د استرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسن ویلي چې په نیوزیلینډ کې د استرالیا د سمندري توقیف خونو د ۱۵۰ کډوالو د میشتولو په هکله د نیوزیلینډ د حکومت وړاندیز ممکن قبول کړي.

نوموړی د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، دا وړاندیز په یو شرط قبلوي او هغه دا چې په دې هکله باید قانون بدل شي ترڅو دغه کسان د نیوزیلینډ څخه هیڅکله استرالیا ته ونشي کړای راشي او استرالیا ته د هغوی پر سفر کولو باید دایمي بندیز ولګول شي.

خو بله خوا د استرالیا د حکومت اپوزیسیون لېبر ګوند ویلي چې استرالیا ته د دغه کډوالو پر سفر دایمي بندیز لګول غیرضروري او د استرالیا د ملي ګټو خلاف کار دی.

د استرالیا د قانون لمخې د نیوزیلینډ وګړي کولای شي استرالیا کې دایمي واوسیږي او کار وکړي، چې له همدې امله د استرالیا حکومت اوس دا ویره لري چې د دې قانون پر اساس یاد ۱۵۰ کډوال هم ممکن نیوزیلینډ کې د تابعیت له ترلاسه کولو وروسته استرالیا ته راشي.

همداشان د استرالیا حکومت دا ویره هم لري چې که چیرې د سمندري توقیف خونو کډوال نیوزیلینډ ته لاړ شي نو دا ښایي قاچاق وړونکو ته چانس ورکړي ترڅو نور خلک په دې تیر باسي چې د استرالیا له لارې نیوزیلینډ ته تللې شي او ممکن په دې سره د کښتیو راتګ بیا پيل شي.

دا لومړی ځل دې چې استرالیا د نیوزیلینډ د دغه وړاندیز په مشروط ډول د قبلولو خبره کوي.

مخکې له دې لومړی ځل نیوزیلینډ په ۲۰۱۳م کال کې د استرالیا له سمندري توقیف خونو د پناه غوښتونکو د قبلولو وړاندیز کړې وه، خو استرالیا نه وه منلي.

د تیر کال په نومبر میاشت کې هم د نیوزیلینډ لومړۍ وزیرې جاسینډا آردن د استرالیا حکومت ته دغه وړاندیز تکرار کړې وه، خو د استرالیا حکومت یې پر وړاندې تراوسه غلې پاتې شوې وه.