په افغانستان کې د جګړې د اور د وژلو ، سولې او ثبات د راتلو د پاره ، د امریکا متحده ایالات او د پنجاپ استعماري – تروریستی اداره یو له بله د ښکر په ښکر دوستانه ارامه لوبه کوي.
که څه هم د امریکا متحده ایالات څرګندوي چې دوی د هغه مسایلو په هکله چې په افغانانو پورې تړلي دی خبرې نه کوي خو بیا هم د افغانستان خلک د امریکا په فعالیتونو او د پنجاپی استعمار په کړنو باندې شکمن دي .
د پنجاپ سره د ښکر په ښکر لوبه کې ډیر داسې ښکاري چې تر اوسه کوم لوری په دې بریالی شوی ندی چې خپلې غوښتنې په مخامخ لوري په بشپړ ډول ومني. د بلې خوا د کابل حکومت وايی چې ( وطن کې زه یم تصمیم باید زه ونیسم ) او هغه څه چې زما ( د افغانستان د خلکو د ارادې) خلاف دي د دوی د پاره د منلو وړ ندي.
دواړه ښکرور ( امریکا او پنجاپی استعمار ) د مختلفو امکاناتو څخه کار اخلي تر څو مقابل لوری دې ته اړ کړي چې د خپلو موخو او غوښتنو څخه تیر شي . مګر تر اوسه کومه پایله تر لاسه شوي نده . که څه هم په ظاهري توګه مرکچیان خپله خوشبینی څرګندوي چې دوی په ( خبرو ) کې ډیر څنه تر لاسه کړي دي.
امریکا په دې لوبه کې د خپلو د فشار د ټکو څخه کار اخلي او پنجاپ د خپلو او پنجاپ د خپلو امکاناتو څخه کار اخلي. دا لوبه هغه لوبې ته ورته ده چې د ملګرو ملتونو د سر منشی د پخوانی ځانګړی استازي بینین سیوان تر نظر لاندې د پنجاپي استعمار شوروي اتحاد او د کابل تر منځ روانه وه.
په پای کې داسې ولیدل شول چې شوروي اتحاد ( وروسته د روسیې فدراتیف جمهوریت) د پنجاپ په ګټه د کابل اداره د ننه څخه تخریب او داکتر نجیب الله یې ته اړ کړ چې د موقت یا عبوری حکومت د راتلو د پاره د خپلې دندې استعفا وکړي.
د روسيې او پنجاپ ګډ پلان ددې سبب شو ، چې د کابل حکومت ړنګ او کابل ( د ضیاالحق د ارمان په بنسټ) وران او وسوځول شو. ټول دفاعی او امنیتي ارګانونه ړنګ او دولتي تاسیسات یې له منځه یووړل.
د کابل په هره کوڅه کې د وینو لښتي وبهول شول. کابل په کنډواله بدل شو د افغانستان خلک د وسله والو جنایتکارو ډلو له خوا په ډیره بیرحمانه توګه وځپل شول او زیار ایستل کیده چې د افغانستان په خلکو کې ملي روحیه ووژني.
د امریکا متحده ایالاتو او روسیې ، افغانستان د پنجاپ په لمن کې ورواچوه. پنجاپ هم د ټولې نړۍ څخه ورانکارې ډلې راټولې په افغانستان کې ځای په ځای کړ.پنجاپی استعمار د افغانستان څخه د بمبرو ځاله جوړه کړه چې د نړۍ یوه برخه هم ترې په امن کې نه وه.
د افغانستان خلکو ډیر کړاونه لیدلي دي او لاتر اوسه په مختلفو بڼو سره دا کړاونه ګالي. د هغې جګړې له امله چې پنجاپی تروریستانو د افغانستان خلکو په وړاندې پیل کړي ده هره ورځ په سلګونو خلک ( په مشخصه توګه پښتانه) وژل کیږي. په دې کې هیڅ شک نه شته چې تر هغه چې پنجاپی تروریزم موجود وي او یا خپلو ستراتیژیکو ناوړو موخو ته رسیدلی نه وي دا جګړه به روانه وي.
د پنجاپ استعماری – تروریستی ادارې د افغانستان د کورنیو ،سیمه ایزو او نړیوالو حالاتو په څیړلو سره په دی بریالی شوی دی چی ددې جګړي په پایله کې نه یوازی د افغانستان هیواد کمزوری کړي بلکی ددی جګړي په مخته بیولو سره یو شمیر مهم ستراتیژیک اهداف تر لاسه کړي.
1. د پنجاپ استعماري –تروریستی اداره په دې وتوانیده چې د افغانستان ملي پوځ چې په سیمه کې ځواکمن ځواک بلل کیده د خپلو مزدورانو په همکاری سره ړنګ او جنګي تخنیک یې له منځه یووسي.
2. پنجاپی استعماري –تروریستی اداره د خپلو مزدورو کړیو په همکاری سره په دې وتوانیده چې د کابل ښار او دهیواد نور ښارونه په کنډوالو بدل کړي.
3. په دې موده کې یې په افغانستان او د ډیورینډ منحوسې کرښې ها خوا پښتانه په مختلو نومونو او پلمو سره وځپل. په وزیرستان ، سوات ، مومندو او نورو سیمو کې د پښتنو په سلګونو کلي وران او په لسګونو زره پښتانه د پنجاپیانو له خوا ووژل شي.
4. پنجاپی تروریستي - استعماري اداره د کابل د بیکاره ادارې د ناغیړۍ له امله په دې وتوانیده چې د ډیورینډ په منحوسه کرښه اغزن تارونه وغزوي او په دې سیمو کې پوځي تاسیسات را منځته کړي.
5. د پنجاپ تروریستی – استعماري اداره د کابل د بیکاره ادارې په همکاری وتوانیده چې د کرښې دواړو غاړو خلکو د پاره پاسپورټونه او ویزې حتمي کړي.
6. د پنجاپ استعماري – تروریستي اداره په افغانستان کې د مزدورو کړیو په مرسته وتوانیدله چې د افغانستان په پښتني سیمو کې د انکشافي پروژو د تطبیق مخه ونیسي.
7. د پنجاپ او تهران استعمارچیان د خپلو مزدورو کړیو په همکاری په دې وتوانیدل چې په افغانستان کې د اغیزمنې او ځواکمنې ادارې د جوړیدو مخنیوی وکړي.
که څه هم د کابل چارواکو تر اوسه د پنجاپي استعمار د توطیو د شنډولو د پاره کوم اغیزمن ګام پورته کړی ندی خو د افغانستان
خلکو دا درک کړي ده چې پنجاپی تروریستی – استعماري اداره په سیمه او نړۍ کې د جرم اون جنایت اصلی منبع او د افغانستان اصلی او دایمي دښمن دی.
په پورتنیو حقیقتونو د هیواد ټول لوستی اولس ښه پوهیږي. خلک په دې باور دي چې افغانستان خلک باید د خپل هیواد څخه د پنجاپی استعماري – تروریستی ادارې او ایرانی پراختیا غوښتونکو په وړاندې د ځانه دفاع وکړي .
خو بیا هم پنجاپ کرار نه کيني هغه خپلې دښمنۍ ته دوام ورکوي. هغه پوهیږي چې تر هغه :
ټول افغانستان د پنجاپی استعمار د ښکاره او یا پټ نیواک لاندې نه وي راغلی تر هغه پورې د پنجاپ استعمار د ګواښ سره به مخامخ وي.
په کابل او افغانستان کې په تیرو داخلي جګړو کې پنجاپي استعمار خپلې ملیشاوې او پوځونه په افغانستان کې داخیل کړل او په دې ډول سره یې د افغانستان پټ نیواک تکمیل کړ. پنجاپی استعمار په افغانستان کې د خپل واک د ټینګښت د پاره د نړیوالو جنګیالیو څخه کار واخیست او دوی په ډیره بیرحمانه توګه د افغانستان خلک ( په ځانګړي توګه پښتانه ) ځپل.
پنجاپی استعمار دا وار د امریکا څخه هم غواړي چې افغانستان د روسیې په شان د دوی په لمن کې ور واچوي او په دې ډول یو ځل بیا د افغانستان واکمني په خپلو لاسونو کې واخلي.
پنجاپی استعمار د پخوا په شان د بینین سیوان سناریو تعقیبوي او غواړي د موقت حکومت تر نامه لاندې ( په راولپنډي کې د جوړ شوي عبوري حکومت په بڼه او یا د پیښور په ګورنرهاوس کې د رامنځته شوي حکومت په ډول) یوه اداره په کابل کې رامنځته کړي او بیا په ا فغانستان کې د امنیتي سازمانو د له منځه وړلو او ملي بنسټونو په ړنګولو سره بیا افغانستان د سترې غمیزې سره مخامخ کړي.
د امریکا متحده ایالات په دې لوبه کې هڅه کوي چې چین او روسیه هم د ځان ملګري کړي ‎تر څو پنجاپ د ډیرو لوړتیا غوښتونکو موخو څخه تیر شي . او له دې لارې وکولی شي د پنجاپی استعمار دریز نرم کړي . مګر پنجاپ نه غواړي د هغه څه څخه تیر شي چې د هغو له پاره یې اولس کاله جګړه کړي او په لسګونو زره پښتانه یې وژلي دي.
پنجاپ استعمار د پخوا په شان ځان د افغانستان واکمن ګڼي او په دې هکله تصمیم هم خپل حق ګڼي. نو ځکه عمران خان ( د پنجاپی استعماري ادارې لومړی وزیر) په کابل کې د حکومت ډول او د هغه د راتلونکي مشي په هکله خبرې کوي.
عمران خان لیوانۍ نه دی چې په داسې اوتو بوتو سر شي ، بلکې هغه د قطر مذاکرات څاري او د هغه څخه لاسته راغلي پایلې ارزیابي کوي. کیدای شي د امریکا حکومت هم ( د روسیې په شان) د خپلو پښو د ایستلو د پاره د افغانستان هیواد د اور کندې ته غورځوي.
د دې له پاره چې پنجاپی تروریستی – استعماري اداره خپل قوت د خبرو په میز ښکاره کړي په افغانستان کې یې خپلې مزدورې کړۍ فعاله کړي او د دوی د خولو څخه هم د ( موقت حکومت ) د غوښتلو خبرې راوځي. له بلې خوا په پنجاپ کې د رامنځته شوو ملیشایی ډلو پورې تړلي کړۍ اوس د هیواد دلته او هلته سرونه را پورته کوي او د مرکز په وړاندې د نافرمانی غږونه پورته کوي.
کله وار زیار ایستل کیږی د داکتر نجیب الله په وړاندې د حیراتان ( نافرمانی) ورسته سناریوګانې پلي کړي او کله وار په رسنیو کې په داسې اوتو بوتو سر شي چې ټولو ته د خندا وړ وي خو ګټه یې پنجاپی استعمار ته رسیږي.
دا ښکاره ده چې تاریخ تکرار کیږي او پنجاپ غواړي د داکتر نجیب وروسته حالات یو ځل بیا په افغانستان کې تکرار شي. دا هیواد یو ځل په کنډواله او د پنجاپ تر واک لاندې راشي.
خو حالات د پخوا څخه یو څه توپیر لري:
1. خلکو د داکتر نجیب الله څخه را وروسته حالات لیدلي دي او نه غواړي هغه پیښې بیا تکرار شي.
2. په پنجاپي استعمار پورې تړلي کرغیړنې څیرې اوس د خلکو په نزد بربنډې دی او دوی نه شي کولی چې د پخوا په شان خلک دوکه کړي.
3. د افغانستان خلکو یوه اندازه د ارامی احساس کړی دی او نه غواړي دا نسبی ارامی هم د لاسه ورکړي.
4. په نړیواله سویه د اروپايی اتحاد او نور یو شمیر هیوادونه اوس دې ته تیار ندي چې په افغانستان کې د وینو لښتي وبهیږي.
5. ملی دفاعی ځواکونه د پخوا څخه ځواکمن او د خپل وطن د پاره جنګیږی.
6. سیاسی پوهه د خلکو لوړه شوي ده.
په رښتیا هم د افغانستان اولسمشر محمد اشرف غنی د مختلفو لارو څخه تر فشار لاندې دی او پنجاپی استعمار هڅه کوي چې هغه هم د داکتر نجیب الله په شان د واک څخه ګوښه کړي او په هیواد کې یوې لویې ګډوډۍ ته زمینه برابره کړي.
اوسمهال :
1. ټولې هغه ډلې چې په پنجاپ کې جوړې شوي دي هڅه کوي چې په اولس مشر فشار راوړي تر څو د واک څخه ګوښه شي.
2. همدارنګه یو شمیر په کابل کې بدنامې څیرې د افغان سیاستوالو په نوم کله یوې خوا او کله بلې خوا منډي وهي تر څو په افغانستان کې د پنجاپ د ناوړه پلان د تطبیق د پاره زمینه برابره کړي.
3. ټولې هغه رسنۍ چې د پنجاپ له خوا په پټه تمویل کیږی په اولسمشر پسي زهر جنې ډنډورې کوي.
4. یو شمیر کړۍ هڅه کوي چې خلکو ته وښيی چې هر څه ختم دي او دا نظام( که څه هم دا نظام یو عادلانه نظام نه و او د لوټمارانو واک په کې چلیږي ) به ورانیږي.
خو حالات بلې خواته روان دي د خلکو تر منځ یووالی زیاتیږي او دوی په دې پوهیږي چې پخواني جنایتکارې ډلې یو ځل بیا غواړي دا هیواد تباه کړي نو ځکه خلک ځانونه اړ بولي چې د اولسمشر څخه د پنجاپی استعمار د توطیو د شنډولو د پاره ملاتړ وکړي.
د افغانستان اولسمشر محمد اشرف غنی ددې د پاره چې د قطر ( دوستانه ښکر په ښکر لوبه ) په وړاندې یې خپل دریز محکم کړي د لویې مشورتي جرګې د دایرولو غوښتنه یې وکړه تر څو دا مسله د افغانستان د ټولو خلکو سره شریکه او په دې هکله د دوی نظر واوري.
1. باید ووایو چې د افغانستان د خلکو روحیې ته په کتلو سره ، د مشورتي لویې جرګې غړي به د سولې د خبرو ملاتړ وکړي خو د داسې سولې خبرو څخه ملاتړ نه کوي چې کنترول یې د پنجاپی استعمار په لاس کې وي.
2. دوی به د رایو په بشپړ اکثریت سره د پنجاپی استعمار له خوا د موقتې ادارې مفکوره رد کړي.
3. دوی به یو ځل بیا د پنجاپی استعمار مداخلو ته ګوته ونیسي او د نړی څخه به وغواړي چې د پنجاپی استعمار په تروریستی اداره فشار راوړي تر څو د نورو هیوادونو په چارو کې د مداخلو څخه لاس واخلي.
4. د جرګې ګډون کونکی به د اشرف غنی د دریز څخه ملاتړ وکړي.
په دې کې شک نه شته چې د افغانستان ټول خلک سوله غواړي ، خو داسې سوله نه چې د پخوا په شان ( د ډاکتر نجیب الله را وروسته) دوه درې ورځی دوام وکړي او بیا خونړي جګړه پیل او هیواد تباه شي. د افغانستان خلک غواړي خپل برخلیک په خپله وټاکي .
د افغانستان د خلکو د پاره هیڅکله دا د منلو وړنده چې :
1. د دوی برخلیک په قطر ، راولپنډۍ ، پیښور ګورنر هاوس او یا مسکو کې وټاکل شي.
2. د افغانستان د خلکو د پاره هیڅ د منلو وړنده چې پنجاپی استعمار د هیواد په راتلونکي اغیزه ولري.
باید ووایو چې د قطر ډرامه ( خبرې) د پنجاپ په نوښت رامنځته شوي او امریکا هم اړه شوي ده چې په دې ډرامه کې برخه واخلي. باید ووایو هر ډول خبرې او تصمیمونه چې د قطر د مذاکراتو تر چتر لاندې نیول کیږي د افغانستان د خلکو او هیواد په زیان دي. دا ځکه چې د میز ټول اړخونه د پنجاپ د اجندا ( په اګانه او یا نا اګانه توګه) سره روان دي.
د افغانستان د جګړې اصلی اړخ د پنجاپ تروریستی – استعماري اداره ده . نو ځکه د افغانستان خلک باید د پنجاپ سره خبرې وکړي او د تیرې څلویښت کلنې جګړې د زیانونو تاوان ورڅخه وغواړي. باید عمران خان ( د پنجاپی استعمار په استازیتوب ) او اشرف غنی ( د کابل ادارې په استازیتوب ) سره خبرې وکړي او پنجاپ دې ته اړ کړل شي چې په افغانستان کې د جګړې څخه ډډه وکړي.
باید ووایو چې امریکا متحده ایالات که غواړي په رښتیني توګه سوله او امنیت راشي باید د پنجاپی استعمار سره په دې هکله خبرې وکړي او په دې هیواد فشار راوړي چې د نړیوال تروریزم څخه لاس واخلي.
د افغانستان خلک هیڅکله دا نه مني چې د دوی تر منځ کومه ستونزه شته او دا ستونزه د بین الافغانی خبرو له لارې حل شي. د افغانستان خلک متحد او نه بیلیدونکي دي. په افغانستان کې روانه جګړه د پنجاپی استعمار له خوا رامنځته شوي او د پنجاپی پوځ له خوا اداره کیږي.
تر هغه چې د پنجاپی استعمار تروریستی اداره ړنګه شوي نه وي نه یوازی به د سولې خبرې کومه مثبته پایله ونلري بلکې افغانستان او د سیمې هیوادونه به د ستونزو سره مخامخ وي.
له دې امله ویلی شو چې د امریکا او پنجاپ له خوا ښکر په ښکر دوستانه لوبه کې د افغانستان خیر نه شته بلکې پنجاپ غواړي د افغانستان په وړاندې اوس د جګړې بڼه بدله کړي دا چې د پنجاپ د پاره به په راتلونکي کې په افغانستان کې څوک او په کومه پلمه او بڼه سره جګړه وکړي تر اوسه ښکاره ندي خو باید ووایو چې پنجاپی استعمار حتما په افغانستان کې د بی ثباتی د پاره نوی پلان لري چې هغه به د قطر د ډرامې څخه وروسته پلي کړي.
فعاله دفاع د افغانستان مشروع حق دی . د مداخلې ځواب باید په مداخله سره ورکړل شي . د تیري ځواب باید په تیري سره ورکړل شي. د مخالفینو څخه ملاتړ ځواب باید د مخالفینو څخه په ملاتړ سره ورکړل شي.
افغانستان باید په خپله پنجاپی استعمار سره داسې لوبه وکړي چې د هغه په بنسټ سره پاکستان د تل د پاره د تاریخ کندې ته ولویږي.
دا لوبه اسانه ده خو د کابل څخه غیرت او د وطندوستی احساس غواړي.
د داکتر نجیب الله شرایط او د اشرف غنی د حکومتونو شرایطو توپیر کوي خو باید اشرف غنی اوسنی حالات په خپله ګټه او د پنجاپ په زیان را څرخوي.
د افغانستان اولسمشر اشرف غنی سره د پنجاپ په وړاندې مبارزه کې د افغانستان د خلکو او وطندوسته قوتونو ملاتړ موجود دی خو له بده مرغه اشرف غنی خپله شاوخوا داسې څوک نلري چې په دې لوبه کې ورته د همکارۍ اوږه ورکړي.