دلوی افغانستان دخپلواکۍ ویاړلي غورځنګ ته

آرمـان
په ژونــدانـه مې مـدام کر د سرو ګلـونو کړی
وخت مې اغزن ګوزار د زړه په پرهرونو کړی
زه د جانان په نوم د ریا مجلس ته نه یـم تللی
ما يي مـزل په لـور د غـنو په سرونـو کـړی
زما اکـر زما د ژونـد د هڅـو هانـد شاهـد دی
ما د کاروان د جرس خیال ستا په ګردونو کړی
اوس که غزلې لکه ساندې ستا په یاد لـیکـمه
ما د ځان ویرستا په نامه تل پـه سازونـو کړی
اوس خومې خواله نږدې راشه اخري سلګۍ ده
ډیر انتظار مې ستا راتګ ته له کلـونو کـړی
خپل خدمتګار که په خوښۍ رخصتول غواړې
آرمان مې ستا د سـباوون پـه تورتـمونو کړی