بهاره ستړی مه شې

ته به خبرنه یې چې زما او ستا په دې مېنه کي

په غرو ، رغو ، په اېلبندو ، په ورشوګانو باندې

دا لس یوولس کاله کیږي چې کلسټر وریږي

په هرکلسټر کې سل او شپږشلې بمونه پټ وي

نیم یې چاودلي ، نیم ناچاود پاته دي

نو په شپنو او اوبورو دې غږ وکړه چې ډېر پام وساتي

دلته دهر اېلبند او هرې ورشو

تر هرې تېږې ، کمر لاندې بم کمین نیولی

هسې نه ، خدای مه کړه ، لا قدرالله

له شوروي بمونو پاته پښې مو هم تالا کړي

داځل صلیب هم په یرغل راغلی

نو وایئ بیا به مصنوعي اعضاء په چا جوړوو !!

. . . . . . . . . . . . . . .

بهاره ستړی مه شې

ته به خبریې او کنه چې کندهار یې لوټ کړ

دپنجوایي ، ژړۍ او ډنډ انګور یې ټول ورېبل

ارغند په خپلو اناري وینو کې ولمبېده

او دمیوند په (کشمش خونو ) لمبې وګرځېدې

نو دمیوو سوداګران دې لږ په دې خبر کړه

چې هسې ځان دې دېخوا نه ستړیوي

هغه تاکان چې په ثمر یې دوی پیسې ګټلې

اوس دصلیب دزرهدارو تر چینونو لاندې

دشهادت رنګین خوبونو ویني !!

. . . . . . . . . . . . . .

بهاره ستړی مه شې

ته به خبر یې چې غربي دیموکراسۍ پښې له بړستن ایستلي

او د ذکورو ازادۍ نوی ریکارډ جوړ کړی

له څه مودې په دیموکرات نظام کې

په دری کلنو طفلکانو هم تیری دود شوی

بهاره خدای ومنه

سږکال شیخلي ، بشکې ، غاټول شنه نه کړې !!

هسې نه زمونږه ماشومانو ګلالیو ته بیا کار ومومې

نه چې د دوی سروشرمښانو اربکیو ته بیا ښکار ومومې

بهاره خدای مه کړه ، سپیڅلی ماشومتوب مو بیا بې پته نه شي

چې لاریونونه بیا فایده نه کوي !!!