تړلو کوم هوډ نلري او له شمالي کوریا هم هیله لرو چې خپل سفارت په کوالالمپور کې بند نه کړي.

د شمالي کوریا د رهبر ناسکه ورور کیم جونګ نام دوه میاشتې وړاندې هغه مهال ومړ، چې کوالالمپوړ هوایي ډګر کې یې دوو ښځو پر مخ وژونکې کیمیایي ماده ورومښله.

که څه هم مالیزیا رسماً د دغې پېښې پړه پر شمالي کوریا نه ده اچوولې، خو داسې پراخې ګونګوسې شته، چې په کې پیونګ یانګ د دغې پېښې مسوول بلل کېږي.

کیم جونګ نام یو مهال د شمالي کوریا د مشرتابه ځای ناستی بلل کېده، خو په ۲۰۰۱ کال کې په جعلي پاسپورټ جاپان ته د تللو له ناکامې هڅې وروسته، له پامه وغورځول شو.

له همدغې پېښې وروسته هغه په یو ډول نه یو ډول پټ ګرځېده چې ډېر به د چین تر واک لاندې د ماکو په سیمه کې اوسېده.