یوه ادبي ټوټه
ساعت د شپې له دریوو اوښتي
خوب له سترګو الوتی
له ځایه پورته شوم
له کړکۍ نه د باندې نری باران
د یو نیم لاروي
په لاس نیولې چترۍ
لمندوي
د لارې پر سر لګېدلي څراغونه
ځای ځای رڼا لګولې
او لاره داسې نه ښکاري لکه
یوه عمومي جاده .
بېرته راستون شوم
د کمپیوټر د میز خوا ته
په یاد مې شول چې
فیسبوک کې ولیکم
یوه خبره پخه خبره :
باران اوري
خو لکه زموږ د کلي باران سېل
نه جوړوي
په آسمان کې بريښنا
پړق وهي
خو نه لکه زما د ماشومتوب
د وخت برېښنا
چې زه به یې وېرولم
اوسنۍ بې خوبوي
لکه زما د ځوانۍ بې خوبي نده
چې :
د یارانو لیدو ته به مې تلوسه درلوده
هيواددوست