د سولې رنګارنګ تعریفونه؟!
عبدالله وردک
انګلستان - می - ۲۰۱۹
ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو!
السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ.
ګرانو او قدرمنو لوستونکو!
نن سبا، په هرځای کې د سولې خبرې د هر افغان له خولې څخه اورېدل کیږي، او د زیاتره افغانانو له خبرو داسې معلومیږي، چې هغوی نور له جګړې ستړي شوي دي، چې البته دا پخپل ذات کې یو ډېر ښه کار دی. اما د سولې واضح تعریف معلوم ندی، او هرڅوک، د سولې د نامه څخه بېل بېل تعریفونه لري.
هېره د نه وي، چې د سولې، دغه رنګارنګ تعریفونو، د سرتاسري سولې په وړاندې خنډونه را پیدا کړي دي.
غواړم، پدغه هکله خپل نظر په لاندې توګه وړاندې کړم.
۱ - میلیاردر: دغه ډله افغانان، سوله داسې تعریف کوي، چې د هغوی د حرامو پیسو، چې دوی د وطن په خرڅولو، د اشغالګرو څخه د ملاتړ په بدل کې، د خپلو هېوادوالو په وژنه، او د داسې نورو غیر اسلامي او غیر افغاني کارونو په سرته رسولو، ترلاسه کړېدي، کوم حساب او کتاب ورسره ونشي. یا په بل عبارت، هېڅوک هم له دوی څخه دا پوښتنه ونکړي، چی دوی دغه روپۍ له کومه ځایه، او په څه ډول، لاسته راوړېدي. کنه، نو دې ته، بیا دغه ډله، سوله نه وایي، او هغو ته د بلې جګړې شروع وایي.
د یادولو وړ ده، چې هغه ملي سوداګر، چې خپله پانګه یې، د حلالو لارو څخه لاسته راوړېده، هغوی په دغه ډله کې نه راځي، او الله(ج) د دوی ته نور هم، زیات حلال مال ورپه برخه کړي. دلته یوازې هغه ډله شامله ده، چې پدغه تېرو ۱۸ کلونو کې، د هغوی پانګه له ناڅیز مقداره، میلیاردو ته ورسېده.
۲ - میلیونر: دغه ډله هم د پورتنۍ ډلې(لومړنۍ ډلې) په شان، غواړي، چې څوک له دوی څخه، د دوی د حرامو پیسو پوښتنه ونکړي.
۳ - د لوړو تعمیرونو خاوندان: دغه ډله، سوله دغسې تعریف کوي، چې هېڅوک باید، له دوی څخه دا پوښتنه ونکړي، چې دوی د دغو لوړو تعمیرونو، د جوړولو مصرف، له کومه ځایه، او په څه ډول لاسته راوړی دی، او کنه، نو سوله، بیا سوله نده. دغه ډلې، خپل لوړ منزله کورونه، په هغو پیسو جوړ کړي دي، چې دوی، د یوه خیانت په بدله کې، لاسته راوړې دي.
هېره د نوي، چې هغو افغانانو، چې هغوی خپلې پاکې روپۍ، د خپلو ښکلو بنګلو د جوړولو دپاره پکارولې دي، هغه پدغه ډله، کې نه راځي.
۴ - سندرغاړي: دغه ډله افغانان، له سولې څخه دا توقع لري، چې د دوی په کار به څوک غرض نلري، او هرڅه یې چې زړه وغواړي، هغه باید وکړي، او دغه مهمه نده، چې د دوی کارونه د اسلام او افغانیت سره مناسب دي، او کنه؟ دغه ډله په ښکاره ډول، د فحاشۍ او بې حیاىٔۍ زمینه برابروي، او دغې ډلې ته خپل مسلک ډېر مهم ښکاري، او دوی دغه، خپله لاسته راوړنه بولي. دغې ډلې افغانانو ته، دغه پورتنۍ غوښتنې، د سرو کرښو معنا لري.
د یادولو وړ ده، چې ځینو ځوانو سندرغاړو، خو باالکل بې حیاىٔۍ، او شرمندګۍ ته ملا تړلې ده.
هېره د نه وي، چې پخواني محلي سندرغاړي، د نن ورځې له سندرغاړو، سره ډېر فرق لري.
۵ - غاصبین: دغه ډله افغانان، داسې سوله غواړي، چې هېڅوک به د دوی په غصب کړو شیانو، غرض نکوي، او هغه باید د دوی پلرنی حق وپېژندل شي. که چېرې، له دوی څخه د هغو شیانو چې دوی له نورو غصب کړیدي، پوښتنه کیږى، نو دوی بیا دغه ډول سولې ته، سوله نه وایي، او هغه د بل جنګ دپاره تیاري نیول بولي.
۶ - رشوت خواره: دغه ډول افغانان، د سولې تعریف داسې کوي، چې هغه رشوتونه، چې دوی پدغه وخت کې لاسته راوړي دي، په هغه باندې باید سترګې پټې شي، او هغوی ته هیڅ ډول یادونه ونشي، او کنه، نو بیا د دغه افغانانو په نزد دا سوله نه، بلکې، د یوه بل جنګ شروع ده.
۷ - د بهرنیو ملکونو جاسوسان: دغه ډله افغانان، پدغه فکر کې دي، چې د دوی په جاسوسۍ، باید سترګې پټې شي، او دوی ته هیڅ ډول جزاء او پېغور، ورنکړل شي، او هغه څه چې دوی، د جاسوسۍ په مقابل کې لاسته راوړي دي، هغه د دوی مسلم حق وګڼل شي. کنه، نو سوله بیا سوله نده، او هغه په حقیقت کې، د بل جنګ دپاره لاره پرانستل دي.
۸ - جنسي تېري کوونکي: دغه ډول افغانان، سوله دېته وایي، چې د دوی په جنایتونو، او تجاوزونو، سترګې پټې شي، او څوک د دوی د جنسي تجاوز او بې ناموسۍ په مقابل کې، غږ پورته نکړى. کنه، نو بیا دغه سوله نه، او هغه د بلې خونړۍ جګړې پیل ګڼي.
۹ - د اشغال د ملاتړ ډله: دغه ډله افغانان، سوله دېته وایي، چې دوی قهرمانان وبلل شي، او دوی د هر نوعه امتیازاتو څخه برخورداره وي. د دوی قهرماني، په تاریخ کې ثبت شي، او د تل دپاره قهرمان ورته وویل شي. د وطن خرڅول، او د وطن اشغال دوی ته کوم خیانت نه، بلکې خدمت ښکاري. دغې ډلې، د اشغالګرو سره هر نوعه مرسته کړېده، او اوس هم نه غواړي، چې د اشغالګرو، فوځونه، له ګران افغانستان څخه ووزي. دوی ته د افغانانو وژل، د افغانانو د کورو ورانول، او د افغانانو بې عزته کول، کوم اهمیت نلري، او دوی یوازې په شخصي ګټو پسې سرګردانه، هر طرف ته منډې وهي.
۱۰ - د مخدره موادو قاچاقبران: دغه ډله افغانان، سوله دېته وایي، چې د دوی په کار او بار غرض ونه نیول شي، او دوی خپل کار ته په ډاډه زړه، دوام ورکړي. کنه، نو دا بیا سوله نده، او هغه د بل جنګ دپاره، تیاري نیول ګڼي.
۱۱ - خیانت کار: دغه ډله افغانان، غواړي، چې د دوی خیانت ته، خدمت وویل شي، او هغه کارونه چې دوی د وطن دپاره د اجارې په توګه سرته رسولي دي، د هغو تاوان له دوی څخه ونه غوښتل شي. کنه، نو دغه بیا سوله نده.
۱۲ - غله او لوټماران: دغه ډله افغانان، سوله دې ته وایي، چې دوی خپل د غلا، او سړي تښتونکو، تجارت ته دوام ورکړي، او څوک د دوی مخه ونه نیسي. کنه، نو بیا سوله نشته.
۱۳ - اجرتی قاتلین: دغه ډلې افغانان غواړي، چې دوی خپلو اجرتي قتلونو ته ادامه ورکړي، او خپله حرامه روزي، لدغه لارې، لاسته راوړي. کنه، نو بیا، دا سوله د دوی په نزد، سوله نده.
۱۴ - بد کاره: دغه ډول افغانان سوله هغو ته وایي، چې د دوی د عیاشۍ، او فحشاء مارکټ، ګرم وي. دوی دغه کار، د ځینو خلکو دپاره خدمت کول بولي. کنه، نو سوله، بیا سوله نده.
۱۵ - بې حیا: دغه ډله افغانان غواړي، چې څوک دوی، د اسلامي حجاب مراعاتولو ته ونه هڅوي. دوی غواړي، چې هغه لباس واغوندي، چې د دوی زړه وغواړي. کنه، نو بیا دغه سوله نده.
۱۶ - ستارهٔ افغان: دغه ډله افغانان، سوله دغې ته وایي، چې د دوی په تجارت کې څوک لغته ونه وهي.
۱۷ - سېکولران: دغه ډله افغانان، د سولې تعریف، د سیاست او دین جدا کولو ته وایي. دغه ډله، د سولې څخه داسې، هیله او غوښتنه کوي، چې دیني عالمان، د حکومت په چارو کې لاسوهنه ونکړي، او یوازې، د نکاح، د ماشوم په غوږ کې آذان، د جنازو، او نورو مذهبي مراسمو کې کې برخه واخلي. کنه، نو دغه ډله بیا، دغې ته سوله نه وایي، او هغو ته، دوی بیا بل نوم ورکوي.
۱۸ - مدني ټولنې: دغه ډله غواړي، چې د دوی دالري تنخواه ګانې دوام ولري، او هم د دوی غږ واورېدل شي. دغه ډله هر وخت له شفافو انتخاباتو څخه، خبره کوي، لیکن، الله(ج) به خبر وي، چې دوی به خپل ځانونه په نورو، د انتخاباتو له لارې، او یا له نورو لارو، ټپلي وي.
د دغې ډلې غړو هم، د زیاتره افغانانو، دپاره کوم د قدر وړ خدمت ندی کړی.
۱۹ - رسنۍ: دغه ډول افغانان، غواړي، چې د بیان آزادي، تر پښو لاندې نشي. دوی وکولای شي، چې خلکو ته حقایق بیان کړی شي. لیکن، ځینې رسنۍ، بیا شخصي حریم ته هم لاس اچوي. دوی بیا د رسنیو قانون ته کوم‌ د قدر وړ اهمیت نه ورکوي. همدارنګه، دوی ته لازمه ده، چې د حقایقو تر نامه لاندې، هغوی بیا خپل مغرضانه اهداف، نشر نکړي.
۲۰ - د اسلامي نظام غوښتونکي: الحمدلله، دغه ډله افغانان غواړي، چې په ګران افغانستان کې، حقیقي اسلامي نظام قایم شي، او ټول بهرني عسکر، له افغانستان څخه ووزي. ټول په اسلام او وطن مین، افغانان، سره متحد شي، او په ګډه شریک اسلامي حکومت جوړ کړي. دغه ډله باید، اسلامي عدالت پیاده کړي، او داسې ونکړي، چې د اسلامي نظام، تر نامه لاندې، بل شانته نظام قایم کړي.
د یادولو وړ ده، چې کله د اسلامي نظام نوم اخستل کیږي، نو هغه، هغه نظام ته اشاره ده، چې هغه الله(ج) ته قبول او منظور وي. داسې نه وي، چې خدای مکړه، یوازې نوم یې اسلامي، او کارونه یې ټول غیر اسلامي وي.
اسلامي نظام، به ان شاءالله، د ټولو افغانانو، د اتحاد، بریا، کامیابۍ، پرمختګ، عزت، او سرتاسري سولې سبب وګرزي. پدغه نظام کې به د هرچا حقوق، په اصلي بڼه خویندي وي، او ټول افغانان به د وروڼو او خویندو په شان، یو له بله سره د اسلام په رڼا کې، ګډ ژوند ولري.

د پام وړ ټکي:
لکه چې پورته ذکر شوه، افغانان د سولې، رنګارنګ تعریفونه لري، او همدارنګه، له سولې څخه، ډول ډول غوښتنې لري. لیکن، یو ټکی، چې هغه د جنګ درول دي، نیږدې د ټولو هیله ده. د افغانانو، زیاتره برخه، باعزته سوله غواړي.
باعزته سوله، یعنې، د وطن بشپړه آزادي، ملی حاکمیت، غښتلی مرکزي حکومت، انصاف، عدالت، او د اسلامی نظام قایمول، پکې شامل دي.
افغانانو ته لازمه ده، چې یو او بل ته، د اسلام په رڼا کې، د صداقت، او ایماندارۍ لاسونه، ورکړي، او تعهد وکړي، چې بیا به هېڅکله، د وطن په ضد، له هېچا سره، نه دریږي.
هېره د نه وي، چې یوازینۍ لاره، چې ټول افغانان سره متحد کولی شي، هغه د اسلام لاره ده. نو ټولو اففانانو ته، چې الحمدلله، خپل ځانونه مسلمان ګڼي، لازمه ده، چې اسلامي قانون، د ژوند په ټولو برخو کې عملي کړي، او بس.
په پای کې زه یوځل بیا، خپل د عاجزۍ لاسونه، د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او د زړه له کومي دعا کوم، چې الله(ج) د په افغانستان، او په ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولي، چې هغه الله(ج) ته قبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین.
همدارنګه، الله(ج) دې، د طالبانو وروڼو، او امریکایانو، ترمنځ هغه څه فیصله کړي، چې هغه الله(ج) ته قبول، او منظور وي. آمین یارب العالمین.
والسلام
زما اړیکه:
abdullahwardak53@gmail.com