محترمو لوستونکو ته دا یوه پسرلنی شعر د ښاغلی محترم سلطان جان کلیوال  وړاندی کیږی:

پســـــرلیــه !
مـاتـه پسـرلیه ! د جـا نـان ســـند رې و وایــه
مـســتي ، ډیري مـسـتي ، د افغان سندرې و وایه
ما د سـرو لمبـو د سـوځیـدلو ځـنی و ژغـوره
اور چی د جنګ مړ کا ، د باران سـندرې و وایه
پریـده چي تر غـاړه شی، نارنج ټولو ګلونو ته
مـاتـه د ښــکلا د ارغـوان ســند رې و وایــه
یو می ســه «بخـدي» ته د ســوما په شـر بتـو پسي
لـوړو سـر درو کـی د ایـمـان ســـندرې و وایـه
پـاڅـوه لـه خـوبـه «اميرکـروړ» د دی نړۍ اتـل
غـوږ کی دي ویـدو ته ، د «آمـان» سـندرې و وایـه
تـانـه پسـرلیـه ! ســینګار شـوی دري غـواړمـه
بیـا د ژونـد مـیرو ته د « کاروان» سـندرې و وایه
تیـر له پاچـاهۍ دی ( کلیوال) په پردی کلـی کی
دی « یوسـف » ته غـوږ کی، د کنعان سـندرې و وایه