‎موجوده ستونزې به څنګه حل شي؟
‎لیکنه: مینه منګل

‎دا یو حقیقي فرمول دی چې مخالفې ‌‌‌‌‌‌ډلې تل د یو او بل لوري نیمګړتیاوې او تشې لټوي، او د مقابل لوري تشو څخه د ځان د پاره د پام وړ ګټه ترلاسه کوي.
‎د افغانستان وسله وال مخالفین چې په دې وروستیو کې یې خپلو شومو کړنو ته زور ورکړی دی او زموږ قهرمان وسله وال پوځ ته بې سارې مرګ ژوبله اړوي او یا د ښارونو په منځ کې پر بېګناه خلکو ځانمرګي بریدونه کوي دا ټول هغه سیاسي ،ژبني، او منطقوي اختلافونه چې سیاسونو او د زور او قدرت خاوندانو او د بهرني استخباراتو د جاسوسانو په واسطه رامنځته شوي دي، او د افغانستان د ملي حاکمیت پر ضد فعالیت کوي او دولت یې دومره کمزوری کړی دی چې په مخنیوي کې یې کاملآ پاتې راغلی دی او بله لار بدون د جوړ جاړي څخه نه لري ، د افغانستان اساسي قانون او نور نافضه قوانین تر پښو لاندې کېږي او یواځې په غریبو خلکو تطبیق کېږي ، فرمامین او احکام صادرېږي خو د ارګ له دروازې نه راوځي ، او که راووځي یواځې له رسنیو سره پاتې کېږي او که چېرې کوم دولتي دفتر ته راورسېږي نو غریبو ته ترې چاړه جوړېږي او زورواکو ته د ګلو ګې‌‌‌‌‌‌ډۍ، نو دلته د ملي یووالي حکومت مشرانو ته دا سوال پيدا کېږي چې آيا دا میلیونونه ولس خفه کړي او یا که دغه د ګوتو په شمېر زورواکي او خاینین؟
‎دلته په دولت کې مفت خواره مشاورین ولسمشر غني ته مشورې ورکوي، چې میلیونونه افغانان هېڅ نشي کولی او زورواکي هر څه کولی شي، نو ښه دا ده چې زور واکي خوشحاله شي.
‎ولسمشر غني ددوی مشورې نېکې او د ځان په خیر بولي، نو همدا وجه ده چې ولسونه له خپل دولت څخه لرې کېږي او مقابل لوري ته یې توجه زیاتېږي، همدا علت دی چې دولت کمزوری او طالبان قوي شي
‎د افغانستان د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار محمد حنیف اتمر چې تل یې د دولت د اهدافو د سر ته رسولو په خاطر شپه او ورځ هلې ځلې کړې وې ، مسلح قواو ته یې توجه کوله ، او نړیوالې ټولنې ته یې د مظلومو خلکو غږ رسولو د سولې د پاره یې نه ستړې کېدونکې هڅې کړې وې ، د امنیتي ځواکونو د تجهیزاتو په راوړلو کې یې نه ستړې کېدونکي کوششونه وکړل، او همدا راز تر ټولو مهمه دا چې اتمر صیب هغه څوک دی چې د دولت سیاسي او وسله والو مخالفینو د پاره د سترګو ازغی بللی شو ، اتمر صیب هغه څوک وو چې د ولسمشر غني سیاسي توازن یې ساتلی وو ولې ولسمشر د غره په څېر دا انسان یې د خپلو سیاسي پروګرامونو قرباني کړ او د دښمن زړونه یې پرې خوشحاله کړل خو د میلیونونه افغانانو هیلې او غوښتنې یې تر پښو لاندې کړلې
‎ولسمشر غني یو پياوړی انسان دی ولې د سیاست توازن کله هم نشي ساتلی ، خپل دوست او دښمن نه شي پېژندلی.
‎هېواد مو په یو لوی بحراني حالت کې دی دا بحراني حالت یو ښه مدیریت ته اړتیا لري چې ددې حالاتو کنترول او درک ورسره وي چې دا اتمر صیب کولی شي .
‎اتمر صیب خپله مشري په تېر څلور کلن ماموریت کې ثابته کړله دا یې ولس او نړیوالو ته وښودله چې د افغانستان د پاره یو ښه مشر پاتې کېدلی شي او په هېواد کې د موجوده ستونزو د حل د پاره به ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر یو داسې سیستم جوړ کړي چې هېواد مو د ترقۍ طرف ته لاړ شي نه د بد بختۍ او جګړې لور ته .