په جګړو کې تر ټولوستر زیان هغه دی چې ملتونه خپل ارزښتونه له لاسه ورکړي یا یې غلیم ور ته تر پښتو لاندې کړي او یا هم د جګړې هر برخوال، سرتېری وي که سیاستمدار په خپله دومره ذلیل شي چې هغه ازرښتونه چې دی یې د ساتلو نارې وهي، په باخبري یا نا خبري توګه ترې هېر او یا یې په خپل د ساتنې په پلمه له منځه يوسې۔ دا تجربې تر ټولو ملکونو څخه ډېرې زموږ په هېواد کې تر سره شوې او لا کېږي۔ دا دي د اسلام مدافعینو، د افغانستان خپلواکوونکو، د اسلامې امت ذعیمانو او هغو سرتیرو چې ځان ته د موسی ع لقبونه ورکوي، محترم مولوي صاحب ریحان په روژه کې، د جمعې د لمانځه په وخت، په جومات کې، د ممبر پر سر د خطبې لوستلو په وخت په شهادت ورسوه۔ الله ج دې ده ته جنت فردوس ور پر برخه کړي او قاتلان یې د الله ج په دې نړۍ داسې ذلیل کړي لکه ابولهب۔

دا نه لومړی وار دی او نه به هم وروستی هغه وي چې د ابوجهل طالبي لښکر پر جوماتونو یرغل وروړي، په جوماتونو کې مذهبي علما او لمونځ ګذاران وژني۔ د یوه جومات ورانول چې څومره لویه ګنا ده بېله خبره ده۔ په ناحقه د یوه بې ګنا مسلمان، هغه هم په جومات کې، په روژه کې، د ممبر پر سر وژل د پوره کائناتو د وژن او ورانولو په مانا ده۔ که چېرې همدا وروستۍ پېښه وای، جبیره به یې اسانه وای۔ له بده مرغه چې دغه ډول وحشت چې د جهاد په نامه د اسلام په پاکه خاوره کې، د مجهادینو په نامه د ځناورو لخوا تر سره کېږي، اصلا د کفر او الحاد ، د یهودو او نصاراوو د فکري جګړې یوه لویه پلان شوي طرحه ده چې له سلګونو کلونو څخه را پدېخوا، په ځانګړې توګه په افغانستان کی له کابو څلویښتو کلونو په درز روانه ده۔

په جوماتونو برید او د جوماتونو نړول، په جوماتونو کې د ولسي وګړو او مخالفیونو وژن نه یوازې چې په اسلام کې منع دی،بلکې همداسې د یهودو او نصاراوو په دین او د جګړې په قانون کې۔ ، دا چې دوی یې څومره مني، هغه د دوی ستونځه ده۔
د جینیوا د کونوانسیون د ۵۳ مادې اول بند:پر کلتوري او مذهبي بنسټونو یا ځایونو باندې یرغل او د هغوی ړنګول بند دي۔
وحشي امریکایي ځواکونه په ۲۰۰۵ کال د مۍ د میاشتې په ۱۴ مسجدونو ته د ننوتلو او پر دوي د ګولۍ ویشتلو څخه منع شول۔ ان که چېرې په امریکایي ځواکونو له جوماتونو څخه ډزې هم وشي۔ په وحشي اسیرائېلی، امریکایي او انګلیسي ځواکونو له همدې امله چې په جوماتونو یې یا بمبارد کوه یا یې خلک هلته ترور کول، ډېرې نیوکې وشوې۔ان تر دې پورې چې د جنګي جرایمو محکمو دغه پېښې له ځان سره ثبت کړې۔د دې تورونو څخه د ځان د خلاصون لپاره امريکايي، انګلیسي او اسرائېلي ځناورو د همدې جهادیانو وینیز فلمونه رسنیو ته ورښوول چې همدا جهادي ټیکه داران په خپله خپل جوماتونه نړوي او پروا یې نه لري۔ همدا او دې ته ورته فلمونه چې د جهادي ټیکه دارانو جرم او جنایت ښیي، په لوېديز کې د رسنیو اړین سرټیکي ګرځي تر څو خپله فکري جګړه د اسلام په ضد روانه وساتي۔

که طالب خوراج دي او که داعشي سړیخواره، دا ټولې ډلې لوېدیزې استعماري ډلې دي چې د اسلام په نامه یې په مسلمانانو واکمنې کړې دي، اسلام پې بدناموي، مسلمانان پې وژنې، مسجدونو پې نړوي، قرآنونه پې سېځي، ماشومان، سپین ږیرې، ځوانان، سرتورې او سپین سرې په بې پته او بې عزته کوي۔ دا په نامه جهادي ډلې که له هر لوري وڅېړل شي، له هرې زاویې ور ته وکتل شي او په هر دین، قانون او مدنیت وننګول شي، مالومه به شي چې دا ډلې د اسلام نه، بلکې د شیطان ډلې دي، د ناپوهۍ ډلې دي، د ابوجهل لښکرې دي، د یهودوو او نصاراوو هغه لاسي وسیلې دي چې تر اتومي وسلو څخه هم زوروری او هم وژونکې دي۔ او دا ډلې تر وړیا هم ارزانه او هم پرېمانه دي۔ دا په نامه جهادي ډلې د لوېدیځ د فکري جګړې تر ټولې خونړۍوسلې دي چې د اسلام سنګرونه پې نړوي، اسلامي ارزښتونه پې سپکوي، اسلامي امت پې کمزوری او ذلیلوي۔ یهود او نصاراوو تر تله ه خپلو ادعاوې د داسې مسلمانانو په وسیله ثابتوي چې په سر کې ې زره عقل او په زړه کې یې ذره اېمان هم نه وي، خو په خوله به د ایمان، جهاد، خلافت او قرآن ساتنې نارې وهي۔

که سبا ته په نړۍ کې داسې قانون واکمن شي چې د یهودو او نصاراوو جرمونه وڅېړي، نو په بشپړ باور به زموږ د مسجدونو، په مسجدونو کې د علماوو د وژن او د اسلامي ارزښتونو د سپکولو او د مذهبي بنسټونو د نړولو پوښتنه ترې و نه شي، ځکه چې همدغه جرمونه په نامه اسلامي جهادي ډلو په بې سارې توګه سر ته رسولي دي او د نړیوالو په سترګو کې د اسلام مقدسو ځایونو او بنسټونو خپل ارزښټ او مصئونیت له لاسه ورکړی دی۔

لوېدیزو خبري رسنیو په ډله ییزه توګه اسلام ته سنګر نیولی دی او اسلام د یوه بنسټپال، ترهګر، ظالم، وحشي، بې پروا، او د نړۍ لپاره د یوه ګواښمن دین په توګه اعلانوي او د خپلو ادعاوو لپاره همدا د ابوجهل د طالبي لښکر کړه وړه او د داعشي ځناورو ویناوې، وینیز او غږیز فلمونه دلاسوند یا ثبوت په توګه وړاندې کوي۔ تر ټولو دروونکې هرګوره بیا دا ده چې یهودو او نصاراوو د ابوجهل د طالبي لښکرو د جرم او جنایت د توجیه لپاره نیکتایي واله شیطانان د سیاسي یحلیلګرو په نامه را پورته کړي دي.

دا په افغانستان کې د لومړي جهاد د فکري جګړې یوه لویه برخه وه چې تر اوسه یې جبران په وینو ورکوو۔ په نامه جهادي ګوندونو به پلونه، سړکونه، د برنښنا پایې، بندونه، ښوونځي او پوهنتونونه ورانول، علمي کادرونه به یې وژل، ښارمېشتي ولسي خلک به یې مرتد ګڼل او د هغوی مال او اولاد، په تېره ښځې به یې د چور او چپاول لپاره حلالې ګڼلې۔ د فکري جګړې هغه پراو پوره شو۔ د ابوجهل طالبي لښکر نه یوازې ښوونځی، پوهنتون، لارې، پلونه، د برق او اوبو بنسټونه ورانوي، همداسې هغه کلیوال هم مرتد ګڼي چې د دوی جهالت او ظلم ته غاړه نه اېږدي۔ وحشي طالب علمي او سیاسي کادرونه خو پرېږده، دا دي د خدای په کور کې، روژه تي، د ممبر پر سر، د جمعې پر ورځ د خطبې د لوست په وخت کې اسلامي عالم، د رسول الله ص وارث وژني! آیا دا د فکري جګړې بل پړاو نه دی؟ دا د سکس وحشي ارمانجن، د حورو لېونیان، مسلکي قاتلان، د وینو تږي، او د مذهب غلیمان د ابوجهل له لښکر سره څه توپیر لري؟؟؟ لکه څنګه چې ابوجهل خپل ځان په ځق ګڼه، دوی هم دحق نارې وهي، یوازې په دې توپیر سره چې ابوجهل په خپل جهالت ولاړ وو، خو طالب سړیخواره په لاس کې قرآن نیسي او د خپل جرم او جنایت لپاره یې درته دلیل نیسي۔ په وردکو کې د یوه سیمه ییز طالب قومندان شعار دا دی چې که چېرې په دولتي الوتکه کې بیت الله شریف هم بار وي، نو دی به یې ولي۔ فکر نه کوئ چې دا د فکري جګړې هغه پړاو دی چې له یوه مسلمان څخه یې ابوجهل جوړ کړی او یا یې له ده څخه اسلامي تفکر اخیستی او د ابوجهل فکر او شخصیت یې ورکړی دی؟

د ابوجهل د طالبي لښکر پروژه په بشپړېدا ده۔ داعش ورو ورو غښتلی کېږي۔ د فکري جګړې بل پړاو پیل شوی دی ۔ طالب به ښارمېشتي او کلیوال مرتد ګڼل، نرینه، سپین ږيري او ماشومان به یې وژل۔ د ابوجهل داعشي لښکرې بیا د مظلوم ولس ښځینه هم یرغل نیسي، کنیزې ترې جوړوي، عرب، عجم، پنجابي او هر ذلیل او سپک همجرمه ته یې د سکس لپاره تحفه ورکوي۔ جهادي ټیکه دار به مسلمان اسیر په ګولیو وویشت، طالب به په چاړه حلال کړل، داعشي یې ژوندی سېځي او یا یې پر بمونو کښېنوي۔ هره ورځ د اسلام په نامه خو د اسلام په ضد د جرم او جنیات، وحشت یو نوی ډول په سترګو وینو۔ او له بده مرغه دا ټول د قرآن، سنتو، او مذهبي فتواوو په نامه!۔ خدایه نور خپل دین وګټه او خپل قرآن وساته۔ مسلمان ولس کمزوری دی۔

حیرانوونکې ده!۔ جهادي ټیکه دارانو د داوود خان د دولت پر ضد پرته له کومې فتوا جهاد پیل ځکه چې فساد خپور وو، د نجیب دولت یې ټول مرتد ګڼه، ځکه چې ښځینه کارمنې په دولت کې شتون درلود۔ طالب مرتد به څپله فتوا د هیرا منډیي له مورده ګوانو څخه راوړه، خو خپلې کونډې، رنډې، بورې او ورارې به ېې له کوره د باندې نه پرېښووې۔ د طالبانو د رهبرۍ شورا د غړو لورانې په عربي هېوادونو کې په امریکایي پوهنتونو کې درس وایي، له نامحرم مسلمان یا کافر تر څنګه ناستې او د حیا او بښنې په وخت کې "فکینګ شېټ" اصطلاحات کاروي، خو د همدې شورا د غړو پر امر د ولس اتیا کلنې سپین سري په کورونو کې بندي دي او د باندې تګ نه شي کولای۔ فکري جګړې ته مو پام دی!۔ دا ټول کړه وړه په څه مانا؟؟؟ دا په دې مانا چې اسلام د انسانیت ضد دی، د ټولنې ضد دی، د هر وګړي ضد دی، د بشري مدنیت د بشپړوالي ضد دی۔

د جهادي ټیکه درانو تر ږیرو لاندې، د طالبي خوراجو تر ټوپکو لاندې او د داعشي سړیخورو تر اورونو لاندې، د افغانستان په وینیزو (تلویزیوني ) رسنیو کې د امریکایي سندرغاړي شکیرا کنسرتونه ښوول کېږي، په داسې حال کې چې نیمه لوڅه وي، لوېدیز فلمونه ښوول کېږي، په داسې حال کې چې ډېرې صحنې یې د اسلام او زموږ د پښتني کلتور پر بنسټ هېڅ د لیدو وړ نه دي۔ خو هېڅوک خپل غږ نه پورته کوي چې ولې؟؟؟؟ رييس مریم په فېسبوک کې په ژوندۍ بڼه راځي، هر ځل تر پینځو سوو ځوانانو ډیر لیدونکي لري او دا محترمه د خپل سکس کیسې کوي، د الکولو ګیلاس یې په لاس کې او وخت ناوخت د تیلیفون کمره خپل نیکر ته ونیسي۔ شوی شار په فسیبوک کې داسې غږېږي چې زموږ د لوچکو ځوانانو داسې خبرې نه دي زډه، قومندان ربېکا خو تر اوسه دومره نه ده پېژندل شوې۔ د جهادي ټیکه دارانو زامن د شرابو ډک ګیلاسونه په لاس کې ګرځوي او د خپلو ښځینه ملګرو سره په فسبوک کې په ژؤندۍ بڼه راځي او خپلې عشقي تجربې ورسره شریکوي۔ په همغه نېشه حالت کې نارې وهي چې ما خو جهاد کردیم، مقاومت کردیم او ۔۔۔۔

د ملي امنیت د یوه ریښتیني، مسلمان، مؤمن او هېوادپال په وینا په کابل کې کابو اته زره نجونې له بهرنیو سفارتخانو څخه د میاشتې درې سوه ډالره رزمنه (معاش) اخلي او هڅه کوي چې په خپلو فیشني کالیو سره د ځوانانو پام له محراب څخه په بل لور واړوي۔ بله عجیبه چې نوې راوتلې ده دا ده چې یو څو ځوانان پیدا شوي دي چې اوږدې ږیري یې پرېښي، خو د کالیو اغوستلو، موډ، فېشن او خبرو اترو ډول یې ټول لوېدیز ته ور ته دی۔ فکر نه کوئ چې دا ځوانان به د یوه مسلمان ږېره بې ارزښته کول غواړي؟ فکر نه کوئ چې دا ټولې برسېرنې ورځنۍ پېښې د فکري جګړې ډولونه دي چې باید اسلام سپک کړي، مسلمان ذلیل کړي او له خپل هویت څخه یې زړه توری کړي؟؟ دې ډول خلکو ته خو نه ملا څه وویل نه طالب، نه د هیرا د منډیي له مفتیانو څخه کومه فتوا راغله او نه هم د طالبي او داعشي خوارجو په ګولیو څوک وویشتل شول۔

د جهادي ټیکه دارانو، طالبي او داعشي خوراجو د کړو وړو پړه نه یوازې لوېدیزې، بلکې د اسلامي نړۍ ځینې مبصرین په سید قطب او محمد قطب اچوي، خو دې ټکي ته یې پام نه دی چې دا خوارج تر اوسه خپل ځان نه پېژني، اسلام نه پېژني، او نه د خپل ځان او نه هم د اسلامي ټولنې په ارزښت پوهېږي، نو د دوی پر فکر او فلسفه به څنګه پوه شي۔ هو د سید قطب او محمد قطب نیمګړتیا په ریښتیا سره دا وه چې دوی هر مسلمان ته د خپل ځان په سترګه کتل چې همدومره به ځیرک،پوه، صابر، ویښ، د استثمار او اسعتمار ضد، ریښتینی او اسلامي نړۍ ته وفادار وي۔ له بده مرغه چې سیدقطب او محمدقطب په دې نه پوهېدل چې راتلونکي جهادی ټیکه داران د خدای ج د رضا او د اسلام څخه د دفاع په موخه جهاد نه کوي، بلکې د سکس لیوني دي، لنډه غر دي، په سل کلدارې هم خپله مور خرڅوي او هم د بل زوی وژني۔ د دې جهادي ټیکه دارانو په لوښه او طبعیت حسن البنا ښه پوهېده چې خیراتي مرکزونه یې ور ته جوړ کړي ول، د ښورواوو، آشونو، کمپلو او ګازرو کاسې یې ورډکولې او د ودونو لګښتونه یې ورکول۔