افغان زړور سرتېري زموږ د ګران هېواد د بقا او د افغانستان د نظام او ثبات اساسي ستنې دي. دغه د مېړانې، اتلولۍ او سرښندنې ستنې دې همداسې ثابتې او مضبوطې وي، ځکه تر څو چې دغه مېړني اتلان وي، نو تر هغو به افغانستان هم وي. دغه اتلان نه د هر افغان په زړه کې ځای لري او هر یو د دوی ستونزې، وطنپالنه او سرښندنې نه یوازې درک کوي، بلکې د زړه له کومي یې قدرداني کوي.
زموږ د وسله وال پوځ د سرتېرو دوام او پایښت ځکه حتمي او باوري دی، چې دوی د ولس له منځ څخه راپورته شوي او د افغانستان عظیم ولس یې په ټول قوت تر شا ولاړ دی چې د اړتیا پرمهال تل د دوی ننګه او ملاتړ کوي، ځکه دوی د افغانستان د ژغورنې او ساتنې لپاره د سر، مال او ځان په بیه مبارزه او جګړه کوي. د دوی مبارزه هم وطن ته رنګ راوړي، هم هیوادوالو ته ارام او سکون راوړي او د دوی په ډاډ ولس خپل ورځنی ژوند او کاروبار په ډاډه زړه پرمخ بیایي، ځکه دوی پوهېږي چې اتلان یې په سنګرونو کې شپه او ورځ ویښ دي.
دوی د وسله وال پوځ لیکو ته له مجبوریت نه، بلکې له محبوبیت څخه راغلي، د وطنپالنې، د خدمت د عالي روحیې او د هیواد د دفاع د لېونۍ مینې له برکته یې هر خطر په ځان منلی او دوی د دښمن پر وړاندې په ټول قوت جنګېږي. له همدې امله دښمن یا له دوی څخه پټېږي او یا هم د دوی غچ د افغانستان په لویو ښارونو، مرکزونو او عامه ځایونو کې له عامو وګړو اخلي او هلته چاودنې او ترهګریز بریدونه کوي.
ترهګر او وسله وال مخالفین زموږ هېوادوال ځوروي، له دوی څخه باج اخلي، له دوی څخه دعشرونو په نامه پیسې ټولوي، زموږ ځوانان بې لارې کوي، د زده کړو او پرمختګ مخه یې نیسي، د سولې، زده کړې او ژوند پر ځای یې جګړې او وسلې ته هڅوي، لویې لارې شکوي، په لویو لارو کې خلک له موټرو ښکته کوي، خلک تهدیدوي او حتی وژني یې، مګر زموږ اتلان د دښمن او مخالفینو دا ټول خطرات په ټول قوت دفعه کوي، هغوی چې چېرې دا حس کړي چې دښمن موجود دی، نو سملاسي هغې سیمې ته ځان رسوي او یاده سیمه د دښمن له شتون څخه پاکوي.
د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو سرتېري زموږ واقعي اتلان دي، ځکه دوی په سختو شرایطو کې د افغانستان د دفاع، د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او زموږ د ملي ګټو او ملي ارزښتونو د ساتنې او د خپلو هېوادوالو د خوندیتوب په موخه د هېواد په سرحدونو او بېلابېلو سیمو کې شپه او ورځ خپل ملي رسالت او مهم مسوولیت ترسره کوي. د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه ورځ تر بلې د خلکو زړونه ترلاسه کوي او محبوبیت یې زیاتېږي، ځکه همدا زمریان دي چې زموږ خلک د دښمن له خطر او تهدید څخه ژغوري او بله دا چې دوی له خلکو سره ښه چلند کوي.