يو_کوچي (صحرائي) سړي #درسول_الله(صلی الله عليه وسلم) څخه ( 22 ) پوښتني وکړې او هغه مبارک داسي جوابونه ورکړل. 
1. پوښتنه : غواړم چي مالداره شم؟ 
جــواب : قناعت غوره کړه مالداره به شى، 
2. پوښتنه : غواړم چي لوي عالم سم ؟ 
جــواب : تقوی او پرهيزگاري غوره کړه عالم به سې ، 
3. پوښتنه : غواړم چي عزتمند سم ؟ 
جــواب : خلګو ته لاس مه نيسه عزتمند به سې ، 
4. پوښتنه : غواړم چي لوی سړی سم ؟ 
جــواب : له خلګو سره مرسته کوه ، 
5. پوښتنه : غواړم چي عادل سم ؟ 
جــواب : چي ځان ته ئي خوښوې نورو ته ئي هم خوښوه ، 
6. پوښتنه : غواړم چي ځواکمن سم ؟ 
جــواب : په الله ( ج ) باور او توکل کوه ، 
7. پوښتنه : د الله (ج ) په دربار کي غوره درجه غواړم ؟ 
جــواب : د الله (ج ) ذکر کوه ، 
8. پوښتنه : غواړم چي روزي مي پراخه سي ؟ 
جــواب : تل په اوداسه کي اوسه ، 
9. پوښتنه : غواړم چي دعا مي قبوله سي ؟ 
جــواب : له حرامو څخه ځان ژغوره ، 
10. پوښتنه : غواړم چي ايمان مي بشپړ سي ؟ 
جــواب : اخلاق ښه کړه ، 
11. پوښتنه : د قيامت په ورځ له الله ( ج ) نه داسي ليدنه غواړم چي را څخه خوشحاله وي ؟ 
جــواب : ژر تر ژره له جنابت څخه وروسته غسل کوه ، 
12. پوښتنه : غواړم چي گناهونه مي کم سي ؟ 
جــواب : ډیر استغفار وايه ، 
13. پوښتنه : غواړم چي الله ( ج ) را باندي رحم وکړي ؟ 
جــواب : د الله ( ج ) په مخلوق باندي رحم کوه ، 
14. پوښتنه : غواړم چي الله ( ج ) مي پرده وکړي ؟ 
جــواب : د خلګو پرده ساته ، 
15. پوښتنه : غواړم چي رسوا نه سم ؟ 
جــواب : ده زنا څخه ځان ژغوره ، 
16. پوښتنه : غواړم چي الله (ج) او رسول (ص) ته گران سم ؟ 
جــواب : کوم کارونه چي الله (ج) ته گران وي هغه ځان ته گران کړه ، 
17. پوښتنه : غواړم چي د الله ( ج ) تابع سم ؟ 
جــواب : فرائض مه پريږده ، 
18. پوښتنه : غواړم چي احسان کوونکی جوړ سم ؟ 
جــواب : د الله (ج) داسي عبادت کوه لکه ته ئي چي وينې او يا تا ويني ، 
19. پوښتنه : يا رسول الله (ص) گناهونه په څښي بخښل کیږي ؟ 
جــواب : په اوښکو ، عاجزي او ناروغي ، 
20. پوښتنه : کوم شيان د دوږخ اور سړوي ؟ 
جــواب : په تکليفونو باندي صبر کول ، 
21. پوښتنه : د الله ( ج ) غصه په څښي سړيږي ؟ 
جــواب : پټه صدقه ورکول او صله رحمي ، 
22.پوښتنه : له ټولو څخه لويه گناه کومه ده ؟ 
جــواب : بد اخلاقي او کنجوسي۔او غیبت ، 
ورونو کوشش وا کری دا وایلو ورستہ شیر کری تر سو 
نور دوستانو يي هم ولولى