اندونیزیا کې د موجودو کډوالو په حالاتو کې بدلون راغلی

د اندونيزيا حکومت وايي د کډوالو پاليسي یې اوس په سمه لار روانه ده او په هیواد کې یې د بهرنیو کډوالو حقونو ته جدي پاملرنه کیږي.

دوه کاله وړاندې د اندونیزیا ولسمشر (جوکو ویدودو) په اندونیزیا کې د شته بهرنیو کډوالو په ښه توګه د تنظیمولو او د هغوی د حقونو د ساتلو لپاره یو ځانګړی فرمان صادر کړ.

د ولسمشر یاد فرمان د قانون ۱۲۵ په نوم یادیږي چې په اندونیزیا کې د بهرنیو کډوالو د اداره کولو لپاره د حکومتي ارګانونه ترمنځ همغږي او همکاري رامنځته کوي او همداشان نړیوالې حقوقي او معیاري تګلارې هم برابروي.

د دې فرمان څخه وړاندې، د اندونیزیا د قانون او بشري حقونو وزارت لاندې یوازې د مهاجرت لوی ریاست په اندونیزیا کې د پناه غوښتونکو او مهاجرینو لپاره تګلارې ترتیبولې.

هغه مهال د کډوالو بشري حقونه تر ډیره حده له پامه غورځول کیدل ځکه هغوی اندونیزیا کې د غیرقانوني کډوالو په توګه پیژندل کیدل.

خو د ولسمشر د ۲۰۱۶ کال له فرمان سره اندونیزیا کې د کډوالو لپاره ځانګړي اسانتیاوې رامنځته شوې چې لمخې یې اوس په دغه هیواد کې د کډوالو ناروغان، امیدوارې ښځې، معلولین، ماشومان او زاړه کسان خاص حقوق ترلاسه کړي.