طنز
محمود نظری

سپک خلک

یو من پنبه او یو من وسپنه ګوره
وسپنه لاندې ځي پنبه د اوبو پر سر
دا د طبیعت سمه نا برابري ګوره
ورته دوه هم وزنه نه دي سره برابر
پوکي چلیږي همداسې په دنیا کې
وچ لرګي وینې چې تل ځي د اوبو پر سر
ډبرې تل د اوبو به تل کي پرېول کیږي
ځګ او خاشاک وځي له هر ې مورۍ بهر
هر سړې لس پاچاهان لیدلي ژوند کې
د اشغال پاچاهان لکه خلپل ځي د اوبو پر سر

که له غلو سره یارانه کوې په جیبو دي پام کوه
که د شرابیانو سره ګذاره کوي ستاینه د جام کوه
دا دنیا ټوله دغلا، خیانت ، فساد او فریب ده
که سیاست کوې تل دپردو دلته کار د غلام کوه
حرام حلال کلیمات ان تشناب کې کاروه خیټه ډکوه
چې د وطن پرستي کوم کار سو اکت د زکام کوه
د وطن پرستي غټي غټي خبرې لکه غر او فیل کوه
بهر کې هوټلونه جوړوه دننه لوی غله ته سلام کوه
بریالی ډله دې وطن کې ان د ویجاړي لپاره اتفاق لري
د هغه چا چې اتفاق نسته په هغه فکر د خام کوه
خلک مړه کړه وطن چور کړه مګردبل غلامي کوه
هر بد او کرغیړن کار دپاره د واک او ښه نام کوه
چي بادار یې غوسه سي یو یوپه مرمیو سوری سوری کړي
چوپ سه دا د بادار حق دی دې قانون ته احترام کوه

افغانه! دې غلو اومرییانو هر څه درڅخه یووړه
اوس بس د خپل وطن ساتل د ننګ او نام کوه
ددې مرییانو په شتون خدایږو که دا وطن ودان سي
هر یو چې وینې ورته یو عسکري غوړ سلام کوه