راپورونه څرګندوي چې په مالیزیا کې اوسمهال په زرګونو ناقانونه بهرنیان ژوند کوي، چې د کڼ شمیر په اړه یې حکومت هیڅ ډول معلومات نه لري.

راپورونه دا هم وایي چې ډیری بهرنیان په مالیزیا کې د خپلو ویزو تر ټاکلو وختونو زیات پاتې کیږي، پرته له دې ویرې چې د پولیسو لخوا به ونیول شي.

ډیری مالیزیایان د حکومت په کورنیو او مهاجرت وزارتونو د فساد، بډی اخیستنې او ناسم مدیریت تورونه لګوي او وایي چې دغه وزارتونه د جعلي پاسپورټونو او د ناقانونه مهاجرت په مخنیوي کې پاتې راغلي.

د مالیزیا سیمه ایزې رسنیو راپورونه ورکړي چې د دغه هیواد پولیسو یوازې تیره میاشت ګڼ شمیر د یمن، بنګله دیش، اندونیزیا، مراکیش او نیپال هیوادونو وګړي د بیلابیلو ترهګریزو کړنو په جرم نیولي، چې په هغې کې د سعودي عربستان په راغلي پلاوي یوه ترروریستي برید هم پلان شوې وه.

په دې وروستیو کلنو کې مالیزیایې حکومت د سیاحت د زیاتولو او د بهرنیو سیلانیانو د جذبولو په خاطر خپله د مهاجرت پالیسي ډیره اسانه کړې.

د دغه پالیسۍ په اساس د ګڼ شمیر هیوادونو وګړي کولې شي چې مالیزیا ته په رسیدو خپلې ویزې ترلاسه کړي، چې زیات مالیزیایان وایي دغه پالیسي سمه نه ده او له همدې امله تروریستان او بشري قاچاق کوونکي هم په اسانۍ کولې شي مالیزیا ته داخل شي.