د استرالیا له مانوس توقیف مرکز څخه چې د پاپوا نیوګینیا په مانوس ټاپو کې موقیعت لري، د پناه غوښتونکو یوه تازه ډله متحدو ایالاتو ته انتقال کړل شوه.

د متحده ایالاتو او استرالیا ترمنځ د کډوالو په سر د شوي تړون له مخې د فیبروري په ۲۶مه د پناه غوښتونکو یوه نوې ډله له مانوس ټاپو څخه د متحدو ایالاتو په لور روانه شوه.

یاد پناه غوښتونکي چې شمیر یې ۲۲ تنه وه د ۲۰۱۳ میلادي کال راپدیخوا د پاپوا نیو ګینیا هیواد په مانوس توقیف مرکز کې د استرالیا د حکومت په مالي ملاتړ ساتل کیدل.

په دې اړه استرالیا کې د پناه غوښتونکو او کډوال د حقونو مدافع (آین رینتول) خبریالانو ته وویل، د دغې ډلې په ګډون تراوسه یوازې ۱۸۹ پناه غوښتونکي له مانوس ټاپو څخه متحدو ایالاتو ته انتقال شوي.

نوموړي وویل، په ۲۰۱۶ کال کې د استرالیا او متحدو ایالاتو ترمنځ د کډوالو د تبادلې پر سر د شوي تړون په اساس متحدو ایالاتو منلی چې ۱۲۵۰ پناه غوښتونکي به د استرالیا له سمندري توقیف خونو خپل هیواد ته انتقالوي، خو له تړونه د درې کلونو په تیریدو هم دغه هیواد تراوسه یوازې ۱۸۹ پناه غوښتونکي له مانوس او قابو ۳۰۰ له نایرو توقیف خونې انتقال کړي.

ښاغلي رینتول وویل، د متحدو ایالاتو دغه تړون ډیر ورو پرمخ روان دی، حال دا چې د استرالیا په سمندري توقیف خونو کې له زرو زیات پناه غوښتونکي د شپږو کلونو له تیریدو وروسته لا هم په تمه دي او بې سرنوشته ژوند کوي.

نوموړي زیاته کړه، ګڼ شمیر دغه پناه غوښتونکي چې د استرالیا د حکومت لخوا له محاکمه کولو پرته له اوږدې مودې راهیسې په توقیف کې ساتل کیږي، له خپل ژونده ستړي ښکاري او له بده مرغه په بیلابیلو رواني ناروغیو اخته دي.