په ډير احتياط  د محبت په لاره ګام اخلو

مونږه ديو نيم ښکلي نوم په احترام اخلو

اول يې ګورو چې وفا اخلاص لري او کنه ؟

داسې خو نه چې دهر چا ناز او سلام اخلو

چېرته په سلو کې يوه ته مونږه هم وګورو

کنه  د ډيروغلچکو سترګو انعام اخلو

څوک چې  دعشق او رښتينې مينې  قدر کوي

په درنو ټکو بيا دهغو خلکو نام اخلو

چې دمجنون په قدم ځو دليلی سپي ښکلوو

خود به تهمت په غاړه وړو خود به الزام اخلو

چې خپل عاشق ته دسپوږمۍ رخسار ديدن ورکوي

دسر په بيه دهغو زلفو ماښام اخلو

لدې نه وروسته به دښه اوبد توپير کوو نور

د((خدرخېل))له غزلونو به الهام اخلو

دليکوال نورې ليکنې 

ټوله شپه ويښ يم