په داسې حال کې چې د وزیرستان د خړ کمر د شهیدانو وینې لا وچې شوي ندي او د هغوی په کورنو کې د ویر ټغر غوړیدلی دی په ټوله پښتونخوا کې خلک د پنجاپی استعماري ادارې د پوځ له خوا ددې خونړي جنایت له امله پرلتونه کوي او د خړ کمر شهیدانو غیبانه جنازې اخیستل کیږي .په داسې د ویره ډکو شیبو کې دافغانستان اولسمشر محمد اشرف غني اسلام اباد ته د سفر نیت کړی دی. او هم نوموړي د خپلو خبرو په ترځ کې د نوموړي سفر مثبتو پایلو ته ډیره هیله مندي ښودلي ده.
خو دا معلومه نده چې نوموړی د پنجاپی استعماري – تروریستی رژیم سره په څه خبرې کوي او ولې هیله من دی چې د نوموړي سفر به مثبتې پایلې ولري. خو هغه څه چې تر ټولو روښان دي هغه دا دي چې پنجاپی استعماري – تروریستي رژیم به هیڅکله په داسې څه موافقه ونکړي چې افغانستان ته یې د یوه ویښته د سر اندازه ګټه ورسیږي.
د ۲۰۱۹ کال د می په ۲۶ د پنجاپی وحشي پوځ له خوا بیګناه وزیرستانیان په خپلو وینو ولمبول شول دې وزیرستانیانو غوښتل دپنجاپی پوځ له خوا په مچه دته خیلو کې د خلکو کورونو ته د پوځیانو په زور ننوتل او د میرمنو وهل ټکول او د دوی د سرونو ویښتانو شوکولو په مقابل کې سوله ایز احتجاج وکړي.
د پښتنو د روحيې د وژلو د پاره په اسلام اباد کې لس کلنه فرشته مومند د پنجاپی پوځیانو له خوا بیعزته او بیا ټوټې کړل شوه .
اسلام اباد ته د اشرف غني نوموړی سفر د وزیرستان ، سوات ، باجوړ او نورو سیمو د پښتنو لسګونو زرو شهیدانو کورنیو ، د پښتنو ، بلوڅو او افغانستان دخلکو ته توهین او د دوي په ټپي زړونو د مالګې د شیندلو په مانا دی.
د افغانستان په ټولو ښارونو او کلیو کې د وزیرستان د مظلوم اولس سره ملاتړ اعلان شو او ځانونه يې په دې غم کې شریک وباله .
د ډیورینډ د کرغیړنې کرښې ها خوا خلکو د محمد اشرف غني څخه وغوښتل چې نوموړی په نړیواله سویه د پنجاپی پوځ د جنایتونو څخه پرده پورته کړي او په دې ډول د هغوی د حقه حقوقو څخه ملاتړ وکړي .
مګر له بده مرغه :
1. د افغانستان اولسمشر محمد اشرف غني د پنجاپی استعماري پوځ په دې جنایت باندې سترګې پټې کړې.
2. په کابل کې تش په نامه سیاسي ډل او سیاسي کسانو ځانونه بیخبره وساتل
3. د افغانستان رسنیو په دې هکله کوم غبرګون ونه ښود.
تر ټولو د شرمه ډکه خبره دا وه چې په وزیرستان کې مظلومو خلکو خپل مړي ټولول او خښول چې په همدې شیبه کې د کابل پلاوی اسلام اباد ته ورسید. او د هغه د پوځیانو سره یې کتنې درلودې.
دا لومړۍ ځل ندي چې محمد اشرف غني د پنجاپي تروریستي – استعماري رژیم له خوا دوکه کیږي بلکې کله چې هغه د کابل په ارګ کې په اولسمشرۍ څوکۍ باندې ډډه ولګوله کابل ته د پنجاپي پوځ د لوی درستیز په سفر سره دومره دوکه شو چې هغه د ا فغانستان خلکو ته د سولې راتګ په کلونو او میاشتو کې نه بلکې په ورځو او هفتو کې ژمنه ورکړه . خو تر ننه د سولې د راتګ څرک نه لیدل کیږي.
خو داسې لیدل کیږي چې نوموړۍ یو ځل بیا په سعودي عربستان کې د اسلامي هیوادونو د کنفرانس په څنډو کې د پنجاپی تروریستي – استعماري ادارې د لومړۍ وزیر عمران خان سره په خبرو کې دوکه شوي وي او اوس اسلام اباد ته د خبرو د پاره تیاري نیسي.
اسلام ا باد ته د اشرف غني سفر په داسې مهال کې تر سره کیږی چې هره ورځ نږدې په کابل کې درې څلور چاودنې د پاکستان د پټو سرویسونو له خوا تر سره کیږي او په سلګونو کسان شهیدان او ټپیان کیږي. همدارنګه په ټول افغانستان کې پنجاپ پورې تړلو وسله والو د وینو لښتیو بهولو ته دوام ورکوي.
همدرانګه اسلام اباد د اشرف غني سفر په داسې وخت کې تر سره کيږي چې د ډیورینډ د منحوسې کرښې ها خوا پښتانه د پنجاپی پوځ له خوا په ډیره بیرحمانه توګه ځپل کیږي او په سلګونو پښتانه د پنجاپی پوځ له خوا هر ه ورځ جیلونو ته اچول کیږي.
د کابل ارګ د ډیورینډ د منحوسې کرښې د رامنځته کیدو څخه ترننه پورې تل ، خپلو حقوقو د پاره د پښتنو دمبارزو په مقابل کې د انګریزانو او بیا وروسته د پنجاپی استعمار ملاتړ کړی او تر ننه دا ملاتړ روان دی.
اسلام اباد ته د اشرف غنی دا سفر خلک او نړیوال اریان کړي دي او ټول په دې باور دي چې د اشرف غني دا سفر به نه یوازې د افغانستان ملي ګټو ته زیان ورسوي بلکې د ډیورینډ منحوسې کرښې ها خوا خلکو مبارزې به هم تر پوښتنې لاندې راولي.
ځینی د محمد اشرف غني سیاسي مخالفین بهرنیو هیوادونو او د هغو له جملې څخه پاکستان ته د اشرف غني سفرونو ته د اولسمشرۍ څوکۍ ته د نوموړی د کاندیدو سره اړیکي ورکوي.
خو داسې لیدل کیږي چې د اسلام اباد ژمنې به یو ځل بیا د کابل په زیان تمامې شي. تیر وار هم اشرف غني د پنجاپي رژیم په ژمنو دوکه شو .
پخوا د افغانستان خلکو دا فکر کاوه چې اشرف غنی به تر ټولو زیات د ملي ګټو پلوي او مدافع واوسي او د دوی په ګومان هغه به د پنجاپی رژیم ناوړه پلانونه شنډ کړي مګر:
د استاد اشرف غنی په حکومت کې د پنجاپ حکومت د پخوا څخه زیات ا متیازات تر لاسه کړل
1. د تورخم دروازه جوړه شوه
2. د پولې د تنظیم په نوم په موافقې سره د ډیورینډ منحوسه کرښه رسمي کړل شوه
3. د ډیورینډ په منحوسه کرښه اغزن تار وغزول شو
4. د خلکو د پاره پاسپورټ او ویزه حتمی کړل شوه
5. د اشرف غني به حاکمیت کې د قبایلو سیمې چې خود مختارې بلل کیدې رسما د پنجاپی استعمار یوه برخه شوې
6. د ډیورینډ د منحوسې کرښې په اوږدو کې پنجاپی پوځ پوځي تاسیسات را منځته کړل
7. د ډیورینډ ها خوا پښتني سیمو کې پنجاپي پوځ د هر ډول پوځي عملیاتو اجازه تر لاسه کړه.
8. او داسې نور
دا هغه امتیازات دي چې د اشرف غني د حاکمیت په موده کې پنجاپی رژیم تر لاسه کړي دي . باید ووایو چې پخوا په کابل کې یوه اداره( د طالبانو د اسلامي امارت په ګډون ) هم دې ته تیاره نه وه چې پنجاپی استعمار دومره امتیازات تر لاسه کړي او دومره د ( اشغال شوي افغانستان) اشغال دایمي کړي.
اوس مهال پنجاپی استعمار د هیواد د ننه او بهر څخه تر سخت فشار لاندې دی . په نوموړي هیواد کې ملي او ازادي بښونکي غورځنګونه ځواکمن کیږي :
1. پښتانه خپل ټول حقوق د ( خپله خاوره ، خپل اختیار په شمول) پنجاپي استعمار څخه غواړي
2. بلوڅ ازادي بښونکو ځواکونو په پنجاپی پوځ باندې رڼا ورځ توره شپه کړي ده
3. سندیانو د ازادی له پاره بیرغ را پورته کړ
4. کشمیریان مستقل هیواد غواړي
5. بلتستان ازادي غواړي
باید ووایو چې پورتني غورځنګونه فکر کوي چې کابل تل د دوی شاته ولاړ دی او ددوی د ازادۍ څخه به ملاتړ وکړي خو داسې نه ده:
باید ووایو چې د کابل ارګ د ډیورینډ د منحوسې کرښې ها خوا خلکو د برخلیک په هکله تل بی تفاوته پاتې شوي دی بلکې د کرښې ها خوا مبارزیو سره یی خیانت هم کړی دی.
د افغانستان په تاریخ کې کابل د امیر عبدالرحمن خان څخه ( د خلکیانو د حکومت څخه په غیر) تر ننه د انګریزانو او پنجاپیانو د ګټو ساتونکي و ، او کابل د ( انګریز او پنجاپ په وړاندې ) د تسلیمي پالیسیو په مخته بیولو سره یې افغانستان د سترو تراژیدیو سره مخامخ کړی دی.
1. کله چې عبد الرحمن خان د ډیورینډ سره موافقه وکړه د ازادی له پاره د مبارزینو د کلک غبرګون سره مخامخ شو او ملاپاونده کابل ته راغی خو بیا هم عبدالرحمن خان د پښتنو خلاف د انګریزانو سره په خپله ژمنه کلک ودرید.
2. د امان الله خان د پاره افغانستان هغه خاوره وه چې د نیکه څخه ورته پاتې شوي وه نو ځکه د ازادی په جګړه کې یې خپل پوځونه بیرته په شا کړل.
3. د انګریزانو د وتلو په مهال ، د کابل ارګ د خلکو د دوکه کولو د پاره ځینې بیکاره پلاوي کراچۍ ته ولیږل اوهلته یې د چاروواکو سره بی محتوای خبرې وکړې.
4. د سیمه ایزو خلکو ظاهر شاه د خوست نایب الحکومه ته امر کړئ و چې حاجی میرزالی خان ونیسي او انګریزانو ته یې وسپاري.
5. د هند او پاکستان په جګړو کې یې په غیر مستقیمه توګه د پنجاپی استعمار سره مرسته وکړه .
6. محمد داود هم د پښتونستان د داعیې څخه په شا و.
که څه هم د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند د پښتنو او بلوڅو د برحقه مبارزو کلک ملاتړ کاوه او په دې هکله یې لازم پروګرامونه درلودل.
مګر کله چې حامد کرزی واک ته ورسید:
1. د پښتونستان واټ نوم بدل کړل شو
2. په رسمي توګه د پښتنو او بلوڅو د پیوستون د ورځې نمانځل پریښودل شول
3. د پښتونستان په نوم د مبارزینو ملاتړ پریښودل شو
4. د تروریزم په وړاندې د مبارزې په پلمه د پنجاپ پوځ ازاد قبایل اشغال او تر ډیره بریده د افغانستان ( عبدالرحمن خان میراث ) په خاوره هم ننوت
5. د خلکو په قول زیات شمیر مشکوکې موافقتنامې د امریکا – پاکستان- افغانستان تر منځ رامنځته شوې چې د پنجاپی استعمار په ګټه تمامې شوې.
اشرف غني د هیواد په دننه او خارج کې زیار باسي چې ځانته یوه بله نوي تیوري د سیمې د پاره رامنځته کړي هغه تیوري چې د افغانستان د خلکو په زیان تمامیږي:
په ا قتصادي پلوه د یوې سیمې رامنځته کول چې افغانستان د هغه څلور لاري واوسي. ددی موخې د پاره داسې موافقې ترسره کړي چې دواړو ملتونو( په پاکستان کې یو ملت وجود نلري هلته څو ملته دي چې پنجاپی په کې حاکم او نور ملتونه په کې محکوم دي) ته د منلو وړ وي.
پنجاپی استعار د اشرف غني نوموړي تیوري ته پام شوي دی اوس په دې فکر کې شوی دی چې ددې تیوري څخه په خپله ګټه کار واخلي دا ځکه چې :
1. د اشرف غني ددې تیوري په پلي کیدو سره به پنجاپ وکولي شي منځنی اسیا ته لاسرسۍ پیدا کړي
2. د پښتونخوا ، بلوچستان او افغانستان طبعي منابع به تر خپل کنترول لاندې راولي.
3. افغانستان ، د منځنی اسیا هیوادونه او نور به د پنجاپی نوي استعمار تر کنترول لاندې راشي.
همدا خبره ده چې پنجاپی ستراتیژیستان اوس په دې فکر کې شوي دي چې د اشرف غني د نوموړي تیوري څخه په خپله ګټه کار واخلي. مګر د دې تیوري په پلي کولو کې دوی دې ته تیار ندي چې د اشرف غني سره مرسته وکړي:
1. هغوی نه پریږدي چې هند ددې اقتصادي سیمې برخه واوسي
2. هغوی نه پریږدي چې د افغانستان او هند تر منځ اقتصادي اړیکي پیاوړي شي
3. هغوی نه پریږدي چې افغانستان هند ته د وچې څخه لار پیدا کړي.
باید ووایو چې په سیمه کې هند د افغانستان د پاره مهم دی او هند نه غواړي چې د ا فغانستان اقتصادي ازادي له منځه یوسي بلکې غواړي د افغانستان اقتصاد پیاوړی شي.
باید ووایو چې اشرف غني به اسلام اباد ته ولاړ شي مګر دده نوموړی سفر به د افغانستان او د پنجاپی استعمار لاندې مبارزو ځواکونو د پاره ډیر زیانمن تمام شي.
هغوی فکر کوي چې ( لر او بر ، یو افغان) . له دې امله دوی کابل خپل طبعي ملاتړی بولي خو کله چې اشرف غني اسلام اباد ته سفر وکړي دا به وښودل شي چې:
1. کابل د پښتنو ، بلوڅو ، سندیانو او بلتستانو د ازادی له پاره دمبارزو خلاف دی او د پنجاپی رژیم ملاتړ کوي.
2. دا په ډاګه شي چې ( لر او بر ، یو افغان ) ندي بلکې ( بر) د پنجاپی استعماري رژیم ملاتړی دی.
3. په نړیواله سویه به په ډاګه شي چې د ( پښتنو ، بلوڅو او نورو مبارزین ) په حق ندي بلکې پنجاپي رژیم په حق دی.
اوس مهال پنجاپ نه یوازې :
1. ( د عبدالرحمن خان افغانستان) په وړاندې جګړه مخته بیايی
2. بلکې د ډیورینډ د منحوسې کرښې ها خوا پښتانه هم په بیرحمانه توګه ځپي
3. همدارنګه هند او د سیمې نورو هیوادونو ته هم تروریستان لیږي.
اوس مهال د ډیورینډ د ها خوا خلکو په ضد د پنجاپ جګړه ډیره بیرحمانه ده. هغوی باجوړ ، سوات ، دیر، خیبر دره او نورو سیمو کې د پښتنو او بلوڅو په ضد جګړه روان کړي ده.
په وزیرستان او د پښتنو په نورو سیمو کې پنجاپی پوځیان د خلکو کورونو ته ننوزي د دوی عزتونه او مالونه لوټوي او خلک وژني چې د هغو له جملې څخه:
د پنجاپي استعماري پوځ دا غیر انساني عمل په ټوله نړۍ کې د کلکو غبرګونو سره مخامخ او وغندل شو . په ټوله پښتونخوا کې د خلکو مظاهرې راووتلې او په پرلتونو کیناستل.
پنجاپی استعماري اداره هڅه کوي چې پښتانه او بلوڅ د خپلو سیمو څخه وتلو ته مجبور کړي تر څو د هغو زرګونو کانونو د لوټ د پاره چې په ټوله پښتونخوا او بلوچستان کې موجودي تر خپل کنترول لاندې راولي. د پنجاپي استعمار د پاره پښتانه او بلوڅ مهم ندي بلکې د دوی خاوره او کانونه ورته مهم دي.
لدې امله یې د تروریزم سره د مبارزې په وړاندې د جګړې په پلمه په وزیرستان یرغل وکړ. دا پنجاپی پوځ دا یرغل د ټولو هغه پخوانیو موافقو خلاف و ، چې د عبدالرحمن خان او انګریزانو تر منځ پرې موافقه شوي وه. د هغوی د موافقو له مخې قبایل خود مختاري درلوده او د پاکستان پوځ دا حق نه درلود چې قبایلو ته ننوزي.
مګر له بده مرغه د افغانستان د پخواني اولسمشر حامد کرزي او اوسني اولسمشر محمد اشرف غني په واکمنیو کې پوځ په ازادو قبایلو ننوت او هلته يې پوځي اډې رامنځته کړې . دا پوځ نه یوازې هلته پاتې شو بلکې په لسګونو کیلومتره ( د پاتې افغانستان ) په خاوره ننوت چې تر ننه د کابل چارواکي پرې چوپ پاتې شوي دي.
د دوه زره څوارلسم کال د جون د میاشتی په پنځلسمه د تکبیر په نارې ( الله اکبر ) سره د پنجاپ اردو په شمالی وزیرستان برید و کړ.
د ځینو معلوماتو له مخې په شمالی وزیریستان کی د عملیاتو د پاره دیرش زره پلی کوماندوی ځواک ګومارل شوی چی د سلګونو الوتکو او شوبلو یی ملاتړ کیده په ډیره بی رحمانه توګه د شمالی وزیرستان څخه سور تنور جوړ کړ.
د سیمی په تاریخ کې دا بیساری پوځي عملیات دی چی په دومره کچه پوځيان ، په ډير عصری جنګی تخنیک سره په کې برخه اخلی.
د پوځي اوصولو له مخې په دومره کچه پوځي عملیات د کوچنیو ګروپونو په وړاندی نه تر سره کیږی.
بلکې په دومره کچه د پوځ ګډون په عملیاتو کی یوازی د منظمی اردو سره د جګړې او یا د یوه ستر دفاعی ستراتیژیک مرکز د نیولو د پاره پلان کیږی.
د دوی په ژبه د وسله والو ډلو د ځپلو د پاره د دومره اندازه د پوځي قوت استعمال د جګړې د پلان کونکو په احمق والی باندی دلالت کوي. او یا کیدای شی دا قوت د یوه ستر ستراتیژیک هدف د پاره چی دوی یی ځانته ټاکي د تروریزم تر پړدې لاندې استعمال شي.
د بلی خوا د پنجاپ پوځ مشر ، سرتیرو ته په یوه وینا کی ویلی دی چی دوی به د وروستی تروریست په وړاندی هم کرار نه کینی. خو دلته پوښتنه پیدا کیږی چی د کوچنیو وسله والو ګروپونو په وړاندی دومره پراخ عملیات کول په کومه مانا دی.او دوی په وړاندی د څو قل اردو استعمال څخه د پنجاپ موخه کومه وه؟
د شمالی وزیرستان جګړه ډيره خونړي او ورانونکی وه. دلته د میرالي ، میرامشاه او نور ښارونه او په سلګونو کلي په کنډوالو بدل شوی او د ورانی بهیر روان و.
مخکې ددی څخه چي پلی پوځونه سیمی ته ننوزی اف شپاړس جیټ الوتکو ، زرګونو کیلو ګرامو وزن په درلودلو سره د بمونو په غورځولو پیل وکړ . چی ورسره جوخت څرخی الوتکو د ځمکې په مخ د خلکو د ښکار د پاره منظمې الوتنی پیل کړې.
د وزیرستان په کلیو او بازارونو باندی د توپچی او توغندیو بارانونه جوړ شول. د وزیرستان په خلکو باندی د قیامت ورځ راغله .
په زرګونو خلکو د خپلو کورونو د چتونو او دیوالونه لاندی شول. او پاتې یی نه پوهیدل چی کومې خواته ځانونه خلاص کړي.
په لسګونو زرو کورنیو دا امکانات نه درلودل چی د جګړې د ډګر څخه ځانونه خوندي ځایونو ته ورسوي. د ډیرو میندو څخه خپل اولادونه ورک شول او د ډیر ماشومان په زانګو کی د میندو څخه پاتي شول.
چی د دې هوایی بمباریو او توپونو د ډزوڅخه دوې ورځي وروسته ، پلي پوځونه سیمې ته ننوتل. د پنجاپی اردو پلیو ځواکونو د پاره هر ژوندی موجود ټارګیټ و او دی.
دې وحشی پوځ نه یوازی په انسانانو رحم ونکړ بلکې په څارویو او کروندو باندی یی هم رحم ونکړ.
د پنجاپ وحشی پوځیانو هر ژوندی موجود په نښه کاوه او د وزیرستان خلک اړ شول په ډیرو ستونزو سره ځانونه د جګړو ډګر وباسی زیات شمیر یی د بنو د بکاخیل دښته کی ځای په ځای شول .
دا کیمپ د پنجاپی پوځ له خوا رامنځته شوی دی او په لکونو د وزیرستان خلک په کی د بندیانو په توګه ساتل کیږی. دا کیمپ چی په یوه سوځنده دښته کی جوړ شوی دی هیڅ ډول د ژوندانه اسانتیاوی پکی نه شته. په زرګونو ماشومان د ګرمی او خوار ځواکی له امله مړه شول او کیږی.
په دی کیمپ کی په زرګونو کسان د یوې ګولې ډوډی د ترلاسه کولو د پاره کتار ودریږی مګر زیات شمیر یی ددی په ځای چی څه ترلاسه کړي بیرته خپلو کیږدیو ته ستنیږي.
د پنجاپ پوځ هڅه کوي چی په دی ډول سره د کیمپ اوسیدونکی تحقیر او توهین کړي د کیمپ څخه د کورنیو وتل ناممکن دی او دا زرګونو کورنیو د پاره لوی زندان دی. د پنجاپ پوځ نه یوازی په شمالی وزیرستان کی خلک په بی رحمی سره ووژل بلکی په بکاخیلو کیمپ کی یی په زرګونو کسان یرغمل کړل.
په دې ډول د وزیرستان زیات شمیر خلک ، کورمه ، دیره اسمعیل خان، پیښور ، خوست او پکتیکا ته د خپلو سرونو د خوندي کولو دپاره ولاړل.
د پنجاپ استعماری اداره هڅه کوي چی دا په ډاګه کړی چی دا جګړه د تروریستانو په وړاندې وه . د پنجاپ د اردو د ویدیویی او چاپی خپرونو څخه معلومیږی چی پنجاپ ددی جګړي د پاره سخته تیاری نیولی وه او هڅه کوي چی نړۍ دا وښیی چی دا هیواد د یوې لویی جګړې سره مخامخ دی.
پنجاپی اردو وایی چی د دوی دا جګړه د تحریک طالبان پاکستان، د حقانی ډله ، د ختیز ترکستان ډله ، د ازبک جنګیالو او القاعده په خلاف دی. دا پوځ په ډاګه کوي چی دا ټول تنظیمونه په شمالی وزیرستان کی ځای په ځای شوي دی.
خو د عینی شاهدانو له قوله ویل کیږی چی مخکې له دې په شمالی وزیرستان کی د پنجاپ پوځ جګړه پیل کړي، نږدې پنځه زره بهرنی وسله وال(ازبک ، چیچین، عرب ، تاجک...) چی په ډيرو عصري وسله سره سمبال او حتی زغره وال ګاډی یی درلودل هیواد ته داخل او د افغانستان مختلفو سیمو ته واستول شول.
همدارنګه نور جنګیالی د پوځ د عملیاتو د پیل څخه مخکی خبر کړل شول او د نورو سیمو ته د هغو په لیږد کی مرسته ورسره وکړل شوه.
یعنی کله چی شمالی وزیرستان د جنګیالو څخه تش شو ، ورسته د پنجاپ پوځ په دی سیمه باندی د ځمکی او د هوا څخه بریدونه پیل شول.
د ضرب عضب د عملیاتو د عملیاتو په ترځ کی په یو نیم کال را پدې خوا یوولس زره څخه زیات پوځي بریدونه( تاکتیکي) تر سره شوي دي چی دا د نړۍ په جګړو بیساري دی چی یوه ځواکمنه اردو په ډیر لوړ جنګی تخنیک سره یی د یوې ولسوالی په وړاندی تر سره کوي.
د پاکستان تر نوم لاندی هیواد کی د پنجاپ دیکتاتوری – استعماري نظام واکمن دی هلته دموکراسی او د بشر حقوق تش په نامه دي د پنجاپي استعمار په وړاندی ډیر کوچنی مقاومت په ډیره بې رحمانه توګه ځپل کیږي.
باید وویل شی چی د پنجاپ د استعماری اداری تر واک لاندی سیمو کی ازادی رسنی نه شته تر څو په هغه هیواد کی د پیښو په هکله خلکو او نړیوالو ته سم راپورنه ترتیب او خلک تری خبر کړي.
په هغه هیواد کی دولتی او نادولتی ټولې رسنی په ښکاره او یا په پټه د هغه هیواد د پټو سرویسونو له خوا کنترول کیږی . دا سرویسونه د یوې خوا رسنیو چلونکو ته مادی امتیازات ورکوي او د بلې خوا په دی رسنیو کی کارکونکو ته ځانګړي اجندا ورکړل شوی او د هغه اجندا څخه د باندی ګام نه شی ایښودلی . که چیری کومې رسنی او یا ژورنالست د هغه اجندا څخه د باندی ګام کیښود د ډیرو سختو پایلو سره مخامخ کیږي.
په دی ډول د بهرنیو رسنیو کارکونکی تر سخت څار او کنترول لاندی دی که د دوی څخه کوم یوه د پنجاپ د استخباراتی اجندا د باندی کار وکړ، شړل او یا وژل کیږی په تیرو څوارلسو کلونو کی زیات شمیر بهرنی ژورنالستان او یا بهرنیو رسنیو ته کارکونکی وژل شوی دی.
په هغه هیواد د ټولو امنیتی پیښو په هکله داخلی او بهرنی رسنی هغه څه خپروي چی د پنجاپ د پوځ د عامه اړیکو د دفتر له خوا ددوی په واک کی ورکول کیږي.
د پوښتنی وړ دا خبره ده چی په دی هکله نړیوال هم چوپ دی او په دی هکله د پنجاپ په استعماری اداره باندی انتقاد او یا اعتراض نه کوی چی ولی رسنیو ته اجازه نه ورکوي چی د شمالی وزیرستان او یا نورو قبایلی سیمو او یا د جګړو د ډګرونو څخه راپورونه تیار کړي.
په افغانستان کی هم رسنی په هغه څه باندی شخوند وهی چی د پنجاب د وحشی پوځ د عامه اړیکو د دفتر له خوا خپریږی یعنی که هلته ماشومان ، میرمنی ، بوډاګان او عادی خلک وژل شوی وي مګر پنجاپ استعماری اردو هغه ته تروریستان وایی او همغه عبارت باندی د کابل رسنی هم شخوند وهي.
د کابل رسنیو تر اوسه دا هڅه نه ده کړي چي په قبایلی سیمو او وزیرستان کی د واقعیتونو په هکله راپورونه تیار کړي په داسی حال چی دا ممکنه ده. د کابل رسنی د مختلفو لارو څخه کولی شی چی هلته د روانی جګړی ریښتینی تصویر خلکو او نړیوالی ټولنی ته وړاندی کړي.
په وزیرستان کی د پنجاپ د وحشی اردو له خوا زړه د بشریت ضد زړه بوګنونکی جنایتونه تر سره شوی او تر سره کیږی خو د دی جنایتونو په هکله داخلی او نړیوال د بشری حقوقو د ملاتړ سازمانونه ټول چوپ دی او کوم غبرګون نه ښایی.
د شمالی وزیرستان جګړه د پنجاپی وحشی اردو د پاره ډیره اوږده ، د تلفاتو ډکه او قیمتی تمامه شوی ده د ځینو راپورونو له مخی نږدی دوه بیلیونو څخه زیات ډالر په دی عملیاتو کی لګول شوي دی.
خو د پنجاپ هیله داده چې په وزیرستان کې د یورانیمو او سروزره کانونه تر خپلې ولکې لاندې راولي او په دې ډول دا خاوره په ښه توګه لوټ کړي.
د وزیرستان خلک تر اوسه د امن او سوله ایز حرکتونه مخته بیايي. او نه غواړي د پنجاپی پوځ په وړاندې ټوپک ته لاس کړي . که چیرې ټوپک ته لاس کړي بیا نو :
وزیرستان هغه د پولادو څخه جوړې شوې نینې دي چی د ستوني څخه به تیره شی خو هضمول یی ناممکن دی او ډیره ممکنه ده چی ګیډه څيرې کړي.
دا په دی مانا چی په وزیرستان کې د پنجاپ د وحشی پوځ پښه بنده پاتی شوی ده . که چیری دا پوځ د وزیرستان څخه وځي په هغه صورت کی به وزیرستان په یوه ازاده سیمه تبدیل او د پنجاپ په وړاندی به د مقاومت ټینګ مورچل وګرځي.
او که د پڼجاپ پوځ وغواړي په وزیرستان او نورو قبایلی سیمو کې پاتې شي په هغه صورت کې به دا پوځ هره ورځ مرګونی تلفات زغمی په جګړه کې به پرسونل او جګړایز تخنیک د لاسه ورکوي او د اقتصادی لحاظه به د هغه ملاتړ کونکی ( امریکا) د پاره هم د توان څخه ووځي .
دا هغه تجربه ده چی د انګریزانو پوځ د وزیرستان او نورو قبایلی سیمو څخه تر لاسه کړي ده. د انګریزانو پوځ په لسګونو کلونو په وزیرستان او قبایلو کی جګړه وکړه مګر یوه جګړه یی هم نه ګټله . تر څو د لوی اتل حاجی میرزالي خان تر کوماندی او مشری لاندی د ازادی مبارزینو وکولی شول چی انګریزان مات کړي او انګریزان اړ شی چی د هند نیمه وچه پریږدی.
باید سرتاج عزیز چی ځانته د پاکستانی استعماری – تروریستی اداری ستراتیژیست وایی په دی پوه شی چی په وزیرستان باندی د پنجاپ د پوځ برید یوه لویه تیروتنه وه.
د پنجاپ پوځ په وزیرستان باندی برید ددی له پاره تر سره کړ چی د پښتنو د ازادی دا ستر مورچل وځپی . دا ځکه چی د پنجاپ استخباراتو ونه کولی شول چی د وزیرستان د خلکو روحیه د تروریستی ډلو په ځای په ځای کولو سره له منځه یووسی. یعنی په تروریستی ډلو سره د وزیرستان د خلکو د ځپلو ستراتیژی ناکامه شوي وه.
خو د پنجاپی استعماري پوځ د حرکاتو څخه داسې ښکاري چې په وزیرستان کې پیښې ټینګې کړي تر څو پورته جګړه په یوه نوي بڼه مخته بوزي:
1. د خلکو کورونو ته ننوتل او هغوی ته بیعزتي اړول
2. د قومي مشرانو ، روحانیونو او ځوانانو نیول او له منځه وړل
3. کار او روزګار ته د خلکو نه پریښودل
4. په لارو او سړکونو کې د خلکو ځورول
5. او داسې نور
دا ټول ددې له پاره تر سره کیږي چې په خلکو کې روحیه ووژني او یا یې سیمې څخه وتلو ته اړ کړي تر څو سیمه په بشپړه توګه د پنجاپی پوځ تر کنترول او واک لاندې شي. له دې امله په داسې حال کې چې په خړ کمر کې د پښتنو وینې د پنجاپی پوځ له خوا بهول شوي دي او خلک د خپلو کورونو راوتلو ته نه پریږدي د کابل د ادارې لوړ پوړی پلاوی د اسلام اباد څخه لیدنه کوي او د پوځ د مشرانو سره خبرو ته کیني.
د کابل حکومت هغه څه کوي چې پنجاپي استعمار یې غواړي. د مختلفو اوازو له مخې داسې ویل کیږی چې د پخواني اولسمشر حامد کرزي او د اوسني اولس مشر اشرف غني د واکمنیو په مهال د پنجاپی تروریستي – استعماري رژیم تر منځ د ډیورینډ منحوسې کرښې اړوند هر ډول موافقي کوم اړخ نلري او هم د افغانستان او د دې کرغیړنې کرښې ها خوا خلکو د پاره د منلو وړ ندي او نه کوم قانوني اعتبار لري.
د کابل مشر محمد اشرف غني باید پوه شي چې اسلام اباد ته د نوموړي سفر به هیڅکله کومه مثبته پایله ونلري په اوسنیو شرایطو کې اسلام اباد ته د اشرف غني سفر د سیاسي تیروتنې په مانا دی . چې ټول پښتون اولس ، د سیمې ازادې بښونکي غورځنګونه او وطنپال ځواکونه به د هغه څخه مخ واړوي.
لکه چې دده وړاندې حامد کرزي هم ۲۰ ځله اسلام اباد ته سفرونه کړي خو د ګټې په ځای یې افغانستان ته زیانونه اړولي دي. همدارنګه په تیرو پنځو کلونو کې د کابل او اسلام اباد تر منځ تګ او راتګ د افغانستان په زیان تمام شوی دی مګر پنجاپ یې خپلو ناوړو موخو ته نږدې کړی دی.
پنجاپ هیڅکله دې ته تیار ندی چې د افغانستان ، پښتنو او بلوڅو د سیمو د بشپړې تباهۍ د ستراتیژي څخه لاس واخلي، د پنجاپ د خبرو او عمل تر منځ ۱۸۰ درجې توپیر وجود لري خو د کابل چارواکي په دې نه پوهیږي او یا ځان بیخبره ساتي.
د پنجاپي تروریستي – استعماري ادارې سره هر ډول همکاري ، د افغانستان سره دښمني ده.
د افغانستان خلک او د ډیورینډ د منحوسې کرښې ها خوا خلک اوس ویښ شوي دي اوس د کابل او اسلام اباد تر منځ پټې او ښکاره ناوړي معاملې په دوی کومه اغیزه نلري. اوس د ( د یو افغان ) نارې پورته شوي دي چې تر ننه د کابل ارګ ورباندې غوږونه کاڼه او سترګې پرې پټوي.
که چیرې اشرف غني غواړي یو ځل بیا د خلکو ملاتړ تر لاسه کړي باید :
1. اسلام اباد ته خپل سفر لغوه کړي
2. د پښتنو او بلوڅو د برحقه مبارزو ښکاره او په رښتیني توګه ملاتړ وکړي
3. د پنجاپی استعماري ادارې په وړاندې په خپل سیاست د سره کتنه وکړي او د هغه په وړاندې دفاعي تعرضي ستراتیژي را منځته کړي.
4. د هیواد دننه پنجاپی مزدورې کړۍ وټکوي
5. په نړیواله سویه د ازاد پښونستان مسله مطرح کړي .
اوس وګورو چې اشرف غني څه کوي:
د افغانستان ملي ګټو ته لومړیتوب ورکوي؟
او که د پنجاپی استعماري- تروریستي رژیم ته د همکارۍ لاس ورکوی؟