غزل

ګله! ستا په څیر دی جانان
زړه ته مې را تیر دی جانان

نه نه ګله، داسې نه دی
ښکلی له تا ډیر دی جانان

لکه نسترن داسې دی
ما څخه چاپیر دی جانان

اوس د غماز هیڅ نه مني
پوه په زور او زیر دی جانان

هر وخت مې په زړه وي نیکمل
کله له ما هیر دی جانان