لیکنه: نصیر کوټوال
د یوې ټولنې او یا هم یو هیواد اقتصاد په پانګونې ولاړ وي ځکه د همدغه پانګونې په تر څ کې تولید رامینځ ته کیږي او تولید بیا هغه څه دي چې د وګړو ډیری منډې ترړې او فعالیتونه د اقتصادي تحرک په موخه سره را یو ځای کوي. څوک مستقیماً د تولید په پروسه کې نیغ په نیغه دخیل وي، څوک ورته خام مواد برابروي، د چا دنده ورته بازار موندنه وي او څوک څه او څوک څه کوي. دا ټول هغه څه دي چې له پانګونې سر چینه اخلي، ځکه خو باید د اقتصادي نظام د تحرک په موخه پانګونه تشویق، حمایه او وهڅول شي.
ټول وروسته پاتې یا پرمختیایي هیوادونه ځکه د فقر د بدمرغه دایرې یا کرښې لاندې پراته دي چې هلته پانګونه نشته او یا هم په داسې هیوادونو کې د پانګونې کچه ډیره ټیټه ده. پوښتنه پیداکیږي چې دلته د پانګونې د نه شتون او یا کموالي لامل څه دی؟ په ځواب کې یې باید ووایو چې اصلاً په نوموړو هیوادونو کې د پانګې راټولیدنه یا جوړښت Capital Formation or accumulation ډیر کم او په نشت حساب وي، د وګړو عاید کم او لګښتونه یې زیات وي ځکه خو یې په واک کې د پانګونې لپاره کافي پانګه او سرمایه نه وي.
د پانګې د راټولیدنې او جوړښت بیلابیلې لارې چارې شته چې لاندې ترې لنډه یادونه کوو. تاسو د نورو په اړه تحقیق وکړئ، مونږ یوازې د وروستي میتود یا بهرنۍ پانګونې چې زمونږ د بحث موضوع هم ده څیړلو او راسپړلو ته تم کیږو.
- پس انداز
- مالیات
- دولتي پورونه
- د بیکاره منابعو په کار اچول
- د بودیجي د کسر پانګونه
- بهرنۍ مرستې
- په وارداتو محدودیتونه
- د صادراتو تشویق او زیاتونه
- د غیر تولیدي لګښتونو را کمول
- د روزګار د فرصتونو برابرول
- بهرنۍ پانګونه
نن سبا ډیری پرمختیایي هیوادونو د بهرنیو پانګوالو پرمخ خپلې دروازې پرانیستي دي. هغوی دا کار د پانګې د جوړښت او د هیواد دننه د پانګونې د کچې د ډیروالي په موخه کوي. دغه بهرنۍ پانګونه چې د مستقیمې یا نیغ په نیغه بهرنۍ پانګونې Foreign Direct Investment (FDI) نوم ورته ورکول کیږي په اوسني وخت کې د هیوادونو تر مینځ د اقتصادي نزدیوالي او په ټوله کې د نړیوالتوب یا ګلوبلایزیشن زیږنده او ځانګړنه ده.
پرمختیایې هیوادونه د اقتصادي ودې په موخه بهرنۍ پانګونې ته اجازه ورکوي او یا هغه را جلبوي ځکه ډیره پانګونه د اقتصادي غوړیدا په مانا ده او دا چې د پرمختیايې هیوادونو په کور دننه پانګه کمه ده او یا هم د چټکې اقتصادي ودې لپاره بسنه نه کوي ځکه خو باید د د یاد هدف د لاس ته راوړلو لپاره د خارجې پانګونې څخه ګټه واخیستل شي. بهرنۍ پانګونه د یو هیواد په اقتصادي ودې کې مرسته کوي، بهرنۍ پانګه په کوربه هیواد کې د روزګار فرصتونه رامینځ ته کوي، هلته نوې ټیکنالوجې او مسلکي بشري قوه لیږدوي، په اقتصادي انضمام کې مرسته کوي، د کارګرو مولدیت زیاتوي او داسې نورې ګڼې ګټې لري خو د دې ټولو ښیګڼو تر څنګ بهرنۍ پانګونه په کوربه هیواد ځینې منفي او بدې اغیزې هم غورځوي چې یادول یې د دې لیکنې په لمنې کې نه ځاییږي.
زمونږ ګران هیواد افغانستان هم د پرمختیايي هیوادونو په لړ کې راځي چې تازه د اقتصادي ودې او پرمختګ بهیر ته داخل شوي یو. د پرمختیایي هیوادونو د ځانګړونو په اساس مونږ هم د پانګې د کمبود سره مخ یو ځکه خو باید د نورو پرمختیایي هیوادونو او یا پرمختللي هیوادونو له تجربو ګټه واخلو او د خپلې اقتصادي ودې، پرمختګ او هوساینې لپاره هغه ټولې لارې چارې په کار واچوو چې زمونږ د اقتصادي پرمختګ سره مرسته کوي. لکه مخکې مو چې یاده کړې د دغه لارو چارو څخه یوه هم بهرنۍ پانګونه ده
راځئ خبره به یو څه له تخنیکي اړخه روښانه کړو، پوهیږو چې د یو ملي اقتصاد مجموعي تقاضا د مصرف، پانګونې، دولتي لګښتونو اوخالصه بهرنۍ سوداګرۍ مجموعه یا ټولګه ده یعنې:
AD = C + I + G + (X - M
په دې هم پوهیږو چې د تقاضا ډیروالی د یو اقتصاد په پرمختګ او غوړیدا کې کلیدي رول لري ځکه تقاضا د تولید د ډیرښت لامل کیږي او د تولید ډیرښت بیا هم لکه چې یادونه مو ترې کړې د اقتصادي تحرک لامل کیږي. اوس نو د دې لپاره چې اقتصادي پرمختګ ته لار هواره شي باید مجموعي تقاضا لوړه کړل شي. په پورته رابطه کې ګورو چې پانګونه هم د مجموعي تقاضا یوه برخه ده او د پانګونې په ډیروالي سره په مجموعي تقاضا کې ډیرښت راځي ځکه خو باید چې د هرې لارې نه وي پانګونه تشویق شي.
د مجموعي تقاضا د پانګونې برخه بیا په ټوله کې په دوه برخو کورنۍ او بهرنۍ پانګونې ویشل شوې. کورنۍ پانګونه د اقتصادي ودې لپاره ډیره ګټوره ده خو دا چې پرمختیایي هیوادونه د کم پس انداز یا saving له امله نشي کولای د پانګونې ټول فرصتونه ډک کړي ځکه خو د اړتیا پر بنسټ پرمختیايی هیوادونو ته د بهرنۍ پانګونې بهیر راماتیږي، د اقتصادي ودې او پرمختګ په موخه نوموړی بهیر باید لا ګړندی، مطلوبه او اغیزمنه ګټه ترې واخیستل شي.
پانګه لرونکې ولې په نورو هیوادونو کې پانګونه کوي؟
بهرنۍ مستقیمه پانګونه هغه پانګونه ده چې د یو بهرني هیواد د وګړو او یا کمپنیو د پانګې په وسیله په یو بل هیواد کې تر سره کیږي داسې چې په کوربه هیواد کې یوه نوې کمپني پرانیزي او یا هم د یوې شته کمپنۍ فعالیتونو ته پراختیا ورکوي او په هغه پانګونه کوي. اوس پوښتنه دا ده چې کمپنۍ او یا پانګوال ولې نورو هیوادونو ته مخه کوي؟ ولې په خپله سیمه کې پانګونه نه کوي؟. د دغه سوال په ځواب کې په لاندې توګه د هغه عواملو څخه یادونه کوو چې له مخې یې پانګوال له هیواده بهر پانګونې ته مخه کوي.
د دې لپاره چې بهرنۍ پانګونه را جلب کړو باید لاندې ټکو ته پام وکړو او د هغوی د غښتلي کولو لپاره لازم تدابیر ونیسو:
لومړی – اقتصادي ثبات: اقتصادي ثبات هغه څه دي چې پانګه اچوونکې یې تر هر څه لومړی په نظر کې نیسي دا ځکه چې اقتصادي ثبات د پانګونې د راتلونکو زیانونو مخه نیسي. د بیلګې په ډول په کومو هیوادونو کې چې د انفلاسیون نرخ یا کچه په یو ثابت تناسب روانه وي هلته پانګه اچوونکې د خپلو راتلونو لګښتونو اټکل په ښه توګه کولی شي خو چیرته چې اقتصادي بې ثباتي او هرج او مرج وي نو پانګوال به هیڅکله هلته د پانګونې لپاره زړه ښه نه کړي. د دې لپاره چې بهرنۍ پانګونه را جلب شي هیوادونه باید د سوداګریزو او اقتصادي کړنو لپاره له ثباته ډک چاپیریال رامینځ ته کړي.
دوهم – ټیټ مالیات: د مالیاتو کچه هم په بهرنۍ پانګونه کې ډیر اهمیت لري. هلته چې د مالیاتو کچه لوړه وي پانګوال سرمایه ګذاري نه کوي ځکه د هغوی د ګټې یوه لویه برخه د مالیاتو په شکل د دولت لاس ته لویږي. له بله اړخه نوموړي مالیات لګښتونه دي چې پانګه اچوونکې یې د لوړو قیمتونو له لارې مشتریانو ته لیږدوي او دا کار په خپل وار سره د قیمتونو د عمومي کچې د لوړوالي لامل کیږي. ځکه خو د ټیټو مالیاتو لرونکې هیوادونه د پانګونې لپاره ډیر مساعد دي.
دریم – مسلکي او روزل شوی کاري ځواک: کله چې د یو هیواد کارګري ځواک غیر مسلکي او د اړتیا وړ مهارت لرونکی نه وي نو هلته د پانګه اچوونکو د پانګې یوه د پام وړ برخه د کارګرو په روزلو او ټریننګ لګول کیږي کوم چې د پانګونې د ګټې د کموالي لامل کیږي. له بله اړخه د کارګرو د کم مهارت له امله د مولدیت اندازه کمه وي چې له امله یې بیا هم د کاروبار ګټورتوب اغیزمن کیږي. خو که د یو هیواد کاري ځواک تر یو بریده مسلکي او د اړتیا وړ مهارت لرونکی وي هلته پانګه وال د خپل کاروبار ګټورتوب وینې او بې له زړه نا زړه توبه پانګې اچونې ته ور دانګي.
څلورم – د مزدونو تر ټولو کمه کچه (حد اقل مزدونه):
ځینې هیوادونه د کارګرو لپاره حد اقل مزد ټاکي چې شرکتونه یا کاروباري واحدونه خپلو کارګرانو ته د دغه ټاکلې اندازې څخه کم مزد نشي ورکولی. په دې کار سره د تولید لګښتونه لوړيږي ځکه خو اړتیا پیښیږي چې یو لړ کارګران له دندو څخه ګوښه کړل شي او له دې لارې تولیدونکې د خپل تولید لګښتونه راکم او ګټورتوب زیات کړي. له بله اړخه مولدین مجبور دي چې پرته له دې چې د کارګرو مولدیت په پام کې ونیسي هغوی ته د دولت له لوري حد اقل ټاکل شوي مزدونه ورکړي چې دا چاره په خپل وار سره د کاروبار ټولیز ګټورت ګواښي او راکموي. ځکه خو په اجورې یا مزد کې د دولت نه مداخله بهرني پانګوال په یو هیواد کې پانګونې ته تشویق او هڅوي او د بهرنۍ پانګې د تشویق په پار باید په دې اړوند لازم تصامیم ونیول شي.
پنځم - ځينې قانوني محدودیتونه: ټول هیوادونه د خپلو دولتي، ټولنیزو او اقتصادي چارو د سمبالښت په موخه بیلابیل مقررات او قوانین پلي کوي. ځینې د دغه مقرراتو څخه ډیری وخت د یو هیواد لپاره چندان ګټور نه وي. که پر مولدینو او کاروبار ځینې مقررات په نظر کې ونیسو نو ښکاره ده چې د دغه مقرراتو څخه ډیر یې د تولید لګښت زیاتوي او په دې هم پوهیږو چې د تولید د لګښت د دغه زیاتوالي بار او بوج مصرف کوونکې یا کورنۍ د قیمت په بڼه پرې کوي ځکه خو په داسې حالاتو کې د مقرراتو د وضع کولو د ګټورتوب پر ځای به مو عامو خلکو ته زیان رسولي او له بله اړخه به مو په هیواد کې د پانګونې څخه د بهرني پانګوالو زړه تور کړی وي. د بهرنۍ پانګونې د تشویق لپاره باید په دغه ډول مقرراتو کې اسانتیا رامینځ ته شي.
شپږم – ازاده سوداګري: ازاده سواداګري د یو هیواد څخه بل هیواد ته په صادراتو او وارداتو د کوم بندیز د نه شتون په مانا ده یعنې هر څوک کولی شي په ازاده توګه د یو هیواد څخه بل هیواد پانګه، خدمات او توکي ولیږدوي. هغه هیوادونه چې تړلی اقتصاد لري او په بهرنۍ ازادې سوداګرۍ یې بندیزونه لګولي وي هلته مولدین او شرکتونه پر صادراتو او وارداتو د درنو تعرفو او سهمیو له امله په ستونزمن ډول خپل توکې صادرولی شي. دا چاره د هغوی پر لګښتونو اغیز کوي او هغوی ته د خپلو توکو د خرڅلاو لپاره یو محدود مارکیټ پاتې کیږي چې له امله یې د هغوی ګټه کمیږي او په لویه پیمانه د تولید economy of scale له ګټو بې برخې کیږي. خو که په بهرنۍ سوداګرۍ کې اسانتیا وي نو بهرني پانګوال د ګټې د لاس ته راوړلو په خاطر په داسې یو هیواد کې پانګونې ته زړه ښه کوي.
اوم – د پور اسانتیا: که یو هیواد د افلاس په صورت کې په کم سود بهرنیو پانګوالو ته هم د پور د ورکولو اسانتیاوې ولري دا هم د بهرنیو پانګوالو د ډاډ او اعتماد لامل کیږي او د بهرنۍ پانګونې په جلبولو کې لوی رول لري.
اتم – امنیت: د یو هیواد امنیت د بهرنۍ پانګونې د جلب د سترو فکتورونو څخه دی. هلته چې یې پانګه او کاروبار خوندي نه وي هیڅکله به هم یو پانګوال پانګې اچونې ته زړه ښه نه کړي. له بده مرغه زمونږ هیواد هم په داسې یو موقف کې قرار لري چې د امنیت د نه شتون له امله د پانګونې پر ځای ترې د پانګې د فرار ویره موجوده ده.
په پای کې د دې لپاره چې بهرنۍ پانګونه را جلب کړو باید لاندې کړنې تر سره کړو:
۱ – د پانګوالو د کاروبار او پانګې خوندیتوب او امنیت
۲ – ازادې سوداګرۍ ته لار هوارول او د ځینو اړینو شیانو د تعرفو له مینځه وړل
۳ – د تعلیم او تربیې او د وګړو د مهارتونو په لوړولو کې پانګونه
۴ – د ځینو قوانینو او مقرراتو سمون او په هغوی کې اسانتیات رامینځ ته کول
۵ – د پیسو ثبات او د شدید انفلاسون مخنیوی کول
۶ – د مالیاتو اصلاح او له اړتیا زیاتو مالیاتو له مینځه وړل