د حکمتيار صاحب انتحال
ليکوال: عبذالرحيم مسلم دوست
ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ
بسم الله الرحمن الرحيم
الحمد لله الذي قال:(سَأَصْرِفُ عَنْ آيَاتِي الَّذِينَ يَتَكَبَّرُونَ فِي الأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَإِنْ يَرَوْا كُلَّ آيَةٍ لا يُؤْمِنُوا بِهَا وَإِنْ يَرَوْا سَبِيلَ الرُّشْدِ لا يَتَّخِذُوهُ سَبِيلاً وَإِنْ يَرَوْا سَبِيلَ الغَيِّ يَتَّخِذُوهُ سَبِيلاً ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا وَكَانُوا عَنْهَا غَافِلِينَ) والذي قال: (وَيُرِيدُ الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الشَّهَوَاتِ أَنْ تَمِيلُوا مَيْلاً عَظِيماً) والذي قال: (بَلْ نَقْذِفُ بِالْحَقِّ عَلَى الْبَاطِلِ فَيَدْمَغُهُ فَإِذَا هُوَ زَاهِقٌ)، وَالذي قَالَ :(فأَمَّا الزَّبَدُ فَيَذْهَبُ جُفَاءً وَأَمَّا مَا يَنفَعُ النَّاسَ فَيَمْكُثُ فِي الأَرْضِ كَذَلِكَ يَضْرِبُ اللَّهُ الأَمْثَالَ).والصلاة والسلام علی رسوله الذي قال: (يحمل هذا العلم من كل خلف عدوله ، ينفون عنه تحريف الغالين ، وانتحال المبطلين، وتأويل الجاهلين). وعلی آله واصحابه اجمعين. آمابعد:
مونږ دلته په يوه غرنۍ سيمه کې له مجاهدينو سره په يو مجلس کې ناست وو؛ د خبرو په اوږدو کې چا په حکمتيار صاحب سختې نيوکې وکړې؛ ما ترې دفاع کوله..... په دې منځ کې ځينو ملګرو راته څو پاڼې راوړې، چې له انټرنټ نه يې راخيستې وې او د حکمتيار صاحب ليکنې وې؛ ځينې يې په خپل نوم وې او ځينې يې د مولوي سليم په مستعار نوم وې. کله مې چې ولوستې ډېرې د افسوس وړ او له تعصب، بې انصافۍ او د ځان له ستاينې نه ډکې وې. په دې پاڼو کې تر ټولو بې انصافه، ناسمه او ناوړه خبره داوه: حکمتيار صاحب د ټول اسلامي امت په مرۍ پښه ايښې او په دې ناکامې هڅې کې دی چې د بخاري ضعف ثابت کړي!!!. او خلکوته په سترګو کې د خاورو اچولو او ددې مغالطې ورکولو ناکامه هڅه کړې ده، چې ګنې د بخاري کتاب يواځې دا اوسني سلفيان تر ټولو اصح بولي او امام بخاري ګنې له نورو محدثينو نه خلاف کړی دی، او ما داسې ځېړنې کړې دي چې له ما مخکې هيچا نه دي کړي او دا ځکه چې له پخوانيو سره کمپيوټر نه و او له ما سره کمپيوټر دی........ نورې داسې خبرې او دعوې پکې وې، چې د اسلامي امت د علماو له منل شويو علمي بنسټونو سره يې هيڅ سمون نه خوړ او داسې برېښېده لکه د احاديثو يو مخالف چې په صحيحو احاديثو بې له علمي بنسټونو له منلو څخه رد کوي. او بيا يې ټول امت ننګولی هم و. مونږ نه غوښتل چې په داسې وخت کې د اختلافي مسائلو په هکله څه ووايو چې ترټولو زياته اړتيا د امت د يو والي او اتحاد ده؛ خو اوس حکمتيار صاحب ته احترام او ترې دفاع ټول يو خواته ږدو او د قرآن او نبوي احاديثو په دفاع کې قلم را اوچتوو او د يوې سريزې په توګه دا څو کښې ليکو، دا ځکه چې له اسلام نه دفاع په هر مسلمان فرض ده. بخاري او د اسلام نصوص کابل نه دی چې حکمتيار صاحب دې په چاراسياب کې کېني، جنرال حميدګل او کرنل امام دې ورته له پاکستانه ميزايل راوړي او هغه دې يې بې له تميز او توپيره په کابل ورولي. مونږ له اسلامي نصوصو نه د دفاع په هکله هيڅکله بې تفاوته نه شو پاتې کېدی.
له دې ځايه يې پيلوو چې حکمتيار صاحب له امام بخاري سره د تعصب له امله داګڼي چې ګنې د بخاري کتاب ضعيف دی او يواځې سلفيان يې اصح الکتب بعد کتاب الله الباري ګڼي. مونږ به د ساري او بېلګې په توګه تر ټولو مخکې د بخاري په هکله د امام ابوحنيفه رحمه الله د مذهب د يو مشهور عالم وينا راواخلو.
علامه بدر الدين العيني الحنفي رحمه الله د صحيح البخاري په شرحې (عمدة القاري) کې د امام بخاري او د هغه د کتاب په هکله وايي:
(فمنهم الحافظ الحفيظ الشهير المميز الناقد البصير الذي شهدت بحفظه العلماء الثقات واعترفت بضبطه المشايخ الأثبات ولم ينكر فضله علماء هذا الشأن ولا تنازع في صحة تنقيده اثنان: الإمام الهمام حجة الإسلام أبو عبد الله محمد بن إسماعيل البخاري أسكنه الله تعالى بحابيح جنانه بعفوه الجاري وقد دون في السنة كتابا فاق على أمثاله وتميز على أشكاله ووشحه بجواهر الألفاظ من درر المعاني ورشحه بالتبويبات الغريبة المباني بحيث قد أطبق على قبوله بلا خلاف علماء الأسلاف والأخلاف).
( له دې علماو نه مشهور حافظ، پياوړی کره کتونکی، هغه عالم چې حفظ باندې يې معتبرو علماو ګواهي کړې ده، په پوخ علم يې پياوړيو استاذانو اعتراف کړی دی، د دين علماو يې له فضيلت نه انکار نه دی کړی او د هغه د کره کتنې د صحت په هکله دوه کسانو هم اختلاف نه دی کړی. پياوړی امام حجة الاسلام ابو عبدالله محمد بن اسماعيل البخاري دی، الله تعالی دې يې د خپلې روانې عفوې له مخې د خپلو جنتونو په منځونو کې و اوسوي. امام بخاري په حديثو کې داسې کتاب راټول کړی دی، چې په خپلو امثالو پورته شوی دی او ددې غوندې له نورو کتابونو سره يې توپير دی،د الفاظو په جواهرو او د معناو په ملغلرو يې پسوللی دی، په داسې نا اشنا بنسټونو يې بابونه ايښي دي، چې مخکنيو او وروستنيو علماو يې بې له اختلافه په منلو اتفاق کړی دی ).
بيا د بخاري د کتاب په هکله وايي:
(هذا الكتاب الذي هو بحر يتلاطم أمواجا رأيت الناس يدخلون فيه أفواجا فمن خاض فيه ظفر بكنز لا ينفد أبدا وفاز بجواهره التي لا تحصى عددا).
(دا کتاب يو سمندر دی چې څپې وهي؛ ما خلک وليدل چې لښکرې لښکرې پکې ننوځي؛ څوک چې په دې سمندر کې ننواته؛د داسې خزانې په لاسته راوړلو بريالی شو، چې هيڅکله له منځه نه ځي او د داسې جواهرو په لاسته راوړلو بريالی شو چې نه شمېرل کېږي).
همدارنګه عينې په دويمه فائده کې وايي: (اتفق علماء الشرق والغرب على أنه ليس بعد كتاب الله تعالى أصح من صحيحي البخاري ومسلم فرجح البعض منهم المغاربة صحيح مسلم على صحيح البخاري والجمهور على ترجيح البخاري على مسلم لأنه أكثر فوائد منه).
(د ختيځ او لوېديځ علماو په دې اتفاق کړی دی، چې د الله تعالی له کتاب وروسته له صحيح بخاري او صحيح مسلم نه ډېر صحيح کتابونه نشته؛ ځينو مغاربه و او خينو نورو صحيح مسلم په صحيح بخاري راجح ګڼلی دی ؛ خو اکثرو علماو بخاري په مسلم راجح ګڼلی دی، ځکه چې له مسلم نه زيات فوائد پکې دي).
امام سيوطي رحمه الله وايي : (وليس في الكتب أصح منهما بعد القرآن).
(له قرآن وروسته په کتابونو کې له بخاري او مسلم نه ډېر صحيح کتابونه نشته).
ابن صلاح رحمه الله وايي:(وكتاباهما أصح الكتب بعد كتاب الله العزيز).
( د الله تعالی له پياوړي کتاب نه وروسته د بخاري او مسلم له کتابونو نه ډېر صحيح کتابونه نشته).
بخاري ته د امت علماو دومره اهتمام ورکړی دی، چې له درې سوو(۳۰۰) نه زيات شروح او تعليقات پرې ليکل شوي دي.
دا خو د بېلګې په توګه مونږ لوستونکيو ته وړاندې کړل چې د حکمتيار صاحب دا تدليس راڅرګند شي، چې ګنې بخاري ته يواځې سلفيان صحيح وايي. که د بخاري د صحت او ستاينې په هکله د اهل سنت والجماعت د څلورو مذهبونو او نور و علماو عبارتونه او اقوال راټول کړو؛ څو ټوکه کتاب به شي او علماو په ټوکونوکتابونه په دې هکله ليکلي دي. حکمتيار صاحب چې له کومو روايتونو پورې نښتی دی؛ دا خو يواځې امام بخاري نه دي راوړي، ټولو محدثينو راوړي دي او د بخاري په شمول د حديثو کتابونه د اسلامي دين هغه وياړ دی، چې مستشرقين يې حيران کړي دی، دا ددين هغه سرچينې او مراجع دي، چې د اسلامي امت ټول علماء پرې استدلال کوي، حوالې پرې ورکوي، وياړي پرې او مني يې. د حکمتيار صاحب څو له تدليس، تلبيس، ضد، عناد او تعصب نه ډکې ليکنې قرآن او حديثو ته هيڅ تاوان نه شي رسولی.
حکمتيار صاحب دا دعوه کړې ده، چې له ما مخکې په امت کې چا داسې تحقيق نه دی کړی لکه ما چې کړی دی او دا ځکه چې هغه وخت کمپيوټر نه و او له ما سره کمپيوټر دی!!!. خو له حکمتيار صاحب نه دا پنا ده چې په اسلامي امت کې داسې علماء تېر شوي دي چې حافظو ته يې نړۍ ګوته په غاښ ده.
په اسلامي امت کې داسې ډېر علماء تېر شوي دي چې په يو ځل اورېدو يا لوستلو به يې کتابونه، عبارتونه او خطبې په بشپړ ډول يادېدې، لکه: امام بخاري ، أحمدَ بن إبراهيم بن جعفر القِمني، الفقيه المُفْتي الضرير. أحمد بن إسرائيل، أبوالقاسم إبراهيم بن عثمان بن الوزان ، ابن عبدان المتنَبِّي، بديع الزمان الهمذاني، أحمد بن هارون بن عات النَّفْزي، ابن سِيدَه إمام اللُّغة، أبو الحسن، علي بن إسماعيل المرسي الضرير، قرطمة الحافظ الباهِر أبو عبدالله محمَّد بن علي البغدادي، وكيعَ بن الجرَّاح، يحيى بن سعيد القَطَّان، مَعْمَر بن راشد، ابوالعلی معري، أبو بكر محمد بن القاسم بن بشار ابن الانباري او داسې نور.
سيراعلام النبلاء او نورو ګڼو کتابونو دا مشهوره واقعه را نقل کړې ده:
قال أبو أحمد عبد الله بن عدي الحافظ: سمعت عدة مشايخ يحكون أن محمد بن إسماعيل البخاري قدم بغداد، فسمع به أصحاب الحديث، فاجتمعوا وعمدوا إلى مئة حديث، فقلبوا متونها وأسانيدها، وجعلوا متن هذا الإسناد هذا، وإسناد هذا المتن هذا، ودفعوا إلى كل واحد عشرة أحاديث ليلقوها على البخاري في المجلس، فاجتمع الناس، وانتدب أحدهم، فسأل البخاري عن حديث من عشرته، فقال: لا أعرفه. وسأله عن آخر، فقال: لا أعرفه.وكذلك حتى فرغ من عشرته.فكان الفقهاء يلتفت بعضهم إلى بعض، ويقولون: الرجل فهم.ومن كان لا يدري قضى على البخاري بالعجز، ثم انتدب آخر، ففعل كما فعل الأول.والبخاري يقول: لا أعرفه.ثم الثالث وإلى تمام العشرة أنفس، وهو لا يزيدهم على: لا أعرفه.فلما علم أنهم قد فرغوا، التفت إلى الأول منهم، فقال: أما حديثك الأول فكذا، والثاني كذا، والثالث كذا إلى العشرة، فرد كل متن إلى إسناده.وفعل بالآخرين مثل ذلك.فأقر له الناس بالحفظ.. ( سير أعلام النبلاء).
أبو أحمد عبد الله بن عدي الحافظ وايي: ما له ډېرو استاذانو نه دا کيسه اورېدلې ده، چې امام بخاري رحمه الله بغداد ته لاړ؛ هلته علماؤ غوښتل چې د امام بخاري د حافظې امتحان واخلي؛ لسو محدثينو باندې يې سل حديثونه و وېشل، چې د هر يوه لس و رسېدل ؛ خو د احاديثو متنونه او سندونه يې سره رد وبدل کړل؛ د يو حديث متن يې د بل حديث له سند سره ولګاوه او د بل يې له بل سره. ډېر خلک را ټول شوي وو. يو يو راوړاندې کېده او امام بخاري ته يې حديثونه ور اورول ؛ هغه به د هر يو له اورېدو وروسته ويل، چې زه يې نه پژنم. علماؤ يو بل ته سره وکتل او وپوهېدل، چې امام بخاري د دوي په حيله پوه شو. او نورو ګمان وکړ، چې ګنې امام بخاري بې وسه شو. کله چې لسو واړو ټول سل حديثونه واورول او فارغ شول؛ امام بخاري لومړني کس ته وويل: ستا لومړنی حديث داسې دی، دويم دې داسې ، تردې چې د لسو واړو د سلو حديثونو متنونه يې له خپلو سندونو سره ولګول او په هماغه ترتيب يې ورته سم کړل په کوم ترتيب چې هغوی ورته ويلي وو؛ ټول خلک حيران شول او علماو اعتراف وکړ، چې امام د ځواکمنې حافظې څښتن دی.
بله واقعه داسې يادوي:
قال أبو الأزهر : كان بسمرقند أربع مئة ممن يطلبون الحديث، فاجتمعوا سبعة أيام، وأحبوا مغالطة محمد بن إسماعيل، فأدخلوا إسناد الشام في إسناد العراق، وإسناد اليمن في إسناد الحرمين، فما تعلقوا منه بسقطة لا في الإسناد، ولا في المتن .(سير أعلام النبلاء) جـ12 صـ411 )
ابوالازهري وايي: په سمرقند کې د حديثو څلورو سوو(۴۰۰) طالبانو و غوښتل چې په امام بخاري ازمېښت وکړي او تېر يې باسي؛ اوه ورځې سره راټول شول؛ د شام اسناد يې د عراق په اسناد کې ننه ايست او د يمن اسناد يې د حرمينو په اسناد کې ننه ايست ؛ امام بخاري ټول سره سم کړل او طالبانو نه په اسناد کې د هغه غلطي و موندله او نه په متن کې.
د امام بخاري رحمه الله په لکونو احاديث ياد وو، چې د سلو زرو(يولک) صحيحو احاديثو له انتخاب او غورچاڼه يې صحيح بخاري ليکلې ده چې له مکررو سره يې اوه زره دوه سوه او پنځه اويا (۷۲۷۵) احاديث پکې راوړي دي. د هر حديث له ليکلو نه مخکې به يې غسل کاوه، بيا به يې دوه رکعته لمونځ او استخاره کوله او بيا به يې حديث ليکه. امام بخاري خپل کتاب ته ( الجامع الصحيح المسند من حديث رسول الله صلى الله عليه و سلم وسننه وايامه) نوم کېښود.
امام بخاري رحمه الله وايي: (كتبت عن ألف وثمانين نفسًا، ليس فيهم إلا صاحب حديث).
( ما له يوزر او اتيا استاذانو نه احاديث ليکلي دي چې ټول محدثين وو).
حافظ ابن حجر رحمه الله وايي:(عن البخاري قال: صنفت الجامع من ستمائة ألف حديث في ست عشرة سنة وجعلته حجة فيما بيني وبين الله).
(له امام بخاي نه روايت دی، هغه وايي: ما دا کتاب له شپږسوه زره(۶۰۰۰۰۰) احاديثو نه په انتخاب په شپږو کلونو کې ليکلی دی او دا مې زما او د الله تعالی په منځ کې دليل جوړ کړی دی).(مقدمة فتح الباري).
أبو بكرالكلواذاني رحمه الله وايي : ما د محمد بن إسماعيل بخاري غوندې څوک نه دي ليدلي،هغه به له علماؤ کوم کتاب واخيست بيابه يې په يو ځل مطالعې ټول کتاب ياد و. ( سير أعلام النبلاء).
د مشهور عالم او لغوي : أبوبکر أنباري رحمه الله په نورو سربېره درې لکه (۳۰۰۰۰۰) د شعر داسې بيتونه ياد وو، چې د قرآن کريم دمعانيو لپاره مثالونه جوړېدی شي.
امام ذهبي او ځينې نور علماء وايي:
" قَالَ أَبُوْعَلِیٍّ الْقَالِی: کَانَ شَيْخُنَا أَبُوْبَکْرٍ يَحْفَظُ فِيْمَا قِيْلَ: ثَلَاثَمِائَةِ أَلْفَ بَيْتٍ شَاهِدٍ فِی الْقُرْآنِ " (سير أعلام النبلاء: ۱۵ / ۲۷۵ .) (الانساب للسمعاني: ۱ / ۲۱۳) (شذرات الذهب: ۲ / ۳۱۶.)
" أبوعلی القالي ويلي دي: زمونږ استاذ: ابوبکر ته درې سوه زره (درې لکه) (۳۰۰۰۰۰) بيته داسې شعرونه يادوو، چې د قرآن کريم د معانيو، تفسير او ترجمې لپاره مثالونه جوړېدی شي ".
امام ذهبي له دې وروسته وايي:
" قُلْتُ: هَذَا يَجِيْءُ فِیْ أَرْبَعِيْنَ مُجَلَّدًا ".
" زه وايم: دا شعرونه په څلوېښتو ټوکونو کې راځي ".
د هغه وخت فطري او طبيعي ژوند او د أبوبکر انباري رحمه الله قوي حافظه که مونږ وڅېړو، نو دا لرې نه ده، چې دومره شعرونه دې يې يادوي. د هغه پلار به ويل، چې زما د زوی د خپل کتابتون ټول کتابونه په يادو ياد دي.
په يو روايت کې راځي، چې د قرآن کريم يو سل او شل (۱۲۰) تفسيرونه يې له سندونو سره ياد وو.
پخوا فطري ژوند او فطري خوراکونه وو، دا پيپسي، ډيو........ اونور جعلي او تاواني خوراکونه نه وو ، پاک چاپېريال ؤ، او دينداري، تقوی او د قرآن او سنت د علومو له يادولو سره زياته مينه او اهتمام ..... داټول هغه لاملونه وو، چې هغو علماو ته الله تعالی څواکمنې حافظې ورکړې وې.
اوس هم د شنقيط په علماو کې لوی لوی محدثين او حافظان شته چې د همدې پېړۍ او له دې لږ مخکې په کلونو کې ځينې تېر شوي او ځينې اوس هم ژوندي دي.
دعلاّمه محمد محمود التّرْكُزي ـ رحـمــه الله (القاموس) داسې ياد و لکه د فاتحې سورت يې چې ياد و؛ د ازهر علماء يې وننګول؛ هغوی ورته د يو مجلس انعقاد وکړ او دا يې لرې وګڼله چې ګنې قاموس دې يې داسې ياد وي؛ کله يې چې وليدل؛ ريښتياوو، هغوی اعتراف وکړ او بيا به يې د خپلو نسخو تصحيح د هغه له حافظې کوله. د علامه أديب محمد محمود الحسني ـ رحمه الله، يواځې په ادب کې، مقامات الحريري، الـمـسـتـطرف، كامل المبرد، الوسيط في أدباء شنقيط، ديوان المتنبي، ديوان أبي تمام او ديوان البحتري ياد وو؛ په نورو فنونو او علوموکې به لا څومره وو؟!.
علاّمه محمد سالم بن عبد الودود وايي: د هغه د مور (مريم بنت اللاّعمه) (القامـــوس) په يادو ياد و. د شيخ عبد الله بن الإمام مورعـالمه مفتيه فقيهه: (مريم بنت حين الجكنيه) داسې عالمه وه چې کله يې زوی نه وي، نو طالبانو ته، د(ألفية ابن مالك) درس ورکوي، ډېر فقهي متون يې په يادو ياد دي، په سيرت کې يې الفيه ليکلې ده، فقهي منظومې يې ليکلې دي....... د (جكانت) په قبيلې کې درې سوه داسې جنکۍ وې چې (موطا) او نور ډېر متون يې يادوو. اوس هم په موريتانيه او نورې سلامي نړۍ کې داسې علماء شته چې بخاري، مسلم ، فتح الباري او نور متون او شروح يې ياد دي. الحمد لله په اسلامي امت کې ډېر خير دی، ډېرو علماو لوی لوی خدمتونه کړي دي او لا يې کوي.
نو د حکمتيار صاحب دا دعوه بېخي ناسمه او له مبالغې او ځان غوښتنې ډکه ده، چې وايي: هغه وخت کمپيوټر نه و، نو ځکه په امت کې له ما مخکې هيچا داسې علمي څېړنې نه دي کړي!!! حال داچې د هغه وخت ذهنونه له کمپيوټر څخه څواکمن وو، کمپيوټر انسان جوړ کړی دی ، او تر اوسه هيچا داسې کمپيوتر جوړ نه شو کړای، چې د انساني دماغ مقابله وکړي. بله داده چې له کمپيوټر نه هم له ما او تا مخکې د امت ډېرو علماو ګټې اخيستې دي او لوی لوی خدمتونه يې کړي دي، له موريتانيه نه تر بنګله دېش پورې ډېر لوی اسلامي امت دی ، داسې نه ده، چې ګنې د کمپيوټر کمپنۍ يو کمپيوټر جوړ کړ او حکمتيار صاحب ته يې راولېږه او يواځې هغه ترې ګټه واخيسته. دا ته چې ترې ګټه اخلې دا (مکتبه شامله) او نورې مکتبې هسې بې کړاوه کمپيوټر ته نه دي ننوتي؛ آيا دا يو لوی خدمت نه دی؟ (تفسير حاوي) ،(ارشيف ملتقی اهل الحديث) او نور ګڼ کتابونه او شبکې داسې خدمتونه نه دي، چې ستا له وسه پوره نه دي؟! . حکمتيار صاحب خفه کېږه مه ، تا داسې کار ته لاس واچاوه، چې له وسه دې پوره نه دی او د ټول امت د علماو په خدمتونو دې د بطلان کرښه راښکوده. دا زما او ستا د ذوق خبره نه ده، چې يو حديث ته صحيح او نا صحيح و وايو، دې لپاره محدثينو داسې پخې تلې ټاکلې دي، چې د امت ټول علماء يې مني. که تا ته لږ تر لږه په هر علم کې يو متن ياد وای او په منل شويو علمي بنسټونو دې خبرې کړې وای، نو داسې به نه وې. ستا دا ناسمې څېړنې يواځې ستا د معلوماتو د نيمګړتيا، ْضد، تعصب، بې باکۍ او کاواکۍ ترجماني کوي. ته چې يو سند تر امام بخاري پورې نه شې رسولی او څلور حديثونه دې له سند سره نه دي ياد، په اصول تفسير، اصول حديث،اصول فقه، صرف، نحوې، معانيو...... نه پوهېږې؛ څرنګه دې دا جسارت کړی دی، چې د امت علماؤ ته سپک ګورې؟! يواځې ستا په دعوو خبرې نه حل کېږي. دا ګمان مه کوه چې تا په کمپيوټر کې څو کتابونه کتلي او په امت کې تر تا مخکې او ستا د عصر ټول علماء په هيڅ نه پوهېږي. له کتابونو څخه د احکامو را ايستل اوپرې پوهېدل يواځې د هغه متمکن عالم کار دی چې ډېره طالبي يې کړې وي او علمي بنسټونه، علوم او فنون يې د علماو له ژبو زده کړي وي. که داسې نه وي او يواځې کتابونه ولولي؛ خطا کېږي. خطيب بغدادي د علم د زده کړې په شرطونو کې وايي:: (وَيَكُوْنُ قَدْ أَخَذَ فِقْهَهُ مِنْ أَفْوَاهِ الْعُلَمَاءِ , لَا مِنَ الصُّحُفِ) "او دا هم د علم اړين شرط دى، چې علم يې د علماؤ له خولو (ژبو) څخه زده کړى وي او يواځې د کتابونو له مطالعې څخه نه وي".
تا چې د مولوي سليم په نامه کومه ليکنه کړې ده؛ په هغې کې دې هم يواځې د خپلو معلوماتو نيمګړتيا او تعصب ښوولی دی. ستا دا دعوه بېخي ناسمه ده، چې امام بخاري له نورو محدثينو مخالفت کړی دی او داګڼې چې ګنې يواځې سلفيان بخاري ته صحيح وايي!!! د اهل سنت والجماعت ټول علماء بخاري صحيح ګڼي، له بخاري مخکې علماو د امام مالک رحمه الله موطا کتاب ترټولو صحيح ګاڼه؛خو کله چې امام بخاري صحيح بخاري وليکه؛ ټو لو په دې اتفاق وکړ چې بخاري صحيح کتاب دی ځينومغاربه و صحيح مسلم اصح الکتب ګڼلی؛ خو هغوی هم د بخاري له صحت نه انکار نه کوي. د صحيح حديث تعريف علماء داسې کوي: ( هو ما نقل بنقل عدل تام الضبط متصل السند بغير علة ولا شذوذ). ټو ل په اتفاق وايي، چې همدا پنځه شرطونه د صحيح حديث دي. دا چې روايت غريب دی؛ د راوي يو والی د حديث په صحت کې کوم خلل نه پېښوي. يو حديث به صحيح هم وي او غريب هم، همدا رنګه په عزيز او مشهور کې هم ده. غريب، عزيز ،مشهور او متواتر د رواتو دعدد په اعتبار دي، چې د ترجيح په وخت کې په کارېږي.
اوس ستا په اند بايد د صحيح حديث په تعريف کې دا هم ورزيات شي، چې د حکمتيار صاحب له ذوق سره برابر وي. های افسوس، قيامت راروان دی، له الله تعالی نه ووېرېږه، ضد پرېږده. مونږ پوهېږو، چې ستا او دکونړ د شونکړۍ د يو ملانما او سلفي نما-چې نه سلفي دی او نه ملا- ترمنځ کينه او بدبيني کله پيداشوه؛ تا داوګڼله چې دا سلفيت او بخاري ګنې په شونکړۍ کې پيدا شوي دي!!! که تا يواځې په هغه رد کړی وای، نو مونږ به درسره ملاتړ کړی وای او هغه بې شمېره علمي غلطيانې به مو درته په ګوته کړې وای چې د دغه ملانما په مجموعة المنقولات کتابونو کې دي. خو افسوس چې تا د اسلام بنسټونه ولړزول. بله دا چې د سلفيانو او حنفيانو تر منځ د اختلاف کاڼي مه ټکوه او د جنګولو کوښښ يې مه کوه. سلفي دا معنی چې د ټولو صحابه و او د سلف صالحينو احترام کوي چې امام ابو حنيفه رحمه الله او نور ټول امامان او علماء پکې داخل دي او ټول زمونږ د سر سترګې او سلف صالحين دي. په هر وخت او په دې نازکو شېبو کې د امت يو والي، اتفاق او اتحاد ته اړتياده. د ا فرعي فقهي اختلافونه له پخوا نه راروان دي او پخوانيو ترې داسې تعصب نه و جوړ کړی، لکه ته چې ورته لمن وهې.هغوی که څېړنې او مناقشې پکې کړې دي هم په علمي منل شويو بنسټونو يې کړې دي.
که يو چا امين په زوره ووايه او که په پټه؛ دا دواړه سره ورونه دي او د دواړو دښمن هغه څوک دی، چې هيڅ لمونځ نه کوي او په اسلام ملنډې وهي. مونږ مطلق تقليد ناروا نه ګڼو، مونږ هم په ډېرو منل شويو علمي بنسټونو کې تقليد کوو، مونږ يواځې هغه ړوند تقليد ناسم بولو، چې امام ابو حنيفه رحمه الله او ټولو امامانو ناسم بللی دی، زمونږ کتابونه: (توضيح المآمول في تنقيح الآصول) او ( د اسلام پوهنيز بنسټونه) و ګوره چې مونږ د تقليد په هکله څه ويلي دي؟. د فقهي مذهبونو له راپيدا کېدو نه مخکې ټول اسلامي امت يو موټی او متفق و ؛ کله چې بدعي مذهبونه په امت کې را پيدا شول؛ د امت هغه حق پلوې طائفه، چې قرآن او سنت يې بې له تحريفه منل او د ټولو صحابه کرامو رضی الله عنهم احترام يې کاوه؛ په اهل سنت والجماعت ياده شوه. په اهل سنت والجماعت کې دا څلور فقهي مذهبونه: حنفي، مالکي، شافعي، حنبلي، اهل الحديث ( سلفيان ) او اهل ظاهر شامل دي؛ اهل سنت والجماعت د همدې مجموعې نوم دی. د دوی عقيده يوه ده؛ په فرعي فقهي اختلاف يو له بله نه جلا کېږي. پخوا په دوی کې تعصب نه و؛ اوس ناپوهه متعصبين پيدا شوي دي ، چې يواځې خپل مذهب په حقه ګڼي او دې نورو ته په سپکه ګوري. که مونږ د اسلام سترحقيقت ته پاملرنه ونه کړو او هر يو و وايي، چې يواځې زما مذهب په حقه دی او دا نور که په حقه وي؛ هم باطل يې وګڼي، نو اسلام به پاتې وي، امت به پاتې وي او مذهبي اختلافونه به مو امت دړې وړې کړي. هم به مو الله ته غاړه بنده وي او هم به مو امت ته زيان رسولی وي. له همدې کبله بايد د اسلام عام او شامل حقيقت ومنو او د امت د يو والي هڅې وکړو.
حکمتيار صاحب! تا ددې په ځای دا هڅه ولې ونه کړه، چې په فيسبوک او رسنيو کې د (فکر وکړه) په نامه او نورو نومونو د اسلام دښمنان لګيا دي په اسلام ملنډې وهي، الله تعالی ته کنځل کوي....... د هغوی ځوابونه ولې نه ورکوې، چې لګيا يې او د امت پخې سټې راسپړې او په امت کې اختلافونه او شکونه پنځوې؟!. مونږ نه غوښتل چې په دې وخت کې په داسې مسائلو کې بوخت شو؛ خو تاسو وننګولو؛ مونږ مجبور شو چې دالله تعالی له دين (قرآن او د پېغمبر صلی الله عليه وسلم د حديثو) دفاع وکړو ؛ اوس به ستاسو د ټولو ناسمو ليکنو علمي اپرېشن خامخا کوو. ما ګمان نه کاوه، چې ته به د اسلام د منابعو (قرآن او حديثو) په هکله دومره بې احتياطه يې د اسلام د دليلونو، د قرآن کريم د تفسير، نبوي حديثو،شرعي فتوو او دعلم او علماو په هکله ډېر احتياط په کار دی
بيا د قرآن کريم د ژباړې او تفسير او د احاديثو په هکله خو ډېر احتياط په کار دی .
د قرآن کريم د ترجمې او تفسير لپاره که د څوارلسو علومو زده کړه ضروري نه وي، نو لږ تر لږه د صرف، نحوې، معانيو، اصول تفسير، د حديثو او فقهې اصول او اړين مصطلحات او فرائض هغه اړين علوم دي، چې ددې له زده کړې پرته بايد هيڅوک دا جرأت ونه کړي، چې د قرآن کريم د ترجمې او تفسير د تدريس په مسند کېني، ځان دې کار لپاره وټاکي او نورو ته يې درسونه ور کړي اوياتفسير وليکي .
دا يوه عجيبه او د پام وړ خبره ده، چې يو څوک کلمه او کلام ونه پېژني، مفرد او مرکب و نه پېژني، اسم، فعل او حرف و نه پېژني، معرب او مبني ونه پېژني، مبتدا او خبر ونه پېژني، فاعل او مفعول ونه پېژني، صفت او موصوف ونه پېژني، مضاف او مضاف اليه ونه پېژني، موصول او صله ونه پېژني، مرفوعات، منصوبات، مجرورات او مجزومات ونه پېژني، توابع ونه پېژني، عامل او معمول ونه پېژني، منصرف او غير منصرف و نه پېژني، د اعراب اصناف و نه پېژني، د حروفو معاني ونه پېژني،.... ماضي او مضارع، أمر او نهې ونه پېژني، معلوم او مجهول ونه پېژني، اثبات او نفې ونه پېژني، لازم او متعدي ونه پېژني، غائب مخاطب او متکلم ونه پېژني، مذکر او مؤنث ونه پېژني، مفرد، مثنی او جمع ونه پېژني،مشتق او جامد ونه پېژني، مصدر ونه پېژني، اسم فاعل او اسم مفعول ونه پېژني، اسم تفضيل، اسم زمان، اسم مکان او اسم آله ونه پېژني، صحيح او معتل، مضاعف او مهموز، مجرد او مزيد فيه ونه پېژني، استفهام او تمني ونه پېژني، ذکر او حذف ونه پېژني، ظاهر او مضمر ونه پېژني، نداء انشاء او خبر ونه پېژني، تشبيه او استعاره ونه پېژني، وصل او فصل ونه پېژني، حقيقت او مجاز ونه پېژني، مطلق او مقيد ونه پېژني، صريح او کنايه ونه پېژني، عام او خاص ونه پېژني، ظاهر او خفي ونه پېژني، نص او مشکل ونه پېژني، مٌفسَّر او مجمَل ونه پېژني، محکم او متشابه ونه پېژني، عبارة النص، اشارة النص، دلالة النص او اقتضاء النص ونه پېژني، د بيان ډولونه ونه پېژني، حلال او حرام ونه پېژني، شروط او ارکان ونه پېژني، رخصت او عزيمت ونه پېژني، منطوق او مفهوم ونه پېژني، د حديثو مرفوع، موقوف او مقطوع ونه پېژني، صحيح او ضعيف ونه پېژني، متواتر، مشهور، عزيز او غريب ونه پېژني، د قبول او رد اسباب ونه پېژني، توافق او تعارض ونه پېژني، ناسخ او منسوخ ونه پېژني، تحقيق او ترجيح ونه پېژني، روايت او درايت ونه پېژني، قياس او اجماع ونه پېژني...، فرايضو او مواريثو کې اسباب او موانع ونه پېژني، ذوی الفروض، عَصَبه او ذوی الارحام ونه پېژني، سهام ونه پېژني، عَول، تصحيح، تخارُجْ او رد ونه پېژني، حُجب او مناسخه ونه پېژني، تماثُل، تداخُل، توافق او تبايُن ونه پېژني.....
هغه څرنګه د قرآن کريم سمه ترجمه او تفسير کولی شي؟! څرنګه ترې د احکامو استنباط کولی شي ؟!...
له امام شافعي رحمه الله نه يوروايت داسې راغلی دی: قَالَ الشَّافِعِيُّ: " لَا يَحِلُّ لِأَحَدٍ أَنْ يُفْتِيَ فِي دِينِ اللَّهِ إِلَّا رَجُلًا عَارِفًابِكِتَابِ اللَّهِ: بِنَاسِخِهِ وَمَنْسُوخِهِ, وَبِمُحْكَمِهِ وَمُتَشَابِهِهِ, وَتَأْوِيلِهِ وَتَنْزِيلِهِ, وَمَكِّيِّهِ وَمَدَنِيِّهِ, وَمَا أُرِيدَ بِهِ, وَفِيمَا أُنْزِلَ, ثُمَّ يَكُونُ بَعْدَ ذَلِكَ بَصِيرًا بِحَدِيثِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ, وَبِالنَّاسِخِ وَالْمَنْسُوخِ, وَيَعْرِف مِنَ الْحَدِيثِ مِثْلَ مَا عَرَفَ مِنَ الْقُرْآنِ, وَيَكُونُ بَصِيرًا بِاللُّغَةِ, بَصِيرًا بِالشِّعْرِ, وَمَا يَحْتَاجُ إِلَيْهِ لِلْعِلْمِ وَالْقُرْآنِ, وَيَسْتَعْمِلُ مَعَ هَذَا الْإِنْصَافَ, وَقِلَّةَ الْكَلَامِ, وَيَكُونُ بَعْدَ هَذَا مُشْرِفًا عَلَى اِخْتِلَافِ أَهْلِ الْأَمْصَارِ, وَيَكُونُ لَهُ قَرِيحَةٌ بَعْدَ هَذَا, فَإِذَا كَانَ هَذَا هَكَذَا فَلَهُ أَنْ يَتَكَلَّمَ وَيُفْتِيَ فِي الْحَلَالِ وَالْحَرَامِ, وَإِذَا لَمْ يَكُنْ هَكَذَا فَلَيْسَ لَهُ أَنْ يَتَكَلَّمَ فِي الْعِلْمِ وَلَا يُفْتِي" (الفقيه والمتفقه).
إمام شافعي رحمه الله وايي : " هيچا ته دا روا نه دي، چې د الله تعالى په دين کې فتوې ورکړي، يواځې هغه چا ته روا دي، چې د الله تعالى په کتاب پوه وي، ناسخ او منسوخ يې وپېژني، محکم او متشابه يې وپېژني، تفسير او ژغورل يې وپېژني، مکي او مدني يې وپېژني، دا يې وپېژني چې مراد يې څه دى؟ په څه کې نازل شوى دى؟ بيا له دې وروسته د رسول الله صلى الله عليه وسلم په حديثو پوه وي، ناسخ او منسوخ يې پېژني او په حديثو کې هم هغه علوم وپېژني، چې په قرآن کې يې پېژندلي وي . همدارنګه بايد په عربي ژبې ښه پوه وي، د عربي په شعر بشپړ خبر وي او د علم او قرآن لپاره، چې کومو علومو ته اړتيا وي؛ په هغو ښه پوه وي، له دې ټولو سره له انصاف نه کار واخلي، لږې خبرې وکړي او له دې ټولو وروسته د مختلفو سيمو د علماؤ په اختلاف خبر وي، له دې وروسته ښه استعداد ولري. که همداسې ؤ، نو بيا ورته روا دي، چې د دين په هکله خبرې وکړي او په حلالو او حرامو کې فتوې ورکړي او که داسې نه ؤ، نو بيا ورته روا نه دي، چې د علم په هکله خبرې وکړي او فتوې ورکړي".
د عربي ژبې او شريعت اړين بنسټونه پېژندل هغه ضروري علوم دي، چې له بشپړې زده کړې پرته يې د قرآن کريم ترجمه او تفسير کول او يا د احاديثو څېړنه کول ناسم دي. د بېلګې او ساري په توګه: د عربي ژبې د حروفو هر حرف ګڼې معناوې لري، يواځې (لام) په عربي کې دوه ويشت (۲۲) معناوې لري، نو هغه څوک چې د حروفو معناوې نه پېژني، څرنګه کولی شي، چې د قرآن کريم له کوم حرف نه کومه معنی واخلي؟! او څرنګه ترجمه او تفسير وکړي ؟! هغه به په قرآن کريم کې د عربو په محاوره د مستعملو کلماتو څرنګه او کومې معناوې کوي؟!
په عربي ژبې کې اعراب او صرفي بدلونونه هغه اړين بنسټونه دي، چې معناوې ور پورې تړلې دي او په لږ بدلون پکې د معنی لوی توپير او بدلون راځي. نو هغه څوک، چې په دې بدلون او توپير نه پوهېږي؛ څرنګه کېدی شي، چې د قرآن کريم ژباړونکی او مفسر جوړ شي؟!
قرآن کريم په عربي ژبې کې د ماهرو عربو په فصيحې محاورې نازل شوی دی.
الله تعالی فرمايي :
" إِنَّا أَنزَلْنَاهُ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ " سورة يوسف : ۲
" مونږ بې شکه ددې لپاره دا قرآن په عربي ژبې نازل کړی دی، چې وپوهېږئ ".
" قُرآنًا عَرَبِيًّا غَيْرَ ذِي عِوَجٍ " سورة الزمر : ۲۸
" په عربي ژبې قرآن، چې بې کږلېچه دی ".
" بِلِسَانٍ عَرَبِيٍّ مُبِينٍ " سورة الشعراء : ۱۹۵
" په څرګندې عربي ژبې ".
نو جوته شوه، چې قرآن کريم په څرګندې عربي ژبې نازل شوی دی. له همدې امله د اسلام لوی لوی مفسرين، محدثين،فقهاء اولغويان ( د ژبې ماهرين ) چې کله د قرآن لغوي تفسير کوي ياد کوم لغت معنی کوي، يا د صرفي او نحوي قواعدو لپاره کوم مثال راوړي،يا بل کوم عربي استدلال او استنباط وړاندې کوي، نو د عربو د جاهليت او اسلام د دواړو زمانو د شاعرانو اشعار، متلونه او محاورې په دليل کې وړاندې کوي.
عبدالله بن عباس رضی الله عنهما وايي:
" الشِّعْرُ دِيْوَانُ الْعَرَبِ فَإِذَا خَفِیَ عَلَيْنَا الْحَرْفُ مِنَ الْقُرْآنِ الَّذِيْ أَنْزَلَهُ اللهُ بِلُغَةِ الْعَرَبِ، رَجَعْنَا إِلی دِيْوَانِهَا فَالْتَمَسْنَا ذَلِكَ مِنْهُ " الاتقان للسيوطي: ۱ / ۱۱۹ وأخرجه الحاکم و عبد بن حميد و ابن المنذرو ابن أبی حاتم و البيهقی فی الاسماء و الصفات و السنن و شعب الايمان و أحمد و ابن حبان.
" شعر د عربو دېوان دی، کله چې په مونږ د هغه قرآن کوم توری سخت شي، چې الله تعالی د عربو په ژبه نازل کړی دی، نو مونږ د همدې ژبې دېوان ته ورستنېږو او په همدې کې يې معنی لټوو ".
په بل روايت کې راځي، چې عبدالله بن عباس رضی الله عنهما به داسې ويل :
" إِذَا قَرَأْ تُمْ شَيْئًا مِنْ کِتَابِ اللهِ تَعَالی فَلَمْ تَعْرِفُوْهُ فَاطْلُبُوْهُ فِیْ أَشْعَارِ الْعَرَبِ فَإِنَّ الشِّعْرَ دِيْوَانُ الْعَرَبِ "( تفسير روح المعاني: ۱۹ / ۱۵۰ ) و المراجع السابقة .
" کله چې تاسو د الله تعالی له کتابه څه لوستل او پرې ونه پوهېدئ، نو معنی يې د عربو په شعرونوکې ولټوئ، ځکه چې شعردعربو دېوان (لغت پانګه) ده ".
نو آيا حکمتيار صاحب په دې ټولو شرطونو برابر دی؟. په قرآن کريم کې له ځانه تفسير او خبره کول ډېر لوی جرم دی. په حديث کې داسې راځي:
عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: "مَنْ قَالَ فِي الْقُرْآنِ بِغَيْرِ عِلْمٍ، فَلْيَتَبَوَّأْ مَقْعَدَهُ مِنَ النَّارِ" أخرجه الطبري وأبو يعلى والثوري فى تفسيره وأحمد.
له عبد الله بن عباس رضي الله عنهما نه روايت دى، هغه وايي: رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي : " چا چې په قرآن کې بې له علمه څه وويل، نو په اور کې دې ځان لپاره ځاى تيار کړي". په بل روايت کې داسې راځي :
عَنْ جُنْدُ ب قَالَ: قَالَ رسول الله صلى الله عليه وسلم: "من قال في القرآن برأيه فأصاب، فقد أخطأ" أخرجه الطبري وأبوداود والترمذي.
له جندب رضي الله عنه نه روايت دى، هغه وايي: رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي : " چا چې په قرآن کې له ځانه څه وويل او سم وختل؛ هم خطا شوى دى".
دا ځکه؛ دا خو د ړانده ګوزار ؤ، چې سم وخاته . په قرآن کې له ځانه او بې دليله خبره کول ډېره لويه ګناه او په الله تعالى دروغ تړل دي .
په بل روايت کې داسې راځي :
عَنْ أَبي بَكْرٍ رضي الله عنه قال: "أَيُّ أَرْضٍ تُقِلُّنِي، وَأَيُّ سَمَاءٍ تُظِلُّنِي، إذَا قُلْتُ فِيْ كِتَابِ اللهِ مَا لم أَعْلَمْ ؟ " أخرجه الطبري وأبو عبيد وابن أبي شيبة وعبد بن حميد وابن عبد البر فى الجامع.
له ابوبکر رضي الله عنه نه روايت دى، هغه وايي : " که زه د الله د کتاب په هکله هغه څه ووايم، چې پرې نه پوهېږم، نو کومه ځمکه به مې بار کړي او کوم اسمان به راباندې سيورى وکړي؟ ".
په بل روايت کې داسې راځي :
عَنْ ابن أبي مُليكة: "أنّ ابن عباس سُئل عن آية لو سئل عنها بعضكم لقال فيها، فأبى أن يقول فيها" أخرجه ابن جرير الطبري.
ابن ابي مليکه وايي : له عبد الله بن عباس رضي الله عنهما نه د يو آية په هکله وپوښتل شول، که په تاسو کې له چا د هغه په هکله پوښتل شوي واى، نو هغه به پکې خامخا څه ويلي واى؛ خو عبد الله بن عباس رضي الله عنهما له دې نه انکار وکړ، چې د هغه په هکله څه ووايي".
په بل روايت کې داسې راځي :
عَنْ عُبيد الله بن عمرو قال: "لقد أدركت فقهاء المدينة، وإنهم ليعظمون القول في التفسير؛ منهم: سالم بن عبد الله، والقاسم بن محمد، وسعيد بن المسيَّب، ونافع" أخرجه ابن جرير الطبري.
له عبيد الله بن عمرو نه روايت دى، هغه وايي : " ما د مدينې منورې فقهاء ليدلي وو، چې هغوى به د قرآن په تفسير کې څه ويل ډېر لوى ګڼل؛ په هغوى کې سالم بن عبد الله، قاسم بن محمد، سعيد بن مسيب او نافع هم وو".
نو هيله لرو چې حکمتيار صاحب او مونږ ټول له شرعي نصوصو سره ډېر زيات احتياط وکړو تر څو مو دنيا او آخرت برباد نه شي. او الله تعالی ته سپين مخ ورشو.
محترم حکمتيار صاحب! د نصيحت او خواخوږۍ په توګه درته وايم،چې که ته له خپلو بريدونو وانه وړې؛ مونږ اوس هم درته احترام لرو، مجاهد دې ګڼو، او له ډېرو درته په ښه سترګه ګورو؛ دا ليکنه مو له ډېر مجبوريته وکړه او داسې راته برېښېده، لکه په غره چې خېژم؛ ځکه، چې دا وخت ددې خبرو نه دی، مونږ او تاسو بايد لاسونه سره ورکړو. هيله لرو چې خپلو ليکنو او تګلارې ته بيا کتنه وکړئ او د امت يووالی په نظر کې ونيسئ. راځه ته يواځې د اسلامي سياست په ډګر کې زمونږ سرکښي وکړه؛ مونږ به دې بشپړ ملاتړ کوو؛ علمي کارونه به علماو ته پرېږدو. الحمد لله په اسلامي امت کې ډېر خير دی، پياوړي علماء پکې شته، له هغوی نه به ګټه واخلو.
په درنښت