د استادانو مجلس!
عبدالله وردک
انګلستان - جنوري - ۲۰۱۹
ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو!
السلام علیکم‌ و رحمت الله و برکاته!
الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ.
ګرانو او قدرمنو لوستونکو!
په دغه پوهنتون کې چې زه له ډېرو کلونو راپدېخواه معلمي کوم، لږ تر لږه په میاشت کې یو ځلې، د هرې شعبې استادان سره کیني، او د شاګردانو په هکله هر اړخیزه بحث کوي، او په نتیجه کې یې لازمې فیصلې کوي.
د یادولو وړ ده، چې پدغه مجلسونو کې د شاګردانو استازي (نماینده ګان) هم فعاله برخه اخلي. د مجلس اجنداء، وخت، ځای، او نېټه مخکې له مخکې، ټولو استادانو او د شاګردانو نماینده ګانو ته د ایمېل پذریعه ور استول کیږي.
د شاګردانو استازي، د هر ټولګي د شاګردانو له طرفه، په آزاده فضاء کې انتخابیږي، او دوی بیا د استادانو په ټولو مجلسونو کې ګډون، او فعاله ونډه اخلي.
پدغه مجلسونو کې، استادان د درسي مضمونو په ټولو برخو کي، په غور سره بحث کوي، او کوښښ کوي، چې د یوه مضمون په هکله، ښې فیصلې وکړي. هېره د نه وي، چې پدغه مجلسونو کې د شاګردانو استازي مساوی حق لري، او دوی کولای شي، چې د خپل کورس په هکله، په آزاده فضاء کې د خپل ځان، او د نورو شاګردانو نظرونه او ستونزې مجلس ته وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده، چې پدغه مجلسونو کې د شاګردانو استازي، دوې مهمې دندې سرته رسوي. یا په بل عبارت، دغه د شاګردانو نماینده ګان، د شاګردانو ستونزې استادانو ته، او د استادانو پیغام شاګردانو ته رسوي.
پدغه مجلسونو کې د شاګردانو د نماینده ګانو شتوالی، د کورس د ښه والي په هکله، ډېر ګټور وي. پدغه مجلسونو کې، د لابراتوارو، لکچرو، او نورو درسي شیانو په هکله، ګټور بحثونه او فیصلې سرته رسیږي.
همدارنګه، پدغه مجلسونو کې، د شاګردانو نماینده ګان، خپل شکایتونه، د استادانو په وړاندې په ګوته کوي، او مربوطه استادان د هغو غوښتنو ته، د منلو وړ ځواب وایي.
هغه وعدې چې د شاګردانو د نماینده ګانو سره کیږي، د هغه کاپي په لیکلي ډول، د مجلس ټولو حاضرینو ته ورکول کیږي، او هغه بیا په راتلونکو مجلسونو کې تر غور او بحث لاندې نیول کیږي.

د پام وړ ټکي:
د استادانو په مجلسونو کې، د شاګردانو د نمایندګانو ګډون، ډېر اغیزمن او ګټور وي. دا پدې معنا، چې شاګردان، تر بل هرچا څخه خپلې ستونزې، سمې په ګوته کولای شي.
کله چې زه نیږدې ۳۵ کاله مخکې، د کابل پوهنتون، د انجینرۍ په پوهنځۍ کې معلم‌ وم، هلته شاګردانو ته دا حق نه ورکول کېده، چې دوی د استادانو په مجلسونو کې، برخه واخلي.
اوس هم ګمان نکوم، چې دغه طرزالعمل به د افغانستان په پوهنتونو کې رواج ولري، او که چېرې رواج ونلري، نو د شاګردانو د نماینده ګانو شاملول، په دغه ډول مجلسونو کې یو لازمي او ګټور شرط دی.
د یادولو وړ ده، چې په اوسني وخت کې شاګردان، یوه پوهنتون ته، د مشتریانو حیثیت لري. نو پوهنتونو ته لازمه ده، چې د خپلو شاګردانو ستونزو ته، په خلاصه ټنډه غوږ ونیسي، او هغه په عمل کې پیاده کړي.
په پای کې زه یوځل بیا، خپل د عاجزۍ دواړه لاسونه، د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) د په افغانستان او ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولي، چې هغه الله(ج) ته مقبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین.
زما اړیکه:
abdullahwardak53@gmail.com