لیکنه: نصیر کوټوال
بورس یا د ونډو بازار
ډیری وګړي د پانګونې زړه او اراده لري خو په واک کې یې دومره پانګه نه وي چې د حجم له پلوه یو لوی او ډیرې پانګې ته اړتیا لرونکی کاروبار پیل کړي. د داسې وګړو نوموړې ستونزه د بورس یا د اسهامو او ارزښت لرونکو پاڼو د خرڅلاو بازار حل کولای شي خو له بده مرغه زمونږ هیواد او د اقتصادي چارو تنظیموونکي یې لا تر اوسه په دې نه دي توانیدلي چې د پانګوالو او کاروباریانو د تمویل په موخه د داسې یو بازار بنسټ کیږدي.
بورس د پانګې د بازار او تدارک یوه برخه ده چې په عام ډول ورته د ونډو یا stock exchange بازار ویل کیږي. بورس هغه بازار دی چې پکې د کمپنیو ونډې، قیمتې پاڼې او د پانګونې او تمویل نور ګڼ وسایل پلورل او پیرودل کیږي. دلته کاروباریان کولای شي د پانګې د لاس ته راوړلو په موخه خپلې ونډې پر نورو وپلوري او هغوی د خپلې ونډې په تناسب د کمپنۍ په ګټه کې شریک کړي. دولتونه او نورې پیژندل شوې او معتبرې ادارې هم کولای شي په دغه بازار کې خپلې قیمتي پاڼې وپلوري. مونږ د دغه بازار په تخنیکي اړخ خبرې نه کوو ځکه دا ډیره ستره موضوع او د دغه لنډې لیکنې په لمنه کې نه ځاییږي، یوازې د یو هیواد په اقتصادي ښه والي کې یې د ونډې په هکله خبرې کوو او په دې غږیږو چې ولې تر اوسه زمونږ په هیواد کې داسې یو بازار نشته.
زمونږ په هیواد کې خصوصي سهامي شرکتونه کم او یا په نشت حساب دي، که کوم یو شتون هم ولري نو هغه په داسې موقف کې نه وي چې سړی پر اعبتبار وکړي او ونډې اخیستلو ته یې زړه ښه کړي. ځکه خو هغه څه چې د داسې یو بازار ایجاب کوي خپله په یو کمزوري موقف کې دي او لا پوخوالي ته نه دي رسیدلي نو څه به د هغه مرسته کوونکی او بشپړوونکی د ونډو بازار او یا هم بورس را مینځ ته شي.
مونږ د خپل کاروبار تمویل په عنعنوي ډول کوو، یا مو خپله ذاتي شتمني وي، یا له چا پور اخلو او یا هم د کاروبار د پیل لپاره جایداد خرڅوو. مونږ د نورې نړۍ په څیر د کاروبار د پرمختللی تمویل د بڼو لکه د بورس د بازار سره اشنا نه یو. د دې لپاره چې د دا ډول بازارونو رامینځ ته کیدا ته لار هواره شي باید د کاروبار او بزنس د لارو چارو په هکله زمونږ د وګړو پوهه لوړه کړل شي په دې سره به د داسې یو بازار د رامینځ ته کیدو غوښتنه او تقاضا پیدا شي او په ازاد بازار کې خو تقاضا بیا هغه څه دي چې په هر صورت د ځان لپاره عرضه زیږوي.
تر اوسه د غښتلې اډانې او حمایه کوونکو پرته د دا ډول بازارونو رامینځ ته کول ستونزمن وو تر څو د بحران په وخت کې له سقوط څخه ژغورل شوی وو. دا چې مالي منابع د یو هیواد د اقتصاد د ملا تیر جوړوي او د دغه مالي سرچینو په ګډ وډ کیدو سره د یو هیواد ټول اقتصادي جوړښت ګډ وډ او لړزیږي ځکه خو د دغه بازار تر شا هم باید یو غښتلی ځواک موجود وي چې د بحران په صورت کې یې له ویجاړیدو څخه وژغوري. په دې وروستیو کې د افغانستان بانک همداسې یوه اراده کړې او د بورس د یو بازار د جوړیدو وړاندیز یې کړی چې دغه چاره د افغانستان د پانګونې د ملاتړ ادارې (آیسا) په غاړه اخیستې او د پانګوالو د حمایې او تشویق په موخه یې د داسې یو بازار د جوړیدو، حمایې او چلولو تابیا کړې. همدارنګه د ورلډ ټایم ویبپاڼې د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر د ۲۹ نیټې د یو راپور له مخې د سنځر کاکړ او احمد بسام په نامه دوه تنه افغانانو هم په ۲۰۱۴ کال کې په شریکه د داسې یو بازار د بنسټ ایښودلو خبره کړې وه. دغه دواړه افغانان شریکوال په امریکا کې د بانکوالۍ او د پیسو د کاروبار تجربه لري.
که چیرته په هیواد کې داسې یو بازار رامینځ ته شي پر اقتصادي پرمختګ او غوړیدا به څرګند اغیز ولري. په وګړو کې به د پس انداز روحیه پیاوړي او د پانګې د تدارک اړوند به پر بهرنیو د اتکا مخه ونیول شي. هغوی چې د خپلې پانګې د پانګونې په هکله تصمیم نشي نیولای په اسانۍ سره به وکولای شي د یوې معتبرې کمپنۍ د ونډو په اخیستلو سره خپله سرمایه ولګوي او د خپلې پانګې په تناسب د کمپنۍ په ګټه کې شریک شي. د وګړو د پانګې اړتیاوې به پوره کړي او په ټوله کې به په هیواد کې د کاروبار، صنعت او تولید پرمختګ ته لار هواره او په ترڅ کې به یې ډیری وګړي روزګار او سالم مصروفیت پیدا کړي.