سعيد زابلى
د شمو شپه
ښكلې پېغله، دنګه ونه، ځرځې اوږدې بڼورې سترګې، سپين باهوګان،شنه زرغونه بنګړي،سورشال،د سپينو لمنداره پايل،ونڅېده، ونڅېده،ونڅېده، دومره ونڅېده چې د ولاړو سرتيرو له لاسونو تورې داسې مړې مړې ولوېدې چې بنګړو او پايلو په شور كې يې چا شرنګ وانه ورېدى، پېغله پر ملا مته شوه راماته شوه، ښكلې لاسونه يې د برېښنا په څېر له ځانه تاو راتاو كړو، سپينو دايكانو يې د نندارچايانو په سترګو كې كې پرلپسې د رڼا غشي اورول، شال يې په ښي لاس پر ملا د كږېدو پرمهال داسې په ځان پسې راكاږه لكه د هېواد مقدسه جنډه چې له اوږده جنګه وروسته د فتحې په دود له ځمكې هواته پورته شي، د ډېرو ځوانانو له سترګو يې اوښكې راتوى كړې، ټولو ولاړو د پېغلې پر هنر ، ښايست زرافرينونه وويل،هرڅوك چې له محفله تلل، بلا يادونه يې له ځانه سره يووړل.
زه شمې سره يوازې پاتې شوم ، شمه د شمال په نرمه هوا كې له تيارو سره وړه جګړه پيل كړې وه، چې ناڅاپه مې د يوه ليونۍ راهب ګانګوړه ږغ چې په تمامه مانا له شهوته پړسېدلى و، واورېد، راهيب ببر سر، ځانګې وانګې، هغې پيغلې ته چې د تور طلسم لپاره بودا ته په دې موخه چې ښكلې پېغله تور طلسم ماتوي، ډالۍ شوې وه، په نيمه شپه چې نړۍ ټوله د سكوت په لمنه كې غورځېدلې وه، ليونى راهب ښكلې پېغلې ته د هوس له جوشه او خروشه په ډكه غاړبوژې لهجه وويل، نن به د ماهي غوندې تاوه راتاوه زما په غېږه كې چې د تل لپاره به داسې ولوبېږې چې د كلونو خلوتونو ستړې تنده به مې ماته كړې، پيغلې عذر وكړ، په تورو خونو كې چې دروازې يې بندې وې، هېچا يې فرياد وانه ورېدى،بودا د تل په څېر رډې سترګې نېولې وې، پېغله په منډه زينو ته مخه كړه،لوړې منارې ته يې ځان ورساوه، ليونى راهيب چې پر سترګو يې د ړانده شهوت پردې غوړېدلې وې په ستمې او دربې په زينو كې قدمونه ورپسې ګړندي كړل، پېغلې د منارې په وازه كړكۍ كې نيلاب د شنو اوبو روان سيند ته وكتل او بيا يې وويل، زه مې خپل عفت او روح ، چې د كاپيسا ترټولو ښكلې نازولې پېغله يم، تاته سپارم، ما په خپلو څپو كې د اباسين هغې غاړې ته يوسه چې مين مې د پنچاليانو سره د هېواد په ننګ توره ځلوي، خو ليونى را هب چې له خولې د غوسه ناك وحشي ځګونه بادول منارته پورته شو،وى وى وى دا څه شوه! ترهېدلې څهره يې د نيلاب پر لور وكتل، د كاپيسا تر ټولو ښكلې پېغلې سپوږمين مخ د نيلاب په توندو او روانو څپو كې ورستۍ تته ځلا كوله.
ما له شمې خپلې سترګې واړولې، د ليوني راهب په وړاندې مې په رنګونو كې وينه په جوش راغله ، سر مې را پورته كړ، زړه مې و چې د ښكلې پېغلې د كاپيسا تر ټولو ښكلې بڼورې پېغلې ننګه وكړم، مګر زه د خيالونو په نړۍ كې وم، دوه زره كاله وړاندې د ارشاك او اوشاس اسطورې ته تللى وم، زه په يوه محفل كې ناست وم، ګڼ ليګوال شاعران او مشران د يوه نوي پروګرام ننداره كوله، شاوخواګلونه، ګړده اسطوري خيمه رانه چاپېره په سلګونو شمې بلې وې، مخا مخ پر درېځ د هېواد تكړه نوښتګر هنرمند او تمثيل كوونكى ممنون مقصودي ناست و، د ارشاك او اوشاس ړاستان يوه برخه يې پاى ته رسولى وه، له جيبه يې دسمال را وكېښ خپلې اوښكې يې پاكې كړې ، ويې وويل په دغه حال كې چې زه دغه منظوم داستان چې ځوان شاعر عبدالغفور ليكوال ليكلى وايم، داسې فكر كوم، لكه زه چې د اوشاس پېغلې په روح كې دننه غځونې كوم او له هغه ادرسه خبرې كوم.
كه څه هم دا اوس موږ ته خيالي دنيا ښكاري مګر زرګونه كلونه وړاندې زموږ د هېواد او ګڼو ولسونو په تاريخ كې ډېر داسې واكمن او وګړي تير شوي چې په داستانونو يې بلا كتابونه ليكل شوي، خو په دې ورستيو كې چې د كليد ګروپ نوى نوښت كړى او غواړي چې دا منظوم داستانونه د ممنون مقصودي په جادوګر ږغ ديكلومه كړي، خورا ارزښتمند كار دى، موږ دعوه كو چې زرګونه كاله تاريخ لرو، له بده بخته چې ولس مو ۷۰ په سلو كې بې سواده دى له خپله تاريخه ناخبره دى، دا سمه ده چې موږ ليكلى تاريخ لرو ، كتابتونونه ځينې ډك دي، مګر نالوستي وګړي، له دې ارزښته بې خبره پاتې دي، ممنون مقصودي چې د كليد ګروپ په نوښت دې كار ته مخه كړې، ډېرى نالوستي وګړي به مود خپل هېواد له تاريخه اګا شي، دا ديكلومه په عجبه انداز شوې، د هېواد اصله موسيقي، د تورو شرنګا، د اوبو شرشرى،د اسانو شڼا، د سرتيرو زوږنده ولولې، ټول هغه توكي چې د يوه داستان محتوا كې ياديږي يا يې فكر كېږي، ځاى پر ځاى شوي دي، كه چېرته دهېواد په كچه داسې لړۍ وغځېږي، نو تر ډېره به مو د خپل خلګو پخواني كړه وړه ولس ته په ژوندۍ بڼه رسولي او ملي روحې ته به مو كار كړى وي.