ښاغلی سرسپـین کـچـکـول‏ د ۲۰۱۷ م. کال د اپریل میاشت په څلورمه نیته کې د "طـالــبــانـو تـه د صلحــې وړانـديز" تر عنوان یو څو کرښی لیکلی دی، چې دلته د یو وړاندیز په حیث یو ټولنیز بحث ته اچول کیږی.

ښاغلی سرسپـین کـچـکـول‏ لیکی:

"طـالــبــانـو تـه د صلحــې وړانـديز

منلو افغان طالبانو وروڼــو اسلام علیکم!‏

د ۲۰۰۱ زییز د اکتوبر په ۷، په افغانستان بانـدې د امریــکې له بربڼډ یرغــل راهیسې څه ‏د پاسه ۱۵ کالونه تـیر شول.

د دغه اوږد یرغل ستراتجیک ګټه پـخــپلـه امریکې او برتانوي ‏پاکستان ته رسیدلې ده او غـټــه بدبختي یې په ټــول (لــر او بـر) افغانستان کې پښتون مـلــت ته ‏رسـیـدلې ده.

اوس چـیـن او روسـیـه هــم غواړي چې په افغانستان کـې خپلې ستراتجیک ګــټې ‏خونــدي کــړي. پــاکستان چې یــو دلال (کومپــردور) دولت دی او د افغانستان په خاوره یی خيـټـه ‏اچولې ده، ځـان د روس او چـیـن په ټـیـم کې شامل ګـڼـي.‏
‏ ‏
اوس ستاسـې درنـو او سر تـیـرو افغـان طالــبــانـو مسـولـیــت دی چې د سـرچـاودنـو په ‏ځای د خــپـل هـیـواد مـلـي ګـټــو ته کلکـه پـامـلـرنه وکـړئ.

افغان طالـبان بـایـد د اباسیـن مـیـنــځ ‏خپــله سـیـاسـي پـولـه وګـڼـي، نـه د انګريـز مارتیمر ډیـورڼـډ ۱۲۳ کلنه استعماري او تحمیلي ليــکه. ‏د کابل لاسپوڅې، ګډه وډه او فاسده اداره د ملي ګټو په ارزښت نه پوهيـږي ، ځکه چې سر یې د ‏خــیـټـې لانـدې دی.هـیله ده چــې محترم افــغـان طـالــبان بــه په دې اړه زر تر زره د ‏نیـواکـګـرې امریـکـې د اړونــدو مقاماتوسره تماس ونـیـسي او په دې ډول په ټـول افغـانسـتان (لـر او ‏بـر) کې د سوکالـۍ ژونـد ته لار پرانیـځي.‏

اسلام په عــربستان کې نـازل شو. نــن د خــلـیج ټــول هـیـوادونـه د خپل ټـینـګوالي، امنـیـت، ‏او تـجارت لپاره د امـــریـکې ملاتــړ ته اړتـیـا لـري. ټول افغانستان (لـر او بـر) ستاســې په شان د ‏خــپـلو ځامنو کفایتونو ته اړتیا لري. هـــر څومـره چې جګړه اوږدېـږي، هــغــومره پخوانـي فاسـد ‏عناصر فاســدې ادارې ته ورنــنـوځي. هـیـله ده چې خپل نظـر به خپور کړئ. ‏
په درناوي."

د ښاغلی سرسپـین کـچـکـول‏ د صلحــې وړانـديز پای.

اوس پوښتنه همدا د عنوان پوښتنه ده، چې:
آیا د ښاغلی سرسپـین کـچـکـول‏ د صلحــې وړانـديز یو مدبر وړاندیز ده؟

دا پوښتنه او یا د دا پوښتنه دقیق ځواب یو دقیق او عالمانه ملی افغانی ټولنیز بحث ته اړتیا لری!

----------------------------------------------
به امید مبارزۀ هر چه سریعتر و هر چه دقیقتر در راۀ مبارزه با فساد اداری!
به امید مبارزۀ هر چه سریعتر و دقیقتر با ایران محوری ها و پاکستان محوری های مخرب در افغانستان عزیز!
به امید دقت به کوچکترین واحد های کاری در هر ساحۀ کاری ما!
به امید اتحاد و وحدت هر چه بیشتر اقوام شریف افغانستان!
به امید صلح، ثبات، عدالت اجتماعی، قانونیت، ترقی و رفاه برای مردم رنجدیدۀ ما