راپورونه ښایي استرالیا د کډوالو په پروګرام کې د ګن شمیر کسانو د ویزو غوښتنې رد کړي چې د منځني ختیځ د کډوالو په کمپونو کې ژوند کوي او د اسلامي دولت د ترهګرو له دوامداره ګواښ سره مخ دي.

په دغه پروګرام کې کابو ۱۲۰۰۰ ویزې د جنګ ځپلې سوریې کډوالو ته ورکړې شوي، او ټاکل شوې چې دغه کډوال د استرالیا په (نیو سوت ویلز) ایالت کې میشت کړې شي.

خو د استرالیا د سرحدونو او کډوالو چارو وزیر پیټر ډوټن د رد شوو کسانو شمیرینه یوازې دیرش تنه ښایي او وایې چې د دغه کسانو د ویزو غوښتنلیکونه یې د امنیتي دلایلو پر بنسټ نه دي قبول کړي.

نوموړې وایې د استرالیا د مهاجرت چارواکو د نورو ملکونو له استخباراتي ادارو سره په همکارۍ د هر کس درخواست په ډیر غور کتلې او پس له هراړخیزې پلټنې وروسته یې دغه پریکړه کړې.

ښاغلي ډوټن په دې هکله Sky News ته وویل، "مونږ په دې برخه کې ډیر حساس کار ترسره کړې او هڅه مو کړې چې هغه کسانو ته ویزې ورکړو چې مستحق یې وو او په ریښتني ډول د مرګ له ګواښ سره مخامخ وو لکه د منځني ختیځ مسیحي او یزیدي اقلیتونه."

نوموړي زیاته کړه، "مونږ د دغه پروګرام په پیلولو کې ډیر څرګند هدف درلود او ویلې مو وه چې استرالیا کې به یوازې هغه څوک ځای پر ځای کوو چې له ګواښ سره مخ وي او پرته له کومې عقیدوي ستونزې خپل ژوند زمونږ په ټولنه کې پیل کړي شي. د یو ملت په توکه مونږ خوښ یو چې له دغو کډوالو سره مو مرسته کړې."

په ۲۰۱۴ میلادي کال کې اسلامي دولت د ابو بکر البغدادي تر مشرۍ لاندې په عراق او سوریې کې خلافت اعلان کړو، چې تر هغې وروسته په استرالیا کې هم د دغې ډلې لخوا ځینې بریدونه ترسره شول.

د استرالیا پولیس وایې د ۲۰۱۴م کال راهیسي یې په دغه هیواد کې د لږترلږه ۱۵ ترهګریز بریدونو څخه مخنیوې کړې.