نه، هیڅ امکان نلري! تاسې نشئ کولای استرالیا کې ځای پر ځای شئ! دا هغه خبرې دي چې د استرالیا حکومت یې د غیرقانوني مهاجرو په ضد په خپلو کمپاینو پوسترونو کې کاروي او هغوی ته خبرداری ورکوي چې استرالیا ته دې په بیړیو کې نه ورځي.

دا د استرالیا د حکومت هغه پالیسي بیانوي چې د ناقانونه کډوالۍ او دغه هیواد ته په کښتیو کې د ورتلونکو پناه غوښتونکو د مخنیوي لپاره یې په لاره اچولی.

د استرالیا د حکومت دغه سخت دریځ که څه هم د ‌ډیرو لخوا تر نیوکو لاندې راغلی خو په ورته وخت کې د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې ستایونکی دی او پلوي یې کوي.

دا کمپاینونه او خبرتیاوې د استرالیا د حکومت د خپلواکو سرحدونو د عملیاتو د پالیسۍ یوه برخه ده چې د کال سرتاسره دوام لري. د یادې پالیسۍ له مخې استرالیا ته ورتلونکي ناقانونه کډوال نیول کیږي او له استرالیا څخه بهر سمندري مهاجرت توقف خونو ته لیږدول کیږي او یا هم په ځینو حالاتو کې د استرالیا سرحدي ځواکونه د کډوالو دا ډول کښتۍ له نیمې لارې بیرته ګرځوي.

ملګرو ملتونو د استرالیا دغه پالیسي باربار غندلې او ویلي دي چې دا د کډوالو او پناه غوښتونکو په وړاندې د زورزیاتې، تبعیض او بد چلند د مخنیوې له کنوانیسون سره په ټکر کې ده، خو دا ادعا د استرالیا حکومت تل رد کړې ده.

د استرالیا حکومت وايي، له ۲۰۱۳ میلادي کال راهیسې کله چې دغه پالیسي یې په لار واچوله تراوسه د ګوتو په شمیر د ناقانونه کډوالو کښتیو استرالیا ته د ورتګ هڅه کړې.

دغه حکومت وايي، دا پالیسي یې اغیزمنه ده او په مرسته یې دوی توانیدلي چې په سمندرونو کې د زرګونو بې ګناه کډوالو له ډوبیدو څخه مخینوی وکړي او د هغوی ژوند وژغوري.

په عین حال کې د استرالیا اوسنی لومړی وزیر سکاټ موریسن چې په ۲۰۱۳ کال کې د ټوني اباټ د حکومت پرمهال د مهاجرت او سرحدونو وزیر وه او د دغه پالیسې د جوړولو اصلي بنسټګر بلل کیږي، وايي، د دې پالیسۍ په عملي کولو ویاړي.

ښاغلی موریسن په خپل کاري دفتر کې د نمونې په توګه د کډوالو د کښتیو په شان یو ترلاسه کړې جایزه هم ساتلې چې پرې لیکل شوي، ( دا ناقانونه کښتۍ ما درولي).