د استرالیا د سمندري سرحدونو د عملیاتي پروګرام په هکله یوې ورځپاڼې تازه مالومات خپاره کړي چې د دغه هیواد د خوندي سرحدونو په نوم له اوږدې مودې روانو عملیاتو لاسته راوړنې هم پکې ښکاره شوي.

دغه تازه ارقام ښیي چې پنځه کاله وړاندې د ټوني اباټ حکومت په دوران کې د خوندي سرحدونو عملیاتو له پیل راهیسي تراوسه په سمندر کې د کډوالو د قاچاق کوونکو ۳۳ کښتۍ نیول شوي او همداشان د همکارو هیوادونو په مرسته ۷۸ نورې قاچاقي کښتۍ، مخکې له دې چې د استرالیا په لور حرکت وکړي، هم متوقف شوي.

د استرالیا د خوندي سرحدونو عملیاتو او د قاچاقي کښتۍ د ستنولو په هکله مالومات همیشه پټ او مرموز ساتل کیږي، او دغه هیواد په دې اړه مفصل ارقام ډیر کم له رسنیو سره شریکوي.

مګر د (The Australian) په نوم ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ په نوو نشر کړو شمیرو کې دا ادعا کړې چې استرالیا له ۲۰۱۳ کال راپدیخوا د کډوالو ۳۳ قاچاقي کښتۍ ستنې کړي چې لږترلږه ۸۰۰ پناه غوښتونکي پکې سپاره ول.

همداراز دغه ورځپاڼې ادعا کړې چې د ګاونډیو هیوادنو او د استرالیا د قانون پلي کوونکو ادارو ترمنځ د همغږۍ په ترڅ کې قابو ۸۰ نورې قاچاقي هڅې هم شنډې شوي چې له امله یې استرالیا ته د قابو ۲۵۰۰ پناه غوښتونکو له راتګه مخنیوې شوې.

دغه ارقام په داسې حال کې خپریږي چې څه موده وړاندې د استرالیا د کورنیو چارو وزیر پیټر ډوټن خبرداری ورکړې وه چې د کډوالو د قاچاق تهدیدات دوامداره دي، خو هغه ډاډ ورکړې وه چې د استرالیا امنیتي ادارې د دغه ننګونو د مخنیوې لپاره د تل په څیر خپلې نه ستړی کیدونکې هلې ځلې جاري ساتي.