دا نجلۍ له ذات د ګله راته ښكاري
د وږمو د خم له تله راته ښكاري
يم كمرنګه ته وا نور دې ټوله وړى
ستوري ټوله اوس بې ځله راته ښكاري
ستا د زلفو د خوشبو حس په كې نشته
هوا هم اوس لږ بدله راته ښكاري
ته چې نه راځې نو مه راځه توكل دى
دا قسمت هم له ازله راته ښكاري
زه چې پټې كړمه سترګې څه تاثير دى
ستا د حسن ډيوه بله راته ښكاري
چې سعيد يې ستا په شونډو ګناګار كړ
دا شيطان ستا له چارګله راته ښكاري
30.05.2013
- سعيد زابلی/saeed zabulai
چې د سروشونډو بنګاوه دې راكړه
ظالمې څه غرقه نشه دې راكړه
بلا زړګى لرې بلا جانانه
وعده دې هېره شوه وعده دې راكړه
اخير د دومره مينې دومره قېمت
خولګۍ دې راكړه خو يوه دې راكړه
نن چې موسكۍ شوې نن مې ځان وليدو
غوړ مې خيالونه كړو، ايينه دې راكړه
سعيد واپس زابلي فطرت له ځمه
كابله وران مه شې دوكه دې راكړه...
30.05.2013
- سعيد زابلی/saeed zabulai
سعيد زابلى
د شمو شپه
ښكلې پېغله، دنګه ونه، ځرځې اوږدې بڼورې سترګې، سپين باهوګان،شنه زرغونه بنګړي،سورشال،د سپينو لمنداره پايل،ونڅېده، ونڅېده،ونڅېده، دومره ونڅېده چې د ولاړو سرتيرو له لاسونو تورې داسې مړې مړې ولوېدې چې بنګړو او پايلو په شور كې يې چا شرنګ وانه ورېدى، پېغله پر ملا مته شوه راماته شوه، ښكلې لاسونه يې د برېښنا په څېر له ځانه تاو راتاو كړو، سپينو...