د استرالیا لمړې وزیر مالکم ټرنبل وایي د منځني ختیځ د کډوالو په اړه د استرالیا د مخکني حکومت ژمنه یې عملي کړي او د سوریي او عراق کډوالو ته یې د ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې لږترلږه ۱۲۰۰۰ ویزې ورکړي.

ښاغلي ټرنبل د چهارشنبې په شپه په یوې خبري ناسته کې وویل، " موږ دغه کډوالو ته په خلاصو لاسونو او متقابل احترام ښه راغلاست وایو، ځکه موږ په خپل کلتور، بنسټونو او قوانینو ډاډه یو او په بدل کې یې دغه نوې استرالیایان زمونږ هیواد او خلکو ته د وفادارۍ ژمنه کوي."

د کډوالو د انتقال دغه ژمنه د استرالیا پخواني لمړي وزیر ټوني اباټ د ۲۰۱۵م میلادي کال په سپتمبر میاشت کې کړې وه.

د استرالیا د مهاجرت او سرحدونو وزیر پیټر ډوټن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، "دغه ټولو کډوالو ته د ویزو ورکولو پروسه پای ته رسیدلې، تر اوسه مو لس زره کډوال د منځني ختیځ د کډوالو له کمپونو څخه استرالیا ته رانتقال کړي او پاتې دوه زره به هم په راتلونکو څو میاشتو کې ډیر ژر رانتقال کړو."

ځینو محافظه کارو حکومتي چارواکو له کابینې څخه غوښتلي وو چې په دغه ژمنه بیا غور وکړي. هغوۍ دلیل وړاندې کړې وه چې په دغو کډوالو کې ښایي سخت دریځې اسلامپالي هم استرالیا ته لاره پیدا کړي.