د هیواد په لیکلي تاریخ کي لمړي ځل دي چه عوام را غوښتل کیږي او د یوه عظیم ملک د برخلیک واک ورسپارل کیږي. کونډی، یتمان، بوري او نور په زړه سوري او ویرجن خلک خپل اواز پورته کوي او د فیصلي حق د سیاسي نخبه ګانو( فرعونانو) له لاسه وزي، فرعونیت او جعلي خدايي يي تر پوښتني لاندي کیږي او د نمرودي پاچاهي پايي يي لړزیږي، نو ځکه ځيني فرعونان ددي عظیمي جرګي د ځنډیدو غوښته کوي او ځيني ابدي غله او قاتلان يي تحریموي.
که مرورشوي ځان به خوار کړي
جنیکي کله مرور پخـــــــلا کوینه
فرعونانو فکر کاوه چي بي له دوي څخه هیڅ کار ممکن نه دي، که دوي نه وي ملک به اوبه یوسي او ټول خلک به غرق شي. خو خداي دا شرمیدلي خپله غرق کړل.
د جرګي په پیل کي هغه دردناکه اود خلکو د زړه ویډیويي پیغام ددي جرګي په زرګونه حاضرین او په میلیونونو نور- زما په شمول- چي د تلویزیون له لاري يي دا ویډیو کتله وژړول. سړیو د خپلو ښځو او اولادونو په مخکي ژړل، ښځو د ماشومانو اوښکي ورپاکولي او لمړي ځل به وو چي ماشومان په خپلو سترګو ویني چي مور، پلار خور، ورور او میلمانه یو ځاي سره ژاړي، ځکه ټولو درد لیدلي، ټول په زړه زخمي دي او ټولو د لوږي او تندي نه هیریدونکي وختونه تیر کړ دي، ټول سکون غواړي، ارمښت غواړي او بلاخره ټول سوله غواړي، ځکه نور نو د خپلو اولادونو د بدن د ِغوښو له راټولولو ستړي شوي دي او داسي ستړي دي چي حتي د دریدو توان هم نه لري.
ولي نه ګوري وماته سم په څه
زیاتوي د غمزده وو، غم په څه
ستاپه غم کي ما ویني عالم ژاړي
ژړوي راسره نور عالم په څه (رحمان بابا)
زه ښه پخه عقیده لرم چه دا ځل حتي د خداي هم په دي ولس رحم راغلي او سوله حتمي ده.
نن ماښام مي د همدي جرګي په اړه د بي بي سي فارسي خپرونه اوریدله، دوي د جرګي له ګډونوالو سره خبري کولي او هر ګډون وال د خپل زړه درد بیاناوه او داسي ښکاریدله چي د هیڅ یوه په سینه کي روغ زړه نه دي پاتي.
د پوهنتون له یو استاد (ښاغلي رفعت) سره يي هم مرکه درلوده، سړي وویل چي زیاتره يي عوام دي او لږ برخه یی نخبه ګان دي. خو زموږ داخلي رسني په تیره بیا طلوع تلویزیون چي د مطبوعاتو له ازادي څخه عظمي استفاده کوي بیا له هغه کس سره چه د ولسمشر وینا یی اخلالول غوښتل او بیا د سپي په شان له جرګي ایستل شوي مرکه کوله. د جرګي د اداري پلاوي د ټاکلو پروسه يي غیر دیموکراتیکه بلله او ویل يي چه د کمیټو مشران انتخابي نه بکله انتصابي دي. د منان ملګري خبره را یاد شوه چه د خرو ازادي هم د خرو له پاره تاوان دي او هم د خرو د خاوندانو له پاره.
تاسو ورشي په ایران کي له ایت لله خامنيي سره داسي چلند وکړي لکه نن چه دي خرڅ سوي کس د ولسمشر د وینا پر مهال وکړ چي په دار مو ځړوي که نه؟ تاسو ورشي د پاکستان د صدراعظم سره داسي وکړي چه ژوندي ورکیږي که نه؟ والله که مو بیا څوک په دوربین کي وویني لکه بلوڅ او پښتانه چه تری تم کړي يي دي.
تاسو د تاجکستان د ولسمشر نوم په سپکه یاد کړي چه د جهنم کندي ته لویږي که نه؟ تاسو ورشي په چین که د کوم دولتي چارواکي بي احترامي وکړي چه سر مو پریکیږي که نه؟ دا ټول هیوادونه له موږه زیات پرمختللي دي او ټول موږ ته پس پاته وايي، خو د بیان ازادي بیا زموږ په ملک کي بیخي پرتوګ ایستلي دي. او داسي ایستلي دي چه که يي څوک د وراغوستلو هڅه وکړي په شرمونو يي شرموي.
ومو ویل چه په جرګه کي عوام دي، د صحرا خلک دي، غریب خلک دي، او زموږ د ولس رښتيني استازي دي، ځیني يي زه باور لرم چه په خپل ژوند کي په چوکي نه دي کښیناستلي. یو سپین ږیري بابا له چوکي څخه اوړي- او زه سل په سلو کي دا باور لرم چه په لاره کي به زموږ خویندي (ښځي) ناستي وي او دي سړي به حیا کوله او د ښځو خواته به نه شواي ورتلاي ـ اوس يي د ټولو حیواناتو فیسبوکونه له عکسو ډک دي او ریشخند ورباندي وهي چي سړي ټوپ وهي، الوزي او جمپ وهي، هو زموږ لوستي کسان دا کارکوي او دا کار ورته د ساعت تیري یو ښه وسیله ښکاري. ( هغوي چه زموږ د مشران درناوي نه کوي او زموږ په ماشومانو شفقت نه کوي زموږ له ډلي څخه نه دي حدیث نبوي).
خلک نه پوهیږي چه د هغوي خبري حتي یوه خبره څومره بد انعکاس کوي، ټول يي دا سورڼي وهي چي ټولي لاري بندي دي، رخصتي اوږده شوه، مړه شوو، ګوډ شوو او شل شوو. په دي جرګه پنځه میلیونه ډالره مصرفیږي او دا بي ځآیه مصرف دي. دا ټول کسان چه دا چټیات وايي ددي خاوري اصلي دوښمنانان دي او له داعش څخه زیات خطرناک دي ځکه ددوي له جهالت څخه همدا پردي پاله رسني د هیواد د ملي ګټو په ضد کار اخلي او د ملک حثیت ته دروند زیان اړوي.
دا د بیسواده زامن خبر نه دي چه هرکال یوازي شپږ زره میلیونه (۶ میلیارده) امریکايي ډالر په جګړه کي د افغان امنیتي ځواکونو لګښت دي. یعني په اوسط ډول هر ورځ یوازي افغان امنیتي ځواکونه په جګړه ۱۶.۵ میلیونه امریکاي ډالره لګوي. اوس که په دي جرګه چه دسولي له پاره رابلل شويده یوازي پنځه میلیونه ډالره ( یوازي د اتو ساعتونو جګړي قیمت) ولګول شي نو کفر به وشي. په کوپړي دي واښه ښکاري جانانه.
جاپانیان د نړي تر ټولو کاریګر اوخواریکښ خلک دي، د جاپان امپراطور همدا نن خپل زوي ته قدرت سپاره. ددي کار له پاره جاپان پوره لس ورځي رخصتي اعلان کړي ده، خو کله چه نړي تر ټولو ټمبلو خلکو (افغانانو) یوه اوني رخصتي اعلان کړه، اسمان را چپه شو او ټول خلک غرق شول. ته نو اوس راشه ددي خلکو سر چه ماغزه پکي هیڅ نشته خلاص کړه. راشه اوس نو د جاپان او افغانستان امنیت سره پرتله کړه. دا کسان په لوي لاس له ملک سره دوښمني کوي، دا کسان په خپلو فیسبوکونوکي د چټیاتو له لیکولو سره هیواد ته زښته دروند زیان اړوي او تر ټولو بده خبره خو لا داده چه اکثر يي سواداره- کاشکي نه واي- ځانته هم وايي.
خیني خلک اشرف غني په دي تورنوي چه د سولي په مخکي خنډ دي، لکه څنکه چه په جرګه کي غلام حلقه به ګوش چیغي وهلي، خو دوي د پردي تر شا په شیطاني لاسونه نه دي خبر او هر څه ته په خپلو ړندو سترګو داسي ګوري ته به وايي چه د نړي تر ټولو بینا خلک همدوي دي، خو تر بي عقل دوست هوښیار دوښمن په کراتو ښه دي.