احمدجان تڼی

سپین سترګۍ باجوا او ډارن کابل
د پنجاپی پوځ الوتکو د خوست په سرحدي سیمو د زاڼو اتڼ اچولی او د خوست خلک یې د بیوسۍ ننداره کوي او کابل هم نه یی په خپله ګوري او نه د خلکو غږ اوري.
د کابل منحوسې ادارې یو ځل په خوست کې د پنجاپی رژیم د هوايی او ځمکنیو بریدونو په وړاندې سترګې پټې او غوږونه کاڼه کړل او هم ځایي خلک نه پریږدي چې د خپل کور ، کلي او ناموس څخه ساتنه وکړي.
په تصویرونو کې لیدل کیږي چې یو امنیتی مسوول یوازې د بمونو او توغندیو د لګیدو له ځایو لیدنه کوي تر څو د وسلو د دقت په هکله راپور په څو کاپیو کې ترتیب کړي او د راتلونکي د پاره ....
د کابل کثیفه او مزدوره اداره نه په خپله د خلکو امنیت نه ساتي او نه يې ساتلي شي او نه خلک پریږدي چې خپل امنیت وساتي او د هیواد دفاع هم وکړي.
د کابل د واکمنانو سره د اسلام اباد چنلد داسی دی لکه چې د هغوی د پنځمي صوبې د ګورنر سره يی کوي. کابل ته د پنجاپ پوځي چارواکي بی له کومی خبرتیا ، په مستقیمه توګه په پوځي الوتکو کې راځي او ځي او د کابل سره د هغوی د خبرو لهجه هم په تیرو اتلسو کلونو کې امرانه وه .
داسې ډیر امکان لري چې په راتلونکي کې پنجاپی رژیم د کابل د ډارولو د پاره د کابل په فضا کې د څرخي او جیټ الوتکو اتڼ جوړ کړي ‎. او هم تور پنجاپیان د کابلیانو دروزاې وټکوی.
او د کابل ښاریان به ورته ګوته په غاښ او سیل کوي او په کابل کې په هغو واکمنو او د پنجاپ په مزدورو کړیو لعنت وايی چې د افغانستان د پوځ ډیر عصري تخنیک یی ویجاړ او یا د پنجاپ په اختیار کې ورکړ.
کابل هم کولی شول په تیرو اتلسو کالونو کې ډیر عصری پوځ رامنځته کړي مګر دا کار یې تر ډیره بریده د پنجابی استعماری اداری د خوشاله ساتلو د پاره ونکړ.
پنجاپی پوځونو د خوست ولایت د سپیره ځدراڼ او تڼیو په ولسوالیو کې ، په کشمیر کې هندي پوځ عملیاتو ته ورته ( چې د ګواښ مانا یي درلوده ) عملیات وکړل ، په دې توپیر چې هندي پوځونو د ترهګرو مرکزونه په نښه کړل مګر پنجاپي پوځ په پورتنیو ځایونو کې د خلکو کورونه او کلي په نښه کړل.
په واقعیت کې دا افغان اولس مشر اشرف غنی ته د پنجاپی پوځ سر لښکر باجوا یو ګواښ و چې ددې عملیاتو او تیریو څخه د پنجاپی پوځ ښکاره موخه په کابل فشار راوستل و ، تر څو کابل دې ته اړ کړي د دوی ټولو غوښتنو ته غاړه کیږدي. ښایي دا ګواښ د قطر د خبرو سره هم اړيکي ولري.
دا ګواښ هغه ګواښ ته ورته دی چې د برتانوي هند وایسرای امیر عبدالرحمن خان ته کړي و ، تر څو هغه هم دې تیار شو چې د ډیورینډ منحوسه کرښه ومني.
خو پوښتنه داده چې د کابل اداره د لاسه ورکړي دریز د بیا خپلولو د پاره به د پنجاپ تر واک لاندې سیمو کې ورته جراحی عملیات تر سره کړي تر څو په پاکستان کې ځاي په ځای شوي د کابل ضد ډلې وځپي ؟
دا ګواښ هغه مهال تر سره کیږي کله چې د قطر هیواد په دوحه کې د پنجاپی استعمار او د هغه نړیوالو متحدینو توطیه په کابل کې د ملي مشورتی لویې جرګې په جوړیدو سره شنډیږي.
اوس د افغانستان په ضد د پنجاپی استعمار – تروریزم جګړه نوي پړاو ته ننوزي داسې پړاو چې پنجاپ هڅه کوي په افغانستان خپلې غوښتنې د پوځي بریدونو ، وسله والو ډلو او پنځم ستون په مرسته د افغانستان په خلکو ومني.
تیره شپه ( می ۲/۳) د پنجاپ پوځ هوایی او توپچي پوځونو د خوست ولایت د سپیرې او تڼیو په ولسوالیو په پڅه میله ، سورکوټ ، افغان دوبۍ او خړه وړه باندې بریدونه کړي دي چې له امله يې ۴ تنه ملکي کسان شهیدان شوي او زیات شمیر ټپیان شوي دي. ویل کيږی چې په دې بریدونو کې ۸ کورونو ویجاړ او ۲۰ موټرونه تخریب شوي دي.
دا برید لومړی ځل نه دی بلکې د پنجاپ پوځ په افغانستان باندې په منظمه توګه هوایی او ځمکني بریدونه کړي دي چې له امله یې ډیر تلفات او ضایعات را منځته شوي دي. د ځینو په قول دې پوځ ۵۰۰۰۰ زره توغندي په تیرو کلونو کې په افغانستان اورولي دي.
په تیرو اولسو کلونو کې د کابل حکومت د پنجاپ د پوځ ددې تیریو په وړاندې کوم غبرګون نه دی ښودلي. بلکې په هغه یې سترګې پټې کړي او پریښي ده تر څو پنجاپی استعمار په دې ډول د ډیورینډ د منحوسې کرښې دواړه غاړي خلک وځپي .
په دې کې هیڅ شک نه شته چې د کابل ادارې څخه د پنجاپ په وړاندې د کوم پوځي ، سیاسی او دیپلوماتیک غبرګون تمه نه کیږي د کابل د ادارې اکثریت چارواکي د پنجاپ په دسترخوان لوی شوي او تر اوسه هغوی ته ژمن دي.
خو اوس اشرف غني وګورو چې د پنجاپ ددې برید ځواب په کوم ډول ورکوي او که د پخوا په شان ځان بیخبره نیسي. خو د رسنیو د راپورونو څخه ښکاري چې کابل د پنجاپی پوځ په دې برید باندې هم سترګې پټې او غوږونه کاڼه کړي دي.
د کابل اداره تل ملي ګټو څخه سترګې پټې کړي او د خاورې تمامیت ورته ارزښت نه درلود او نه اوس ورته د خاورې تمامیت او ملي ګټې ورته کوم اهمیت لري.
دا بریدونه او لمسوونکي عملونه د هغه ستراتیژی د تطبیق له پاره د اقداماتو یوه کوچنی برخه ده چې پنجاپي پوځ د افغانستان د بشپړې د تباهی د پاره ترتیب کړي ده.
د پنجاپ د پوځ ستراتیژیستانو ، په افغانستان کې د جګړې څلورم پړاو د پاره د پخوا څخه ستراتیژي جوړه کړي او د قطر هیواد په دوحه کې د سولې د خبرو په بریالي کیدو سره سم به د جګړې څلورم پړاو پیل شي.
له بده مرغه د کابل سیاستوال د پنجاپ ددې ستراتیژي په څرنګوالي نه پوهیږي او یا په خپله سترګې ترې پټوي. دا ځکه چې د کابل زیاتره واکمنان د ملي او وطندوستي د روحیې نه لرونکي دي او نه دومره د ملي ګټو پروا ساتي د دوی اکثریت د خپلو جیبونو د ډکولو پلانونه د ځان سره لري.
اوس پنجاپي پوځي ستراتیژیستان په دې ټکي پوه شوي دي چې د قطر د سناریو په موفقانه تطبیق سره به دوی وکولی شي د افغانستان په ضد جګړه یوه نوي پړاو ته چې د پخوانیو پړاونو سره به توپیر ولري ننباسي .
د دوی په فکر ددې خبرو په نتیجه کې د لاسته راغلو موافقو له امله کله چې نړیوال پوځونه د افغانستان څخه ووځي ، پنجاپ به په اتومات ډول سره په افغانستان کې د خپلې جنګي ستراتیژي بل پړاو پیل کړي:
1. د هیواد په داخل کې به د پنجاپی استعمار پخواني همکاران او زورواکي په خود بخودي توګه د مرکزي دولت په وړاندې نافرماني پیل کړي. دا نافرمانی به زیاتره د هیواد په شمالي او مرکزي ولایتونو کې رامنځته شي.
2. په پوځ او امنیتي ځواکونو کې د مشخصو کړیو افسران او مشران به کودتاو او د ارګ د تصاحب د پاره اقدامات پیل کړي.
3. د کابل ښار کې به د پخوا په شان څو مستقل حکومتونه رامنځته شي.
4. بیا به ورسره جوخت د پنجاپی استعماری ادارې کوماندويی ځواکونه په بدلو جامو کې افغانستان ته ننوزي او استراتیژیک اهداف به اشغال تر کنترول لاندې راولي.
5. په هیواد کې به د قومونو په نوم جګړه بیا د سره د پنجاپی استعمار او تهران په اشاره سره پیل شي.
دا وار به د داخلي جګړو له امله تلفات د پخوا څخه ډیر زیات شي. په دې صورت کې به یوه ځانګړي ډله چې نړیوال شهرت لري د پنجاپی استعمار په همکاری به زیار وباسي چې داخلي وسله والې ډلې تر خپل کنترول لاندې راولي . دا ډله به د پنجاپی استعمار په مرسته ټول مترقي او وطندوسته کسان په بیرحمانه توګه له منځه یووسي. او په افغانستان کې به د وینو لښتي په دوامداره توګه وبهیږي.
په دې کې هیڅ شک نه شته چې په افغانستان کې د ډاکټر نجیب الله د استعفا له امله ، چې د بینین سیوان ( د ملګرو ملتونو د سرمنشي فوق العاده استازي ) ته یې د بې پرې حکومت د جوړیدو په صورت کې ورکړي وه ،شرایط تر پخوا څخه په سل چنده زیات په وحشیانه توګه رامنځته شي.
خو پوښتنه داده چې ولې د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی بیا هم هڅه کوي چې د پنجاپی تروریستی – استعماري ادارې پلان په تطبیق کې ترټولو زیات ګړندي ګامونه واخلي؟
1. ایا زلمی خلیل زاد په دې نه پوهیږي چې د تروریزم روزل او صدور د پنجاپی تروریستی ادارې د سیاست مهم ټوک تشکیلوي؟
2. ایا زلمی خلیل زاد په دې نه پوهیږي چې په افغانستان کې په تیرو څلویښتو کلونو کې جګړه د پنجاپی استعماري پوځ د چاوڼیو څخه اداره کیده او یا کیږي؟
3. ایا زلمی خلیل زاد په دې نه پوهیږي چې پنجاپی تروریستي – استعماري اداره خپلو ژمنو او نړیوالو تړونونو ته هیڅکله ژمن نه دی پاتې شوي؟
4. ایا زلمی خلیل زاد په دې نه پوهیږي چې پنجاپی تروریستي – استعماري ادارې پوځ غواړي چې په افغانستان کې د هغوی جګړه یو بل پړاو ته ننوزي او دا هیواد پکی بیرته په ایره او کنډواله بدل شي؟
په افغانستان کې د پنجاپی استعماري – تروریستي ادارې په تیرو اتلسو کلونو کې د جګړې د اور د بل ساتلو له امله د کابل او نړیوالو څخه یو شمیر امتیازات تر لاسه کړل او ځینو ناوړو موخو ته ورسیدل.
باید ووایو چې پنجاپی استعماري – تروریستي ادارې تر ټولو زیات امتیازات ملي وحدت ( ملي وحشت ) حکومت په مهال کې تر لاسه کړل چې دا مسوولیت په خپله اولس مشر ، اجراییه رییس او د امنیت شورا مشاور ته راجع کیږي. د دوی په حاکمیت کې :
1. پنجاپ وکولی شول د ډیورینډ په منحوسه کرښه باندې د کابل په موافقه ( پټه خوله) سره اغزن تار وغزوي او په دې ډول سره د ډیورینډ کرښې ته رسمي بڼه ورکړي.
2. د پنجاپ استعماري –تروریستي ادارې پوځ وکولی شول چې په قبایلي سیمو کې ځای په ځای او چاوڼۍ جوړې کړي په داسې حال کې د ډیورینډ د موافقی له مخې انګریزانو دا اجازه نه درلوده. د قبایلو سیمې د خود مختارې سیمې حیثیت درلود.
3. د پنجاپی تروریستی – استعماري ادارې په غوښتنې سره سم لویدیز تر اوسه دې ته تیار ندي چی د افغانستان له پاره د ځواکمن پوځ په جوړولو کې مرسته وکړي.
4. د کابل په دولتي جوړښت کې تر اوسه د ملي او وړ شخصیتونو د مقررۍ مخنیوی کیده .
5. تر ډیره بریده پنجاپ وکولی شول د کابل ادارې بهرنی سیاست تر خپل کنترول لاندې راولي .
6. د پنجاپی استعماري ادارې په اشارې سره د کابل ادارې هم په دې هیواد کې د پښتنو ځپلو ته دوام ورکړ او هم په دولتي جوړښت کې د خپل موجودیت په اندازه د واک څخه بې برخې وساتل شو.
7. تر اوسه په دولت کې هغه ډلې غوړه برخه لري چې د پنجاپ استعماري ادارې خواخوږي دي.
خو د پنجاپي استعمار د پاره پورتنی لاسته راوړنې د قناعت وړ ندي د پنجاپی تروریستی – استعماري ادارې د افغانستان په وړاندې د ستراتیژي وروستۍ او لوی هدف د افغانستان د خلکو تباهي او د افغانستان له منځه تلل دي.
د افغانستان او پښتنو په وړاندې د پنجاپ ستراتیژي روښانه ده او د هغه هیواد ولس مشر غلام اسحاق خان هم ورته اشاره کړیوه چې تر هغه چی افغانستان له منځه ولاړ نشي تر هغې پاکستان ارام نه شي پاتې کیدای.
اوس د خلیل زاد په همکاری سره د پنجاپی استعمار له خوا په افغانستان کې د جګړې څلورم پړاو پیل کیدونکي دی. دې موضوع ته زلمی خلیل زاد هم اشاره کړیده چې د قطر هیواد دخبرو په بریالیتوب سره بیا هم په افغانستان کې جګړه نه ختمیږي.
د افغانستان په ضد به د پنجاپي استعمار جګړه هغه مهال وروستي پړاو او یا پای ته ورسیږي چې:
1. د افغانستان په نوم هیواد په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي
2. د پاکستان ( پنجاپی استعماري – تروریستي اداره ) د تاریخ کندې ته ولویږي.
د افغانستان خلکو د پاره د افغانستان په نوم هیواد ته نجات ورکول مهم دي چې خپل استقلال ، یووالی وساتي او د ودانۍ خواته ولاړ شي .اوس دا پوښتنه پیدا کیږي چې :
د افغانستان خلک به وکولی شي چې هیواد ته ددې ژورې کندې ته د لویدو څخه نجات ورکړي؟
او که کولي شي هغه به د کومو لارو څخه وي؟
لکه چې ویل کیږي چې ( که غر هر څومره لوړ دی په سر یې لار شته) ، د افغانستان خلک کولي شي نه یوازې پنجاپی استعمار ته غاښ ماتوونکي ګوزار ورکړي بلکې په هیواد کې د سولې او امنیت فضا هم را منځته کړي.
تر ټولو لومړی اړینه ده چې :
• د کابل مزدوره او فاسده اداره ، د مزدور او کثیفو کړیو او کسانو څخه پاکه شي.
• د افغانستان پوځ او امنیتي ځواکونه تر پخوا په ښه ډول وروزل شي ، په ډيرو عصري وسلو سره سمبال شي او وکولي شي د ګاونډیو هیوادونو هر ډول لمسوونکو عملونو ته غاښ ماتوونکي ګوزارونه ورکړي.باید ووایو چې د ډاکتر نجیب الله د واکمنی په مهال په افغانستان کې پوځ ته ډیره پاملرنه کیده او دا پوځ په نړیواله سویه په مدرنو وسلو سره سمبال و. خو دا پوځ د داخلي توطیو له امله ړنګ شو او د هغه ټول تخنیک او وسلې د مزدور او وطن ته د خاینو ډلو له خوا پنجاپی استعمار ته ورکړل شوې.د کابل حکومت په تیرو اتلسو کلونو کې د افغانستان پوځ د سمبالولو د پاره کوم اقدام ونکړ. تر ډیره بریده پوځ د غیر مسلکی او لوټمارو کسانو په واک کې ورکړل شوي و. دوی یوازی خپلو جیبونو ته کتل او په دې فکر کې نه و ، چې دسیمی هیوادونه ټوله د افغانستان سره ستراتیژیکه سیالي او دښمني لري.د کابل چارواکو یوازې د هند او امریکا څو خیراتي او زړو الوتکو باندې بسوالی وکړ او دا یې هیڅکله فکر نه کاوه چې یو مهال به پنجاپی استعمار په افغانستان هوایی او ځمکني بریدونه وکړي. او یا کوم بل ګاونډی به داسې ورته عمل ته زړه ښه کړي.دا اړینه وه او ده چې د افغانستان پوځ په نړیواله سویه په عصري وسلو سره سمبال شي او ددې له پاره باید افغانستان د عادي بودجې زیاته برخه بیله کړي. د مختلفو الوتکو ، توغندویی سیستمونو او توپچي د پیرودلو د پاره مختلقو هیوادونو سره د روسیې او د شوروي اتحاد پخوانیو جمهوریتونو سره اړیکي ونیسي.همدارنګه شوبلې او سپکې وسلې چې اور لوړ قابلیت ولري راونیسي. خو تر اوسه په پاکستان کې د جوړو شوو ډلو زیاتره کسان د دې په ځای چې د افغانستان سره مینه ولري او ورته کار وکړي د پنجاپ ګټې ورته مهمې دي او په دې لاره کې د افغانستان د ځواکمن کیدو مخنیوی کوي.
• بله لار دا ده چې افغانستان ټول هغه کسان او ډلې چې د پنجاپ له پاره د پنځم ستون په توګه کار کوي تر کلک نظارت لاندې ونیسي او د افغانستان ضد د فعالیتونو د تر سره کولو له امله محکمې ته وسپارل شي دا ځکه چې چا د پنجاپی استعمار په دسترخوان ډوډی خوړلي وي هغه هیڅکله د افغانستان له ژمن نه شي پاتې کیدای.
• په دې ډول افغانستان ته اړینه ده چې نړیواله فعاله دیپلوماسي د خپلو ګټو د خوندي کولو د پاره رامنځته کړي. او بهرنی سیاست د ملي ګټو د خوندي کولو له پاره عملي کړي. اوس داسې ښکاري چې د افغانستان اولسمشر د بهرنیو چارو د وزارت د کړنو څخه خبر ندی او نه په دې هکله نوموړی وزارت اولسمشر ته ځان ژمن بولي دا ځکه چې دا وزارت په میراثي توګه ټاکلي شخص او په امتیاز ویشلو کې ځانګړي ډلې ته رسیدلي دی.
تر هغه چې یوه پارچه ، متحده ، ځواکمنه او د پنجاپ او ایران د مزدورو ډلو څخه پاکه اداره رامنځته شوي نه وي پاکستان او ایران به د پخوا په شان د افغانستان په چارو کې مداخله کوي او دا اداره به د خپله ځانه کوم غبرګون نه شي ښکاره کولی.
د جګړې څخه د وتلو او د ګاونډیو هیوادونو د تیریو د شنډولو د پاره په کابل کې د سولې مشورتي لویې جرګې ځينې فورمولونه مطرح کړي دي .
1. د افغانستان د ملي پوځ او امنیتي ځواکونو تقویه
2. بهرني فعال او ملي سیاست مخته بیول
3. په ګاونډیانو فشار راوړل تر څو د مداخلو څخه لاس واخلی.
4. غیر مسوول وسله والو کسانو بې وسلې کول
5. د بهرنیو پټو مداخله ګرو شبکو په وړاندې کلکه مبارزه
6. او نور
افغانستان باید سوله وغواړي مګر داسې سوله نه ،چې د هغه له امله هیواد تباه او خلک د وینو په ډنډونو کې لمبو ووهي. د ډاکټر نجیب الله د استعفا نه وروسته حالات د افغانستان د خلکو د پاره لویه تجربه ده.
افغانستان حق لري چې د پاکستان او ایران په وړاندې ورته غبرګون وښیي.
1. افغانستان باید هر ډول او په هره بیه چې کیږي په خوست کې د پنجاپی تروریزم د عملیاتو په شان عملیات د پنجاپ تر کنترول لاندې سیمو کې د خپلو دښمنانو په وړاندې تر سره کړي.
2. افغانستان باید د پنجاپی استعماری ادارې مخالفو سیاسی ډلو او ګوندونو څخه په کلکه ملاتړ وکړي
3. د افغانستان دولت باید د پښتنو ، بلوڅو ، سندیانو او کشمیریانو د خپلواکي غوښتونکو غورځنګونو هر ډول ملاتړ په عملي ډول سره تر سره کړي.
4. په افغانستان کې د پنجاپی استعماري ادارې مخالفو ګوندونو ته د ازاد فعالیتونو د تر سره کولو اجازه ورکړي او مرسته هم ورسره وکړي.
5. د پاکستان په وړاندې باید په دقیق او منظم ډول رسنیز فعالتیونه تنظیم کړل شي.
اوس د افغانستان خلک په دې باور دي چې د قطر د سولې په نامه ډرامه کومه مانا نلري بلکې دا ډرامه یوازې او یوازې د افغانستان او نړیوالو خلکو د ذهنیتونو د مصروف ساتلو او په افغانستان کې د پنجاپ په مداخلو او تیریو باندې د خاورو پاشل دي.
اوس هغه وخت را رسیدلی دی هغه اور چې پنجاپی استعمار يی په افغانستان کې بلوي ، لاهور او اسلام اباد ته ولیږدول شی تر څو د تل د پاره پښتانه ، بلوڅ ، سندیان ، کشمیریان او د افغانستان خلک د پنجاپی تروریستی ادارې له ظلمونو او تیریو وژغورل شي او هم سیمه او نړۍ ددې سرطان دانې څخه په امن کې شي.
یا په بل عبارت تر هغه چې د لاهور او اسلام اباد څخه د اور غوړانجې پورته نشي په کابل او سیمه کې امنیت نه شي راتللی.