د سکاټ موریسن په مشرۍ د استرالیا ایتلافي حکومت پلان لري چې د کریسمس ټاپو د کډوالو توقیف خونه په راتلونکي جولای میاشت کې یوځل بیا وتړي ترڅو د نوې اعلان شوې بودیجې هغه ۱.۲ میلیارده ډالر وسپموي چې اټکل کیده د څلورو کلونو په اوږدو کې به په دغه توقیف خونه کې مصرف شي.

د دغه توقیف خونې د بیاځل تړل کیدو پلان په داسې حال کې راښکاره کیږي چې یاده توقیف خونه یوازې دوه میاشتې وړاندې د حکومت لخوا له دې امله پرانیستل شوه چې د استرالیا پارلمان کې د حکومت مخالفو ګوندونو او استازو د کډوالو قانون کې تعدیل رامنځته کړ.

د کډوالو په قانون کې دغه تعدیل چې له مخې یې ناروغه کډوالو ته اجازه ورکړل شوه چې د استرالیا له سمندري توقیف خونو استرالیا ته د درملنې لپاره انتقال کړل شي، حکومت اندیښمن کړ چې ښايي قاچاقبر له دې قانونه د ناوړه ګټې په اخیستو په بیړیو کې نوي کډوال استرالیا ته انتقال کړي.

د موریسن حکومت د نوي قانون په نظر کې نیولو سره او د دی دلیل په وړاندې کولو سره د کریسمس ټاپو توفیف پرانیستله چې د سمندري توقیف خونو د سلګونه کډوالو استرالیا ته د انتقال په صورت کې به هغوی پکې ځای پر ځای کوي.

خو اوس چې له دغه قانون دوه میاشتې تیرې شوي او تراوسه هیڅ کوم کډوال له سمندري توقیف خونو استرالیا ته ندی انتقال شوی نو دغه حکومت په نوې بودیجه کې د کریسمس ټاپو توقیف خونې ته یوازې ۱۷۹ میلیونه ډالر تخصیص کړې او پلان لري دوه میاشتې وروسته یې بیا وتړي.

همداشان ایتلافي حکومت ویلي چې که راتلونکې ټاکنو کې بریالي شي او که په پارلمان کې اکثریت ترلاسه کړي نو د کډوالو د قانون نوی تعدیل به بیرته لغوه کړي ځکه دغه قانون د استرالیا د پولو خوندیتوب ګواښوي.