په بامیانو کې د ایران د قونسلګرۍ له جوړیدو د مخه، د هیواد د دوه ملیونو کوچیانو غټ شمیر به د اوړي په موسم کې په اوښانو کې پړي واچول او د ایلبندونو په تکل به د بامیان او دایکندي په لور رهي شول. د کرزي صیب د حکومت د کش او فش لمړۍ میاشتې وې چې یو څو ځایي بانډه چیانو او بزګرانو د احتجاج په توګه د کوچیانو خلاف غږ پورته کړ. خبره سوکه سوکه ټوپکمارو او بیا د حزب وحدت سیاسي مشرانو ته ورسیده.
سره ددی چې ښاغلي خلیلي هغه مهال د ولسمشر دویم مرستیال وو، خو دا چې خپل، خپل او پردي په ډیرو نارو خپل وي، نو دوئ هم د خپل قوم له نورو مشرانو سره یوځای هغې خیمې ته سر دننه کړ چې د اعتراض پخاطر لګیدلې وه. مګر خلیلي صیب اوس د سولې د شورا رئیس دی او انګیرنه دا وه چې نوموړی به د مشورتي لوېې جرګې د مشرۍ شمله په سر تړي او د یو ځانکړي قوم د غوښتنې په ځای به دا ځل د ټول ملت د برحقې داعیې ملاتړ کوي.
د سولې د شورا مرستیال، ښاغلي حاجې دین محمد، طبیعتا یوه سوله خوښې او د روغې جوړې سړی دی. خو‌ هغه د پيښوریانو خبره،‌ پته نه لګي چې کوم لالچ یی مخه ډب کړه،‌ کنه نو تمه خو دا وه چې هغه به د سټیج په سر دریږي او د غره غوندی دوو سترو شهید حاجی عبد القدیر او شهید عبدالحق د ځوانیمرګو ارمانو کړیکه به د جرګې د ګډون والو تر غوږونو رسوي. ټولو ته جوته ده چې نورو له کربوړو زمري جوړ کړل، خو دغه دوه ورونه لا له پخوا څخه زمري او د کار سړي وو.
د ډاکټر نجیب د را پراځیدو دا دی ۲۷ کاله وشول، د طالب جان له پنځه کلن امارت پرته، جمعیت اسلامي د هیواد د واک او ځواک غوښنه برخه پخپل لاس کې لري، د شین بیرغ په ټنډه یی د ( واعتصموا بالله جمیعا و لاتفرقوا) مبارک آیت لیکلي او بنسټګر یی د هیواد پخوانی ولسمشر استاذ رباني د سولې شهید بلل کیږي. څومره به ښه وه که د شهید استاذ لارویانو د هغه د روح د تسکین پخاطر، دی جرګې ته د نمایش او فرمایش په سترګه نه وای کتلي او دغه تاریخي غونډه یی پخپل ګډون سره لا زیاته درنده کړی وای.
ښاغلي عبدالله عبدالله چې د ملي یو والي‌ د حکومت نیم په نیمه حقدار او واکدار دی، خپله نماينده ګي یی هغه ستر انځور ته پریښې وه چې د تالار په کيڼ اړخ کې لګیدلی او ښه تر او تازه بریښیده. د مهربانه ګاونډیانو د سخاوت له برکته، شکر دی زموږ په وطن کې اوس د آیت الله ګانو کمې نشته، خو د شخصیت، عمر او پوهې له بابته، ښاغلی آیت الله آصف محسني د ګوتو په شمار خلکو کې حساب او ددی آیت په معنی ښه پوهیږي چې ( فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَصْلِحُوا ذَاتَ بَيْنِكُم - له الله و ډاریږئ او پخپلو منځونو کې سوله وکړئ) مګر هیڅوک پوه نشول چې لدی غونډې سره به د محسني صیب د تحریم لامل څه وو؟
پرون یو مدني فعال پخپل ټویټر کې ولیکل: د اتمر صیب نه ګډون د هغه مجبوریت دی ځکه چې د خپلو نوو جهادي یارانو زړه نه شي ازارولی، کنه نو هغه د سیاست او فرصتونو په سر او تال ښه پوهیږي. همدغه فعال د ښاغلي محقق په اړه کاږي: استاذ محقق ځکه غلی دی چې موضوع لویه مشورتي جرګه ده او نوښت یی ښاغلي اشرف غني کړیدی، که چیری خبره د فاطمیون د لښکر وای، نو شک نشته چې د هغه غږ به تر هرچا لوړ وو.
د حزب اسلامي‌ مشر ښاغلي حکمتیار د شمشاد له ټلویزیون سره په یوې وروستۍ مرکه کې ښه په واز کومي وویل ( له حزب اسلامي سره د سولې معاهده د افغانستان د حکومت له سویې ډیره اوچته وه او‌ دا پریکړه امریکا،‌ ناټو او اروپا کړیده. ولی باید ومنم چې اشرف غني جرئت کړی او زه یی ممنون یم) خو ولیدل شول چې د حزب مشر د هغې ټلوالې د نظر ملاتړ وکړ چې څلور لسیزې یی ورسره په بله ژبه خبرې کولې او نن یی د هغه نظام د پیکه کولو هڅه وکړه چې د سولې د تړون په ورځ یی ده ته په ارګ کې سرې غالۍ غوړولې وې.
که د ایران او پاکستان دوو ورستنیو ولسمشرانو چوپتیا ته وګورو او بیا یی د پخواني ولسمشر ښاغلي کرزي سره پرتله کړو،‌ نو واټن یی د سمندر هغو دوو څنډو ته ورته دی چې هیڅکله نه یوځای کیږي. د ایران احمدي نژاد او سید محمد خاتمي او د پاکستان رفیق تارړ او آصف زرداري،‌ اوس د تاریخ په ګمنامه ارشیف کې ځانونو له ځالې جوړې کړې او ګونګې روژې یی نیولی دي. خو ښاغلي کرزي یواځې په تیرو پنځو کلونو کې دومره لیدنې، سفرونه او مطبوعاتي کنفرانسونه ورکړي چې د ارګ او سپیدار ماڼۍ یی په شریکه پارسنګی هم ندی. نو څومره خوند به یی کړی وو که هغه د خپلې شنې چپنې سره د یو څو ګړیو لپاره په وروستیو شیبو کې د جرګې تالار ته سر ورښکاره کړی وای او خدای زده چې په څومره اوږدو چک چکو به نازول شوی وو او څومره ناره تکبیر به ورته زمزمه شوی وو؟!
که د ثور اوومه توره وه او اتمه یی شنه وه، نو نهمه یی ژیړه زرغونه را وخته. حتی بی پرې کتونکي او د تنظیمونو مخالف شنونکي پدی آند دی چې د جهادي مشر، ښاغلي پوهاند سیاف دریځ رغنده، ملي او د شابسي وړ دی. نوموړي وکولای شول چې په ښه پراخه سینه او ځیرکۍ سره ددغو دری زرو او دوو سوو غړو لویه مشورتي جرګه په ډیر مهارت سره اداره کړي. او په پای کې د یوې ملي اجماع په توګه د درویشتو بندونو داسی پریکړه لیک اعلان کړي چې ولسمشر هغه د خپل دولت د کړنلارې او عمل نخچه وبلله.
سوله یوه فریضه ده، یو باور دی، یوه غوښتنه او یوه اړتیا ده. له مخالف لوري سره روغه جوړه، کمزوري نه بلکې د شهامت او بهادري نښه ده. ځکه مځکه هغه سوځي چې اور پری بلیږي. سوله هغه ناوې غواړي چې د لاس نکریزې یی لا پاکې نه وي او د میړه تابوت یی ور ته په دروازه کی پروت وي. سوله هغه یتیم غواړي چې د پلار غږ یی تر غوږو نه وي رسیدلی. سوله هغه سپین سرې مور او ملا کړوپي پلار غواړي چې لمسیان یی سبا بیګاه د ابا ابا نازولې نومونه ورته اخلي. سوله هغه څوک غواړي چې دا جنګ یی پرون هم د پردو باله او نن هم ورته اجنبي ښکاري. په سوله هغه څوګ ټینګار کوي چې د ولس اراده ورته ارزښت لري او د سولې مخالفت هغه کسان کوي چې واک یی پردی او ګټه یی په جنګ کې وي.