عبدالعزیز هغه اتل افغان کډوال دی چې د نیوزیلنډ بریدګر سره یې مبارزه وکړه.

د نیوزیلینډ پولیس وايي باوري دي چې بریدګر برنټون ټرنټ دا برید په یوازې سر کړی دی، خو هغه افغان چې دی یې په دوهم جومات د برید پر مهال له پښو وغورځاوه عبدالعزیز نومېږي.

عبدالعزیز کلونه مخکې له کابله نوي زیلنډ ته ولاړ. دی د برید پر مهال په دوهم جومات (لینوډ) مسجد کې و چې له جوماته بهر یې د خلکو چیغې واورېدلې.

د رپوټونو له مخې کله چې ښاغلي عزیز پوه شو چې پر جومات برید شوی، د کریډت کارت یو ماشین یې راواخیست او بیرون ته ووت. هلته یې پر همدې ماشین برید کوونکی چې غوښتل یې له خپله موټره بل ټوپک راواخلي وویشت. کله چې برید کوونکي پرې ډزې وکړې دی د موټرونو تر منځ ترې پټ شو.

ښاغلی عزیز له خپلو څلورو ماشومانو سره په جومات کې وو. دی ورغی او د برید کوونکي یو ټوپک یې راواخیست، خو مرمۍ پکې نه وې. دی بیا بېرته په برید کوونکي پسې جومات ته دننه ورغی چې بیا ورسره مخ شي.

عبدالعزیز رویټرز خبري آژانس ته کیسه کړې او ویلي یې دي: "کله یې چې له ټوپک سره یې ولیدلم، ټوپک یې وغورځاوه او وتښتېد. ما منډه ورپسې واخیستله."

هغه زیاته کړې "برید کوونکی خپل موټر ته ولاړ، هلته ناست و، ما یې په خپل ټوپک د موټر په ښیښه ګوزار وکړ، هغه ښکنځلې راته وکړې او له هغه ځایه وتښتېد."

د لینوډ جومات امام لطیف الابي AP اژانس ته وویل که عبدالعزیز له برید ګر سره نه وای مخامخ شوی، نو وېره وه چې د وژل شویو شمېر به نور لا زیات وای.