د ۶۲۷ میلادي کال د مارچ په میاشت کې چې د هجرت د شپږم کال د ذی القعدې له میاشتې سره سمون خوري، حضرت محمد (ص) د مکې له قریشو سره د حدیببې د سولې د تړون په پار، خبرو ته کښیناست. کله چې وثیقه جوړه او د لاسلیک وخت شو نو د قریشو نماینده اعتراض وکړ چې د محمد رسول الله په ځای دی، محمد بن عبدالله ولیکل شي ځکه چې موږ تا د رسول په صفت نه منو. صحابه ډیر په قهر او له خپلو ځایونو پاڅیدل او له حضرت پیغمبر څخه یې وپوښتل چې آیا تاسو په حقه پیغمبر نه یی؟ دوئ ځواب ورکړ (هو، زه رسول الله یم) مګر د یو ستر مصلحت پخاطر یی حضرت علي ته امر وکړ چې سمه ده، د قریشو د استازي خبره واوره او محمد بن عبدالله وکاږه. دغه تړون ته قرانکریم د فتح مبین نوم ورکړ او حضرت پیغمبر خپل امت ته وښوده چې ښه مشرتوب او موخې ته رسیدل، له جوړې جاړې او د څه واخله او څه راکړه پرته ممکن نه وي.
د ۲۰۱۳ کال په ډسمبر کې انګریز صدراعظم، ډیوډ کیمرون چین ته یو رسمي سفر درلود. له تګ څو ورځې وړاندی په لندن کې یو چینايي کلتوري مرکز ته لاړ او له هغه ځایه یی پخپلو ځوانانو غږ وکړ چې د فرانسوي او الماني ژبو په ځای چینایي ژبه زده کړي. نوموړي پدی بسیا ونکړه بلکې پخپله یی هم د څو ورځو لپاره د چینائي ژبې تمرین پیل کړ تر څو وکولای شي په رسمي میلمستیا کې د څو شیبو لپاره تعارفي خبرې په چینایي ژبه وکړي چې میلمه پال خوشحاله کړي. ځکه د ترجمان په ژبه خبرې مغزو ته لار پیدا کوي، خو له کوربه سره د هغه په ژبه خبرې کول د زړه تل ته کوزیږي. پیرنګي مشر د همدی ځیرکۍ له برکته وکولای شول چې د ۷۵۰ ملیونو پونډو داسی یو تړون لاسلیک کړي چې له مخې به یی چین زرګونه محصلین د انګلستان پوهنتونونو ته استوي او په تعلیمي او نورو سکتورونو کې به پانګونه کوي.
د ۲۰۱۵ کال په نومبر کې د ترکیې جنګي الوتکو پخپل جنوبي سرحد کې د روسانو یوه سوخوئ بم غورځوونکې الوتکه وویشته چې پیلوټ او ټوټې یی د سوریې په پوله پریوتې. انقرې اعلان وکړ چې موږ د خپل حریم څخه دفاع کړی او له هیڅ چا څخه بښنه نه غواړو. خو د ولادیمیر پوټین لدی ګواښ وروسته چې زموږ ګوزار به ډیر دردوونکی او پښیمانه کونکی وي، د ترکانو په خولې کې لاړې وچې کړې. ولسمشر ښاغلی رجب اورډګان چې پخپله خبره مین او سرتمبه واکمن دی، په سبانۍ ورځ یی په ټويټر کې د ترکۍ په ځای په روسۍ ژبه بښنه وغوښته او ژمنه یی وکړه چې هیڅکله به داسی ناوړه پیښه بیا تکرار نشي. هغه پوهیده که ځان ملامت نکړي نو هر کال به څلورنیم ملیونه روسي سیالانیان او لدی درکه په ملیاردونو ډالرې له لاسه ورکړي، نو د ترکیې د ملي ګټو پخاطر یی د خپل غرور شمله په مځکه کیښوده او روسانو ته یی پښیمانې څرګنده کړه.
شک نشته چې د ځینو خبرو کول د مړه غونې په څیر ترخه او لیکل یی د کورکمن په شان بد مزه وي خو حقیقت، حقیقت وي. د پاکستان صدراعظم عمران خان د روان کال د جنورۍ په شپږمه او د فبرورۍ په اولسمه، د ابوظبي او سعودي ولیعهد شهزادګان اسلام آباد ته ور وبلل. د پروټوکول او تشریفاتي اصولو یی هیڅ پروا ونکړه، پخپل نفس نفیس سره یی د دغو شهزادګانو لپاره موټرواني وکړه او له هوایي ډګره یی تر خپل دفتره ورسول. عربانو ته د همدی خوشامندو له بابته یی ۲۶ ملیارده ډالر، ځنې نغدې او څه د پانګونې په بڼه تر لاسه او هم یی خپل دوه زره بندیان د سعودي له زندانونو څخه را خلاص کړل. شاید ډیرو ته به دا بیغرتي او چاپلوسي ښکاري، خو د خالي خزانې ډکول او خپل ولس ته روزي پیدا کول، د ملي مشرتابه د هوښیارتیا نښه ګڼل کیږي.
له بله پلوه مو ولیدل، کله چې عمران خان په پارلمان کې د نیول شوي هندي پیلوټ د پریښودو اعلان وکړ، نو د مخالف ګوند مشر شهباز شریف دده میز ته مخامخ ودرید، لمړی یی چک چکۍ وکړې او بیا یی په احساساتي لهجه وویل:‌ ټوله نړۍ دی واوري، مونږ د خپل قیادت تر شا ولاړ یو، موږ یوه خوله، یو غږ او یو ملت یو.
د ملي مصلحت پخاطر، د سیاست او ډیپلوماسۍ دی لوبې ته د بخمل سیاست او د ګټې هنر ویل کیږي، چې د ولس او حکومت رښتیني مشران څرنګه کولای شی د خپلو خلکو د خوښۍ او ښیرازۍ لپاره پریکړې وکړي، موخې ته ورسیږې او خپل هیواد له جنګ او غمیزې وژغورې.
خو دریغه دریغه، کله چې ولسمشر اشرف غني په کوزې پښتونخوا کې د یو سوله ایزغورځنګ او ولسي داعیې د ملاتړ په خاطر پخپل ټویټر کې یو څو کرښې ولیکلې. نو تر هر چا لمړی د ارګ د انګړ دننه، د سپیدار له ماڼۍ د مخالفت تور لوګي راپورته شول او هغه یی د پردو په چارو کې لاسوهنه او مداخله وګڼله. تر پرونه پوری ځینو مطرحو یارانو، د سولې او اعتدال مشر د داعش پرکټي بللو، خو نن یی د تنظیمي او سلیقوي ګټو له امله هغه ته د بیعت او عقیدت لاسونه ور وغځول. همدا رنګه مو ولیدل کله چې د هویت په پاڼه کې د اسلام او افغان د نوم د لیکلو موضوع مطرح شوه چې د ملي اجماع سمبول ګڼل کیږي، نو تر ټولو بربڼد او رسوا مخالفت هغه چا وکړ چې ځان د جهاد، مقاومت او غنیمت وارثان بولي. دا هم نه هیروو چې د اسلام آباد د پارلمان بر خلاف، زموږ د ولسي جرګې همیشنۍ ستره لاسته راوړنه همدا وي چې کله د وکیل صاحبانو جیبونه خالي شي نو د وزیرانو د استیضاح بازار ګرم کړي او د افغان او افغانستاني په ناروا شخړه، یو پر بل د بوتلونو ګوزارونه کوي.
د سیاست پنډتان باور لري، هر کله چې کوم سیاستوال د نورو د خوشحالۍ پخاطر خپل متدین او باشعوره خلک بی شعوره وګڼل، د خپلې اردو د ړنګولو خوبونه یی ولیدل او یا یی هغه څه ویل چې کولای یی نه شول او هغه څه یی کول چې ویلای یی نه شول، نو پوهه شئ چې دغه ‌ډول نا بالغه، پیکه او پڅ سیاست ته، د ململ سیاست ویل کیږي، چې په اوبو کې په لوټه پښه ږدي او دی ورڅخه تیریږي.