مين زړګي ته مي خپه يمه له كاره  ووت
لكه مات شوى شوخ بنګړى له شرنګهاره  ووت

زه ملامت يم كه مي زړه دى ملامت راباندي
ماله رخساره صبراوه دى له روزګاره  ووت

څنګه به چاته صفت وكړم دنامرده زړګي
چي داوربل په مينه تورمخ له دياره  ووت

خيركړې لاس به يې دچاترګريوانه ورسي
له ګناه ډك غافل زړګى مي له حصاره  ووت

پوهيږم نفس به يې ژركندې ته وغورځوي
دتوروشپوپه لورمي زړه له سپين سهاره  ووت

بلبلوخداى دپاره ځان سره احتياط كوئ نور
پرون مي وليد اوږد ښامارچي له چناره  ووت

نه چي تنهاباندي ځورېږمه شرمېږمه پرې
مه راته واياست چي زړګى دى له اقراره  ووت

دشرعي قانون منګول ته به يې سپارم (( الهام))
زړه مي له نرخ سره يوځاى باغي له ښاره  ووت