کله چې په کال ١٩٦٤ کې اساسي قانون سياسي احزابو ته د فعاليت اجازه ورکړه په پایله کې يې ‏درې ډوله سياسي تحريکونه رامنځته شول لکه اخواني، کمونستي او ناسيونالست. افغان ملت ‏ګوند د ارواښاد انجينرغلام محمد فرهاد لخوا په کال ۱۹۶۵ کې تاسيس شو.‏
‏ فرهاد صاحب د ولسي جرګې وکيل او د کابل ښاروال پاتې شوی وو. ډير لوړاو پاک شخصيت ‏يې درلود او د خدمتونو نه يې حتی مفکوروي مخاليفين هم انکار نشي کولی. ‏
افغان ملت ګوند د ولس له مینځه زیږیدلی ګوند وو او د ولس د فکر ترجماني یې کوله. خدای، ‏وطن او ملت یې شعار وو. دغه ګوند په افغاني نشنليزم اتکا لرله او د سوسيال ديموکراسۍ لاره ‏یې تعقيبوله. ‏
د افغان ملت‎ ‎له مخې افغان نشنليزم پينځه اصله لري چې هغه ملي مقدسات، ملي اقتصاد، ملي ‏کلتور ،ملي تاريخ او د هيواد پالنې ګډ احساس دی.‏
‏ د خپلو عالي(سترو) اهدافو(موخو) د ترلاسه ( حصول) لپاره افغان ملت ګوند تل هڅه کړې.‏
د افغان ملت مرام او هدف په ډیره لږه موده کې ډیر په وطن مین ځوانان او د فکر خاوندان ‏جذب کړل.‏
‏ شمس الهدا شمس هم ډير ژر دغه نوي جوړ شوي ملي ګوند ته جذب شو او د تاسيس نه يوازې ‏يو کال وروسته يې د ګوند غړيتوب ترلاسه کړ.‏
‏ شمس صیب په ګوندي چارو کې ډير زيات دخيل شو او په ډيره لږه موده کې يې په ګوند کې ‏ځانګړې مقام ترلاسه کړ.‏
‏ د کابل کور یې د افغان ملت غير رسمي دفتر وګرځيد
‏ په همدې کورکې به حزبې غونډې کېدې او دهيواد په کچه د ګوندي غړيو مرکزيت شو.‏
ددي تر څنګ شمس چه يو ډير اجتماعي شخصيت يې درلود په ټولنه کې يې نيک شهرت ترلاسه ‏کړو او د وطن دوستۍ مفکورې په خپرولو کې يې مهم رول ولوبوو او زيات شمير هم فکري ‏ملګري یې وروزل.‏
‏ ستر سياسي ګوندونه د لوړو اشخاصو د عالي ارادې، اخلاص، دنفس پاکوالې او يو ځانګړې ‏سياسي ليدلورې ولري اوخپل ژوند د هیوادوالو خدمت لپاره قرباني کړي په هلو ځلو رامنځته ‏کيږي ـ د ارواښاد شمس شخصيت ددې يو ژوندې مثال دی.‏
کله چه کمونستانو په کال ۱۹۷۸ کې قدرت ترلاسه کړو افغان ملت ګوند د خپلې ملي مفکورې په ‏اساس د دغه رژيم لخوا د ډير فشار ښکار شو.‏
‏ خو ګوند په دغه سختو شرايطو کې هم د افغانستان د ملي ګټو ساتلو لپاره خپله مبارزه جاري ‏وساتله.‏
‏ همدا وخت وو چې په يوه درنه ګوندي غونډه کې ارواښاد شمس الهدا شمس د لوې منشي په ‏توګه وټاکل شو.‏
‏ په داسې نازک وخت کې يوازې شمس غوندې يو انقلابي رهبر وکولې شول چې دغه دنده تر ‏سره کړي.‏
‏ دغه جريانات د وخت دولت لپاره لوی ګواښ وو ځکه نو د ګوند يو شمير مهم غړي ونيول ‏شول. ‏
د شمس د نيولو لپاره هم منظم پلان جوړ شو مګر په معجزانه ډول ګاونډي هيواد پاکستان ته په ‏هجرت بريالې شو.‏
د شمس الهدا شمس په مشرۍ د هجرت په ديار کې افغان ملت ګوند لپاره په پیښور کې يو فعال ‏مرکزيت جوړشو.‏
‏ دفتر پرانيستل شو او د استقلال په نوم يې جريده پيل کړه.‏
‏ که څه هم په کابل کې انجينر غلام محمد فرهاد صاحب وو د هجرت په ديار کښې ګوند شمس ‏رهبري کووـ ‏
پيښور کې هغه د پښتون قام پرستو سره ډيرې نزدې اړيکې درلودلې. د مذهبي افراطي تنظيمونو ‏د پرله پسې ګواښونو نه بې پروا شمس د خپلو اصولو او د افغان ملت د مرام نه هيڅکله ‏سرغړونه ونکړه
که هر څو، د پاکستان لخوا منل شوي هاغه ٧ تنظيمونو خپلمنځي اختلافات درلودل ولې د افغان ‏ملت سره دشمنې کې يوموټې وو.‏
‏ دا هغه وخت وو چې وطن پرستي سیکولر او غیر اسلامي ګڼل کیده او چا چې به د (ملي) ټکی ‏ذکر کړو نو د کفر ټاپه به پرې ولګیده.‏
‏ افغان ملت ګوند یو سوسیال دموکرات ګوند وو نو ځکه پرې د ځینو وطن دوښمنه ډلو لخوا د ‏سیکولریزم تورونه لګیدل، سره له دې افغان ملت ګوند په دغه عقيده وو چې اسلام زمونږ د ‏افغاني ناسيوناليزم يوه نه بيليدونکې برخه ده.‏
په ١٩٨٤ کې د افغان ملت موسس انجينر غلام محمد فرهاد په حق ورسيد. ګوند د نوي رييس ‏ټاکلو لپاره انتخابات وکړل. د رياست لپاره درې کانديدان ووـ شمس الهدا شمس ، قدرت الله حداد ‏او محمد امين واکمن ‏
‏ ارواښاد شمس د رايو په اکثريت په ډير شفاف ډول د ګوند رييس وټاکل شو.‏
‏ خو د واکمن صیب ملاتړيو د پلان شوي پروګرام په اساس نتايج و نه منل او په نتيجه کښې يې ‏افغان ملت په دوه ډلو وویشل شو. د جدا شوې ډلې مشري محمد امین واکمن کوله چې وروسته ‏بیا انوار الحق احدي ته دا مشري وسپارل شوه.‏
د کمونست رژيم لخوا افغان ملت ګوند ته ډير وړانديزونه وشول او خپله ډاکټر نجيب الله څو ‏واری د ملاتړ غوښتنه وکړه په کابينه کې د ګډون دعوت هم ورکړل شو خو شمس صاحب په ‏خپلو اصولو ولاړ وو او ددوې دغه وړانديزونه يې په اصولي توګه رد کړل.‏
‏ افغان ملت په دې عقيده وو چه د دغه دولت ملاتړ يا ورسره يو کيدل د افغانستان د ملي ګټو پر ‏ضد ده او د افغان ملت د مرام نه سرغړونه ده.‏
کله چې په ۲۰۰۲ کال کې د حامد کرزي په مشرۍ لنډ مهاله حکومت جوړ شو نو د افغان ملت ‏هغه برخه چې مشري یې هغه وخت انوارلحق احدي کوله، کابل کې د وزارت عدلیې سره ‏رسمیات ترلاسه کړل.‏
بیا د کرزي صیب سره په حکومت کې هم ښه موقفونه ترلاسه کړل.‏
‏ دا هغه وخت وو چې د تیرو دوه لسیزو جنګونو په پایله کې ولس تر ډیره حده د سیاسي احزابو ‏نه زړه موړ وو او هغه وخت یواځنی ګوند چې ولس پرې باور درلود او یو پاک نوم یې پاتې وو ‏هغه د افغان ملت ګوند وو.‏
‏ د ولس باور په افغان ملت ګوند او د افغان ملت نیک نامي د زرهاوو افغان ملتیانو د کلونو کلونو ‏مبارزه، د فرهاد بابا هغه لوړه مفکوره او د ارواښاد شمس الهدا شمس عالي اراده او اخلاص وو ‏چې افغان ملت ګوند ته یې دا لوړ مقام وګټو.‏
د احدي صیب ډلې ونکړل شول چې د ولس هغه باور چې پر افغان ملت یې لرلو هغه شان ‏وساتي او ډیر ګوندي ورونه ترې خفه شول.‏
‏ بلخوا شمس صیب په پیښور کې وو او په ۲۰۰۵ کال کې بیرته وطن ته د ډیرو ارمانونو سره ‏راستون شو خو خدای ته منظوره نه وه او د اکتوبر په ۹ کال ۲۰۰۵ کې د زړه د ناروغۍ له امله ‏په حق ورسید.‏
‏ د شمس صیب مړینه په هغه حساسو شیبو کې د ګوند لپاره ډیره غټه ضایه وه
‏ خو د شمس صیب د وفات نه وروسته په یو غونډه کې ګوند د ارواښاد شمس زوی انجنیر اجمل ‏شمس د ګوند مشر وټاکه چې تر اوسه د ګوند مشري کوي.‏
‏ د اجمل شمس په مشرۍ افغان ملت ګوند په ۲۰۰۶ کې د وزارت عدلې سره رسمیات ترلاسه ‏کړل.‏
‏ د ۲۰۰۹ کال د جمهوري ریاست ټاکنو کې ګوند د حامد کرزي ملاتړ وکړو.‏
‏ هغه وخت کرزي صیب هڅه وکړه چې افغان ملت سره یو کړي، د شمس صیب ډله د ګوند ‏وحدت ته خوشبینه وه خو د تیر په څیر د احدي صیب د ډلې ځینو مغرضه نفرو یو ځل بیا د ‏وحدت خبرې ناکامې کړې.‏
د افغانستان د احزابو تاریخ ته که وګورو نو افغان ملت یو واحد ګوند دی چې کله یې هم د ګران ‏وطن افغانستان په سر تجارت نه دی کړی
‏ لاسونه یې د ولس په وینو سره نه دي همدا وجه ده چې نن هم په ولس کې افغان ملت د یو وطن ‏دوسته، ملي منافعو ته ژمن، صادقه او یو پاک ګوند ګڼل کیږي.‏
‏ افغان ملتیان په خپل ټول ژوند ملي ګټو ته ژمن پاتې شوي دي.‏
‏ تل یې ملي ګټې په شخصي ګټو برترې ګڼلې دي.‏
‏ او همدا د افغان ملتیانو مبارزه وه چې په ډیرو افغانانو کې یې د وطن سره د مینې روحیه پیدا ‏کړه. افغان ملت تل د یو موټي او پیاوړی افغانستان لپاره مبارزه کړې او د ټولو قومونو ترمینځ ‏یې د هیواد پالنې ګډ احساس ته کار کړی چې لاندې شعر یې یوه بیلګه ده. ‏
دلته هر څوک چې اوسیږي یو افغان دی
تور او سپین پیدا کول ملي تاوان دی
ګران هیواد به په ملي وحدت جوړیږي
دا زمونږه عقیده دا مو ایمان دی