منم دا چي د یو پلاره پیدا د مور زامن یو

چي ته من زه چهاریاک سم قبلومه خو دي نه

 

غرور ته د فرعون چي د موسی عراده نه سي

 ژوندونه تانه تېرغلامومه خودي نه

 

 د پلار نیکه شملې پت به دي ساتم تر قیامته

لوګی به درنه ځان کړم شرمومه خو دي نه

 

خړوبی به دي شاړي کم د زړه په تورو وینو

اغزي چی دي ګل نه کړم ورانومه خو دي نه

 

مسکنه د جرګو آی د میرويس نیکه وطنه

جنت که په تا راکي بدلومه خو دي نه

 

غورځنګ ده ابدالي یې د محمود د توري فتحه

په شان د شاشجاع و خرڅومه خو دي نه

 

عزت ابرو د پیغلو د ملالي د پت کوره

په سرو زرو لالونو ورکومه خو دي نه

 

پوړنی د نازو یې د شهید غازي ټاټوبی

چي سر په تاکي ږدمه بیا پرېږدمه خو دي نه

 

خالپوڅي در کښي کړي امیدوار کږه وال ډیري

څو سترګي پټي نه کړم هیرومه خو دي نه