‎‎د ملي یووالي حکومت له جوړېدو سره سم د ولس هیلې دا وې چې ممکن افغان ولسمشر محمد اشرف غني وکولی شي د افغانستان په بدو حالاتو کې ښه بدلون راولي ځکه چې افغانانو تر ښاغلي غني بل ښه بدیل نه لیده ،ځکه چې ټاکنو ته اکثره هغه جنایتکاره ‌‌‌‌‌‌ډلې ولاړې وې چې هیچا هغوی ته د رایې ورکولو زړه نه ښه کولو ، د ملي یووالي حکومت د جوړېدو سره ښاغلی محمد حنیف اتمر د ولسمشر د ملي امنیت د شورا د سلاکار په توګه ونومول شو ، لوی او ارزښتمند کارونه د اتمر صاحب پر غاړه وه چې موږ ددې شاهدان یو اتمر صاخب په خپلو ورکړل شویو واکونو کې ‌‌‌‌‌‌ډېر بریالی ثابت شو د سیاسي مخالفتونو سره سره یې حکومت کې نسبي تغیرات راوستل ، د ولسمشر تر څنګ لکه غر داسې ولاړ وه .
‎ولسمشر د مثبت تغیر پر ځای څه وکړل؟
‎لومړی مکمل یو کال یې د افغانستان کابینه، ریاستونه، ولایتونه او ‌‌‌‌‌‌ډېرې مهمې ادارې سرپرستانو ته وسپارلې چې دې کار سره یې د ولس له حقونو سره لوی خیانتونه وشول.
‎دوهم_ کمال سادات د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال دی پوره یو کال یې ددې وزارت سرپرستي وکړه کمال سادات هغه څوک وو چې کله له پوهنتون څخه فارغېده ترې لاسلیک یې واخیسته چې معاینه خانه به نه جوړوي داسې یو څوک یې د لویې پکتیا په استازیتوب د ځوانانو معین وټاکه ولې په لویه پکتیا کې نور څوک نه وو؟
‎کمال سادات یوه ښيګڼه درلوده چې تل یې ولسمشر غني او د هغه مېرمنې ته چاپلوسۍ کړي دي.
‎دریم_ اکرم خپلواک داسې کوم شخصیت دی چې ولسمشر غني ، دی یې د لویې پکتیا د یوه نماینده په حیث یې د ځان سلاکار او د سولې عالي شورا د دارلانشاء د رئيس په توګه مقرر کړی
‎اکرم خپلواک یوه ورځ هم ولسمشر غني ته نېکه مشوره نده
‎ورکړې یوه ورځ یې هم د خپلې سیمې او لویې پکتیا ستونزې له ارګخېلو سره شریکې نه کړلې ،دنده یې دا ده چې څنګه مهمې دولتي چوکۍ وپلوري.
‎څلورم _ ملي دفاع وزارت چې یو مهم او جنګي وزارت دی د پالیسۍ مرستیال یې یو ماشوم وه چې یوه ورځ یې هم نظامي تجربه نلرله ولې د یوه مهم وزارت سرنوشت یې په لاس ورکړی وه .
‎پنځم_ په ‌‌‌‌‌‌ډېرو اداراتو کې یې بې تجربې ځوانان راوستل او مقرر یې کړل ددې پر ځای چې مثبت بدلون راشي هر څه د خرابۍ په لور روان دي.
‎شپږم_ دا څووم کال دی چې د بهرنیو چارو وزارت د یوه سرپرست په ولکه کې ګیر دی خو ولسمشر غني له وېرې څه نشي ورته ویلی ، دا خپله په دې دلالت کوي چې ولسمشر تر اوسه خپله خپلواکي نده تر لاسه کړې .
‎اوم_ چارواکي د فساد په تور له دندو لرې کړي څو ورځز وروسته یې یا د ځان سلاکار مقرر کړي او یا یې هم کوم هېواد کې سفیر کړي نه پوهېږمه د ولسمشر غني دې کار ته څه نوم ورکړم؟
‎اتم_ ګلاب منګل د غلا په تور د هلمند ولایت څخه وشړل شو، د ولسمشر غني تر واکمنۍ وروسته د سرحدونو وزیر شو عاجل یې د بغلان ‌‌‌‌‌‌ډن‌‌‌‌‌‌ډې غوري سیمه په طالبانو وپلورله ددې په خاطر چې ګلاب منګل د ولسمشر غني په کمپاین کې پیسې مصرف کړې وې او خفه کولی یې نه شو نو د ننګرهار والي په توګه یې معرفي کړ، ننګرهار یې د مافیا او داعش په مرکز بدل کړ.
‎نهم_ ‌‌‌‌‌‌ډاکټر محب الله محیب یې له امریکا څخه راوست په یوه داسې ارګان کې یې مقرر کړ چې د هېواد سر نوشت ورسره تړلی دی یعنې د ملي امنیت شورا چې د افغانستان د مهمو ادارو څخه شمېرل کېږي یو دوه ویشت کلن یې ددې ادارې مشر وټاکه ، باور لرمه چې دا شخص په امنیتي برخه کې نیمه ورځ کاري تجربه او وړتیا نه لري خو ولسمشر غني د ځان د بقا په خاطر دی یې راوست او خپل امنیتي سلاکار یې کړ.
‎پېښې وشي سلګونه انسانانو پکې خپل ژوند د لاسه ورکړ ولایتونه د سقوط تر حده ورسېږي کمیسیون ورته وټاکي خو پایلې یې د کاغذ پر مخ پاتې شي، ولسمشر غني ولایتونو ته سفرونه وکړي ژمنې وکړي خو چې بېرته کابل ته راځي هر څه ترې هېر شي.
‎ولسمشر غني سره د ‌‌‌‌‌‌ډېرې هوښیارۍ او پوهې بیا هم د ولس د غوښتنو خلاف اعمال ترسره کوي زه باور لرمه چې ولسمشر غني د ځان د بقا د پاره هېڅ لاره نده پریښې که چېرې موجوده واک کې سم بدلون رانه ولي نو ددې اشتباهاتو جبران به سل کاله هم ولس پوره نشي کړای.