دوې شاهينې سره ناستې
دوې دې وروځې سره جوختې
لکه مينې سره ناستې
زه شاهين ومه په خوب کې
ښکار د مينې پسې تللی
وم له ځانه تښتيدلی
په شاهينې پسې تللی
ما په خوب کې له يوې ورکې
ښاپېرۍ وې سترګې غوښتې
دې را وليږلې غبرګې
د کعبې په تور حجاب کې
زه يې ورو ورو تاوومه
د خپل زړه په سره ګلاب کې
زه په تورو شپو کې ګرځم
دا ډيوې به مې په کار شي
ستا ملالې او ځلاندې
سترګې دوې به مې په کار شي
کاروان